طالبانو دوه چينايي برمته خوشي کړل

34 | اپریل 27th, 2010


د چين حکومت وايي هغه دوه چينايي کارکوونکي يې طالبانو خوشي کړي دي چي درې مياشتي دمخه يې په افغانستان کي تښتولي وو.
دغه کسان د جنوري پر ١٦ – مه په فارياب کي هغه مهال طالبانو وتښتول چي د سړک جوړولو په يوه پروژه کي په کار بوخت وو.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وايي دوى د هغه کسانو څخه مننه کوي چي د طالبانو سره يې د دوى منځګړتوب کړئ او دغه کارکوونکي يې رک روغ راخوشي کړل، خو دا يې نه دي ويلي چي تښتوونکي يې د پيسو په مقابل کي خوشي کړي او که يې د طالب بنديانو سره تبادله کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024