اووه طالب جنګيالي ونيول سول

34 | اپریل 27th, 2010


د بدخشان ولايتي مقامات وايي په دغه ولايت کي يې اووه وسله وال طالبان نيولي دي.
د بدخشان د امنيه قومندانۍ وياند عبدالمعروف د شينهووا آژانس ته ويلي چي دغه کسان پرون د وردج په ولسوالي کي نيول سوي دي.
د نوموړي په وينا طالبانو له پوليسو سره مقاومت کړئ چي يو پوليس آفسر پکښي وژل سوئ او يو طالب او پوليس سخت ټپيان سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024