د مجاهدينو د بري ۱۸ مه كليزه ولمانځل سوه

34 | اپریل 28th, 2010


نن د غوايي اتمه د مجاهدينو د بري د ۱۸ مي كليزي د جشن په مناسبت تر ټينګو امنيتي تدابيرو لاندي په کابل او يو شمېر نورو ولاياتو کښي ولمانځل سوه .

د تېر كال پرتله سږنی جشن له ارګ دباندي د کابل په غازي لوبغالي کښي ولمانځل سو چي نژدې يو نيم ساعت يې دوام درلود.

د جشن په مراسمو کښي د ولسمشر دواړو مرستيالانو، د كابينې او ملي شورا د يو شمېر غړو او جهادي څېرو ترڅنګ زلميو زده کوونکو هم ګډون درلودئ چي د ملي پوځ د درناوي تر مراتبو وروسته يې تاوده اتڼونه ترسره کړل .

د بري سږني مراسم د دوه کاله وړاندي هغه په پرتله په ډاډمنه فضا كښي ترسره سول، دوه کاله وړاندي د مجاهدينو د بري پر جشن وسلوال بريد ترسره سو چي نژدې ۳ تنه مړه، ۸ ټپيان او د جشن مراسم ګډوډ کړل سول .

مجاهدين پوره اتلس کاله وړاندي د ۱۳۷۱ لمريز كال د غوايي پر ۸مه نېټه د ډاكټر نجيب الله دكمونسټ پلوه رژيم تر رانسکورولو وروسته کابل ته ننوتل خو ډېر ژر پخپلو کښي د واک پر سر سره کښېوتل چي په پايله کښي يې هيواد ته درانه مالي او ځاني زيانونه واړول .

Copyright Larawbar 2007-2024