کور / تازه خبرونه / لر افغانستان:د واورو اوباران نوې لړۍ پيل شوه

لر افغانستان:د واورو اوباران نوې لړۍ پيل شوه

په هېواد كښې  دواورو اوباران نوې  لړۍ  پيل شوه په ځينو سيمو كښې دواورو د ورښت له امله سړكونه بند شويدي  سندهـ  او بلوچستان  كښې  تيره شپه باران وشو دباران  او واورې  له امله  موسم يخ شويدى كراچۍ  كښې  تير سهار باران پيل شو حيدر اّباد  جام شورو او كوټري كښې  دباران د ورښت  لړۍ  ټوله شپه روانه وه بلوچستان كښې  كويټه  ، مستونګ  او قلات كښې  د واورې  ورښت  لړۍ   دوام لري  كويټه  كښې يو انچ  او څيرمه غرونو باندې  تر يوه  فټ  زياته واوره وريدلې ده لك پاس كښې  د زياتي  واورې  له امله  د كويټې او كراچۍ  لويه لاره  بنده شويده.


د  كول  پور په سيمه كښې  د كويټې  او يسوى  لاره هم بنده شويده ، قلعه  عبدالله ، پشين  ، زيارت. ژوب ، قلعه سيف الله،. لورلائى ، توبه كاكړي، برشور توبه اڅكزى  كان مهترزى  كوژك او نورو سيمو كښې  هم د باران لړۍ دوام لري.