" /> " /> " /> " /> THE ONLY THING WORTH DYING FORهغه څه چي قرباني ورته په کار ده     – لراوبر ویب پاڼه
کور / سياسي / THE ONLY THING WORTH DYING FOR
هغه څه چي قرباني ورته په کار ده    video

THE ONLY THING WORTH DYING FOR
هغه څه چي قرباني ورته په کار ده    video

  دا کتاب د مشهور لیکوال له خوا ایریک بلیم له خوا کښتل سوي دﺉ چي د The Last Season  په نامه کتاب یې جایزه هم ګټلي ده. دا کتاب د افغانستان د امریکا د اشغال د لومړیو ورځو په اړه زموږ معلومات راتازه او ډېروي. دا کتاب په لومړي ځل موږ ته د سپیشل فورس د اې د ټیم هغه داستان بیانوی چي په جنوبي افغانستان کي طالبان له منځه یوسي او حامد کرزی قدرت ته ورسوي. ایریک بلیم په خورا ماهرانه توګه ددغه نادر او د تصوره لیري داستان کړۍ سره پیلي دي او د ۹/۱۱ تر پیښي وروسته یې نړۍ وال سیاست په خورا ښه توګه بیان کړی دﺉ. د تورن جېسن امرین او د هغه لس نفري کوچنۍ ډله او د حامد کرزي د ټیم سره چي دواړو خورا ډېر توپیر سره درلود او دواړو په ګډه د افغانستان د ازادۍ هڅي کولې په تعقیب سره بلیم لوستونکي له ځان سره وړي.


      د نومبر په یوه تاریکه شپه کي پنځه  بلک هاک څرخکي جنوبي افغانستان ته ننوتلي او د دښمن د لیکو شاته د روزګان ولایت په غرونو کي یې د ځانګړو ځواکونو د ODA 574  د A ټیم سرتيري کښته کړل. د ۹/۱۱ تر پېښو یوه اونۍ وروسته ددې ځای د شمال خواته په مایلونو لیري امریکایې ځواکونو د شمالي ټلوالي په مرسته د طالبانو د لارو پر غوسولو کار پیل کړ خو دلته په جنوب کي بیا طالبان ټینګ ملاتړ لري او امرین او د هغه سرتیري په یوه خورا سخت میشن روان دي چي طالبان له منځه یوسي او د کورنۍ جګړې مخه ونیسي. دوی یوازي دونه وسلې لري چي په شا یې وړای سي، استخبارات خورا کم دي او هوښیار استخباراتي ګوریالایان ODA 574 A ټیم باید قبایلي مشران د طالبانو پر ضد را پورته کړي تر څو دوی تسلیم یا مات کړل سي. دا یکړی (ګرین بیریټس) ټیم یوازي یو ملګری لري: حامد کرزی چي خورا لږ شهرت لري او د جلا وطنۍ څخه راغلی او اوس طالبانو په مخه کړی دﺉ.


      کله چي کرزی د ملیشو د راغونډولو په هڅه کي وو د ODA 574  د A ټیم و پوهیدۍ چي د طالبانو ددې بې شماره پوځ په مقابل کي یې شمېر خورا لږ دﺉ. دوی اوس په داسي سیمه کي دي چي احترام او اطاعت د ماشین په چوښکه سره کیږي خو کرزی د ډيپلوماسۍ څخه کار اخلي او غواړي د قهرمان لقب وګټي تر څو پښتانه سره یو او یو ځواک ور څخه جوړ کړي. خو د احترام ګټل هغه وخت امکان لري چي طالبان مات کړل سي. دغه ملتپال په خیالونو سره دنیا جوړول  او د ODA 574  له ده سره په شخړه اخته وو چي هر څه په داسي اسانۍ سره نه تر سره کیږي نو د سي اي اې یوه افسر امر وکړ چي دده اصول رد کړي او امرین او دده سرتیرو په یوه کوچني کلي کي مورچلونه ونیول او د روزګان د والي په مشرۍ د زرو  طالب جنګیالیو ځواک په دوی پسي ور روان وو چي وې وژني. 



 


((هغه څه چي قرباني ورته په کار ده)) یا The Only Thing Worth Dying For هغه تاریخي کتاب دي چي د ترهګرۍ په وړاندي د نړۍ وال جنګ چي خورا یو مهم میشن وو  د لومړنیو ورځو  د پلانونو او جګړو څخه بحث کوي داسي چي په سیمه کي میشت پوځیان لږ د سیمي څخه خبر وو او په واشنګټن کي خو د دوی قوماندان خورا کم د سیمي په اړه معلومات درلودل.



      د ځانګړو ځواکونو د ODA 574 سرتیري، د هوايي ځواکونو سرتیري، مهم قوماندان او جنګي پلان جوړونکي، کرزي او بلیم کټس په واشنګټن کي د لوړ رتبه سیاستمدارانو، جاسوسانو او  جنرالانو په خولو کي وو تر څو د کرزي دنصبلولو لپاره تاداو کښیږدي، وروسته د افغانستان د موقتي ادارې د رییس په توګه بیانیه ورکړي چي دا د افغانستان د حکومت لپاره یو بنسټ سو چي د همدې لاري بیا د افغانستان لومړنی انتخابي ولسمشر وټاکل سو.


      دا کتاب د ODA 574 د خورا روزل سوی ټیم داستان دﺉ چي دOperation Enduring Freedom میشن تر ټولو ستره سیاسي برخه یې تر سره کړه. دا د یوه نادره زړور توب کیسه ده چي خورا ډېر تلفات یې لرل او هغه سلسله نن ددې سیمي د شکل ټاکونکې ده. 


      دا کتاب په څوارلس فصلونو کي ۳۶۵ مخونه لري او په پای کي یې د ترینکوټ او شاولیکوټ د ولسوالیو د نقشو تر څنګ یو لړ نور ګټور معلومات لري چي د تاریخ لیکونکو لپاره د خورا ښه استفادې وړ کیدای سي.



په درنښت


غلام ولي نوري
کابل افغانستان