غزل

سعيد لودين | اپریل 28th, 2010


ځان مې کړه جانان مې کړه اشنا مې کـــــړه
ستا نه مرور یمه پخلا مې کـــــــــــــــــــړه

نه ګــــــــــــــــورې چې څومره ورخطا یمه
لږ خو مې ارام کړه دلاسا مې کـــــــــــــړه

نن مې پټ پټوني ته ډیر زړه شـــــــــــــوی
سترګې دې کړه پټې او پیدا مې کــــــــــــړه

نوره داسې پټه مینه نه کــــــــــــــــــــــــوم
سپک مې کړه په خلکو کې رسوا مې کړه

ګوښی مې �ځـــــدراڼه� ژوند بې رنګه دی
خپل مې کړه د ګډ ژوندون ښــکلا مې کړه

Copyright Larawbar 2007-2024