کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / سبانۍ لوبه به څوک وګټي؟ (برى د هوډ زوى دئ)

سبانۍ لوبه به څوک وګټي؟ (برى د هوډ زوى دئ)

نړيوالې رسنۍ او د كركيټ شنونكي د افغانستان د كركيټ د ملي لوبډلې ناڅاپي راپورته كېدل او تر نړيوال شل اووريز كپ پوري رسېدو ته يوه جاديي كيسه وايي.
د ملي لوبډلې لوبغاړي نن سبا د افغانستان ملي اتلان دي، افغانانو كه تر اوسه پورې د نورو هيوادونو د د كركيټ ستورو ته چكچكې کولې، سبا به د لومړي ځل لپاره خپل اتلان پر ټلوېزون وويني، چكچكې به ورته وکړي او د بري دعاګاني به ورته كوي.
د سبا د لوبې په اړه نه يوازې د هند او افغانستان لوبغاړي فكر كوي، بلكې په ټوله نړۍ كې د كركيټ مينه وال حيران دي، چې لوبه به څوك ګټي او افغانان به چې په ټوله نړۍ كې يوازې د جګړه مارانو په نامه پېژندل شوي دي څنګه لوبه كوي.
په سبانۍ لوبه كې كه يو خوا په نړۍ كې د كركيټ يوه نسبتاً زوروه او ستره ډله چې ډېر برياليتوبونه لري لوبيږي، نو بل خوا د نړۍ د دوولسو ښو لوبو كتار ته نوې راغلې يانې د افغانستان ډله ده چې په اړه يې هندي او نورې نړيوالې لوبډلې ډېر نه پوهېږي، او د څو نړيوالو لوبډلو نه بغير يې د نړۍ زياتره ښې لوبډلې ماتې كړي دي.
د سبا د لوبې نه وړاندې لا دواړو لوبډلو د لوبې په اړه خبرې كړي دي، د دوى له خبرو داسې مالوميږي چې افغانستان پر ځان ډېر زيات باور لري، د آى پي ايل او د هندي لوبغاړو نورې ډيرې لوبې يې كتلي دي او د لوبې لپاره يې پوره تيارى نيولى دى.
د افغانستان د ملي لوبډلې مرام هغه وخت لا پياوړى شو چې د نړيوالو سياليو د تياري لپاره يې د آيرلينډ سره لوبه وكړه او دا لوبډله يې ماته كړه، په دې لوبه كې د افغانستان تېز بالر دولت خان احمدزى تر نورو زيات وځلېدى او د آيرلينډ څلور لوبغاړي يې وسوځول.
هنديان چې تازه د خپل هيوادني كركيټ ليګ يانې IPL نه ستړي راغلي، يو څه وارخطا مالوميږي، ځكه يو خوا كه دوى ستړي دي، نو بل خوا د افغانستان د لوبغاړو په اړه مالومات نه لري او تر اوسه يې د دوى لوبې نه دي ليدلي، هندۍ لوبډلې همدارنګه تر اوسه د يوې لوبډلې په توګه په ګډه د تياري كومه لوبه نه ده كړې چې دا درې سره خبرې د افغانستان په ګټه تماميداى شي.
د افغانستان ملي لوبډلې كوچ كبير خان ويلي چې ډله يې لوبې ته تياره ده، او دوى به هند ته ما ته وركړي، د ملي لوبډلې تېز بالر حميد حسن هم پر ځان او خپله لوبډله ډېر باوري دى او وايي چې د هند لوبغاړي به وسوځوي او برى به د افغانانو په برخه وي.
د هندۍ لوبډلې كپتان مهندر سينګ ډوني رسنيو ته ويلي چې د افغانستان لوبډله اسانه نه بولي، ده زياته كړې چې دوى دا نه ګوري چې په وړاندې يې زوروره كه كمزورې ډله ده، نوې ده كه زړه ده، دوى يوازې د ګټلو په اړه فكر كوي، نوموړى وارخطا ښكاري او وايي چې داسې يوه لوبډله چې تر اوسه يې موږ په اړه مالومات نه لرو او نه مو يې هم لوبې كتلي دي كېداى شي زموږ لپاره خطرناكه وي.
د دې څخه داسې مالوميږي چې ډوني وارله مخكې نړۍ او خپلو هېوادوالو ته وايي چې كېداى شي دا لوبه وبايلي، او دليل به يې دا ښيي چې افغان لوبډله يې نه پيژندله او يا هم له IPL نه ستړي راغلي وو.

افغان ملي لوبډله:
د افغانستان د ملي لوبډلې روزونكى يا كوچ كبير خان دى، كپتان يې نوروز منګل، مرستيال كپتان يې محمد نبي دى.
د لوبډلې تېزبالر حميد حسن، بېټسمن كريم صادق او يو نيم نور يې نړيوال شهرت لري، ټوله لوبډله په دې ډول ده:

شمېره: نوم: دنده: عمر
۱ نوروز منګل كپتان، بېټينګ، ورو بالينګ ۲۵ کاله
۲ محمد نبي عيسى خېل مرستيال كپتان او هر اړخيز يا آل راونډر ۲۵ کاله
۳ كريم صادق ويكيټ ساتنه، بېټينګ، ورو بالينګ ۲۶کاله
۴ نور علي ځدراڼ بېټينګ ۲۱کاله
۵ محمد شهزاد محمدي ويكيټ ساتنه او بېټينګ ۱۸کاله
۶ ريس احمدزى بيټينګ ۲۶کاله
۷ اصغر ستانكزى بيټينګ ۲۳کاله
۸ سميع الله شينوارى ليگ سپېينر، ښه فيلډر ۲۲کاله
۹ دولت خان احمدزى تېز بالر ۲۵کاله
۱۰ حميد حسن تېز بالر ۲۲کاله
۱۱ شاپور ځدراڼ تېز بالر ۲۵کاله
۱۲ ميرويش اشرف تېز بالر ۲۱کاله
۱۳ شبير نورزى بيټينګ ۱۸کاله
۱۴ نصرت الله نصرت سپيېن بالر ۲۵کاله
۱۵ شفيق الله شفق بېټينګ ۲۰

هندۍ ملي لوبډله:
د هندۍ لوبډلې نژدې ټول لوبغاړي نړيوال شهرت لري او د نړۍ د اولې كرښې په كركيټ لوبغاړو كې راځي خو د دې ډلې كپتان ميهندرا سينګ ډوني، بېټسمېنان يووراج سينګ ، يوسف پټان، سريش رينا او ګوتم ګمبير يې ډيرې پيژندل شوې څيرې دي:

شمېره: نوم: دنده
۱ ايم ايس ډوني كپتان، ويكيټ ساتونكى، بېټسمېن
۲ ګوتم ګمبير بېټسمېن
۳ يووراج سينګ بېټسمېن
۴ سرېش راينا بېټسمېن او ښه فيلډر
۵ يوسف پټان بېټسمېن او ورو بالر
۶ دينېش كارتيك بېټمسېن، كله كله ويكيټ ساتونكى
۷ رويندر جډېجا بېټمسېن
۸ زهير خان تېز بالر
۹ پروين كمار تېز بالر
۱۰ اشيش نيهرا تېز بالر
۱۱ هربجن سينګ ورو بالر او بېټسمېن
۱۲ پياش چاوله بېټسمېن او فيلډر
۱۳ وينې كمار تېز بالر
۱۴ روهيت شرما تېز بالر
۱۵ ايم ويجې بېټسمېن (نوموړى د سيواګ پر ځاى لوبه كوي)

څوك به يې وګټي؟
د سپورټ او په زياته بيا د كركيټ اړه هيڅ وړاندوينه نه شي كېدلاى، خو افغانستان د د هند له اندېښنې، ستړيا او د دوى د لوبې له ډول سره د نه بلدتيا څخه پوره ګټه اخيستلاى شي، چي لوبه په خپله ګټه تمامه كړي.
هند به ډېره هڅه كوي چې افغانان تر خپل تاثير لاندې راولي او په لومړيو څو اورونو كې د هغوى د لوبې كولو له طور طريقې سره ځان بلد كړي.
خو زموږ افغانانو پوره باور او خداى (ج) ته اميد دى چې سبانۍ لوبه به افغانستان وګټي، ځكه افغان لوبغاړو هوډ كړى دى، او وايي ((برى د هوډ زوى دى)).
په هر صورت سبانۍ لوبه به له يوې خوا په نړۍ كې د افغانانو په هکله د خلكو هغه سوچ او فكر بدل كړي چي د جنګسالارانو په توګه پېژندل کېږي، او هم به افغان لوبغاړي خپلې هغه موخې او ارمان ته ورسيږي چې دوى ورته په كلونه خوارۍ كښلې او په دې لاره كې يې خولې توى كړي دي.

زموږ د ملي لوبډلې اتلان دي ژوندي او بريالي وي