هندى كپتان : افغان لوبغاړو ډېره ښايسته لوبه وكړه 
![]()
![]()
![]()
![]()
![]()
![]()
![]()
كه څه هم د افغانستان او هند تر منځ لوبه د هند په ګټه پاى ته ورسېده، خو د افغان لوبغاړو لوبه ډېره په زړه پورې، زړه وره او له اصولو سره سمه وه.
د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلې كپتان نوروز منګل چې د لوبې تر ختمېدو وروسته يې نندارچيانو او د ټلوېزون ليدونكو ته خبرې وكړې وويل چې د ده لوبډله ډېره ښه ولوبېده او هند ته يې ډېر ښه هدف وټاكه.
نوروز منګل چې په پښتو ږغېدى دا هم وويل چې كه چيرې افغان لوبډلې ته مځكه اواره شي تر څو د هند سره نورې لوبې وكړي او همدارنګه د نورو هيوادونو لكه پاكستان، سريلانكا، افريقا له لوبډلو سره د لوبې كولو موقع په لاس ورشي دوى به نورې تجربې هم تر لاسه كړي.
د هندۍ لوبډلې كپتان وويل چې ډېر خوشاله دى چې د افغانستان له لوبډلې سره ولوبېدى، ده دا هم وويل چې د افغانستان بېټينګ، بالينګ او فيلډينګ ټول ښه او پاخه وو.
له هند سره د افغانستان د لوبډلې لوبه د ټولو ليدونكو او خپله هندي لوبغاړو لپاره حيرانوونكې او په زړه پورې وه، ډېر كم داسې ليدل كيږي چې يوه نوې راغلې لوبډله دې د هند په څېر يوې زورورې لوبډلې سره په دومره زړه ورۍ او باوري لوبه كوي.
د افغانانو لپاره دايوه نه هېرېدونكې ورځ وه، لر او بر ټولو هيوادوالو او د ملي لوبډلې اتلانو ته مباركې وايي او دوى ته په راتلونكې لوبه كې برياليتوب غواړي.
افغان لوبغاړو مستند فلم (Proud to be an Afghan ) :
د لوبو تازه وېډيو :