یو برتانوی عسکر او ۷ ملکي خلک له منځه ولاړل
اسوشیټیډ پریس خبر ورکړ چي طالبانو نن د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کښي یو برتانوی پوځي په مخامخ جنګ کښي ووژئ او دا د برتانوي پوځ ۲۸۲م عسکر دئ چي په افغانستان کښي له منځه ځي .
خبر زیاتوي چي نن د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کښي د سړک د غاړی ماین یو میني بس موټر والوزاوه چي پکښی سپاره ۷ ملکي انسانان ( چي زیاتره یې ښځی او کوچنیان دي ) په شهادت ورسول او ۱۴ نور یې زخمیان کړل چي د څو کسانو حالت خطرناک بلل سوئ دئ .
حکومت د دې پښي پړه پر طالبانو اچوي خو هغوی تر اوسه خپل غبرګون نه دي ښودلئ .
خبر زیاتوي چي په دې وروستیو کښي د ملکي انسانانو شهیدانول په بې مسؤلیتۍ سره زیات سوي دي .