کور / تازه خبرونه / کونړ:ناټوځواکونو 8 ملکې وګړيوته مرګ زوبله واړوله

کونړ:ناټوځواکونو 8 ملکې وګړيوته مرګ زوبله واړوله

دکونړ امنيه قوماندان وايي، چې د يوې نښتې پر مهال د ناټو ځواکونو په ډزو دوه ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو اوماشومانو په ګډون شپږ تنه ټپيان دي.
امنيه قوماندان مل پاسوال خليل الله ضيايي وايي، چې دغه نښته ديكشنبې په ورځ له غرمې مخکې د وټه پورولسوالۍ دکرمون په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه،چې وسلوالو مخالفينو په ياده شوې سيمه کې د ناټو پر ګزمې بريد وکړ، خو کومه مرګ ژوبله يې نه لرله.
د نوموړي په وينا، دناټو ځواکونو په ځوابي ډزو کې يوه مرمۍ په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه کور ولګېده، چې له كبله يې دوه نجونې ووژل شوې او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي.
په ختيځوولايتونو کې دناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر په وټه پور کې نښته تاييدوي، خو د مرګ ژوبله په اړه يې بې خبري وښوده.
وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .