کور / مرکه / زه به هيڅكله هم دا ورځ هېره نه كړم (حميد حسن)

زه به هيڅكله هم دا ورځ هېره نه كړم (حميد حسن)

د لر او بر  درنو لوستونكو ښاغلي حميد حسن د هند سره په لوبه كې ښه وځلېدى نوموړي په درې اورنو كې يوازې اته منډې وركړې، همدارنګه يې د هند يو لوبغاړى وسوځاوه،  تر لوبې وروسته يې په خپل بلاګ كې په دې اړه خپل اند ليكلى، دا يې هم پښتو ژباړه ده.

زه به هيڅكله هم دا ورځ هېره نه كړم (حميد حسن)دا به ډېره ګرانه وي چې ووايم له هند سره تر لوبې كولو وروسته څنګه احساس كوم. زه په خپله ډله ډېر وياړم ، او په دې هم چې د نړيوالو سياليو په خپله لومړنۍ لوبه كې مو ډېره ښه لوبه وكړه.


كه څه هم په دې خپه يو چې په لوبه كې مو لږې نيمګړتياوې لرلې، خو دا به زموږ سره لا مرسته وكړي چې په خپله راتلونكې لوبه كې د جنوبي افريقا په وړاندې ښه لوبه وكړو.


په تېرو دوو كلونو كې زموږ د بې ساري سفر پر مهال په هر ټورنمينټ كې موږ له خپلو تېروتنو سبق زده كړى دى، او زه هيله لرم چې دا به بيا هم كوو، خو دا ښكاره خبره ده چې دا ډېره ستونزمنه وي چې كله څوك د نړۍ له يوې ښې لوبډلې سره سيالي كوي.


موږ  د نړيوال كركيټ ليګ په پنځم ډيويژن كې له سينګاپوره وبايلله خو هغه ټورنمينټ مو وګټى، په دريم ډويژين كې يوګانډا مات كړو خو هلته مو هم جايزه وګټله، په ۲۰۰۹ كې چې د آي سي سي د نړيوال كپ د غوراوي لپاره  لوبې كيدې، هم مو ځينې وبايللې خو بيا مو هم لار ووهله او تر دې ځايه راورسېدو.


موږ  په دې خبره كې جدي يو چې وايو ځو ، جنوبي افريقا ماتوو او د دې سياليو په غوره اتو ډلو كې ځان راولو.


له هند سره په لوبه كې موږ ته بېټينګ يو څه سخت و، او بېله شكه  دا ډېره ګرانه وه چې د هند له يو نيم تېزو بالرانو سره مخ كېدو، دوى تر هغو ډېر تېز وو چې موږ وړاندې ورسره مخ شوي وو.


د دې ليدل به ډېر په زړه پورې و كه چيرې هند پچه بايللې واى او لومړى يې بېټينګ كړى واى، خو زما په اند نورعلي په ډېره ځيركتيا سره بېټينګ وكړ او نيمه سليزه ( پنځوس منډې) يې جوړه كړه.


خو دا شرم و چې په پاى كې زموږ ډېر لوبغاړي سوځېدل، خو بل خوا بيا داسې ښكارېده چې موږ به ډېر جګ هدف ټاكو.


زماپه فكر شاپور ځدراڼ ډېر ښه بالينګ وكړ، او زه هم له خپلو هڅو خوشاله يم. ما يوازې دې ته پام كاوه چې په ډېره ښه توګه بالينګ وكړم، ګامونو ته مې بدلون وركړم، او ډېره هڅه وكړم چې پر بالونو مې منډې جوړې نه شي.


په دې هم ډېر خوشاله يم چې يو لوبغاړى مې وسوځاوه، خو له بده مرغه په هغه وخت كې زموږ له خوا لوبه د بايللو په حال كې وه.


تر دې لوبې مخكې  مو هم د ډېرو ننداچيانو په وړاندې لوبې كړې وې، په ځانګړې ډول كله چې  په دوبۍ كې د نړيوالو شل اوريزو لپاره د غوراوي لوبې كېدې، په زرګونو افغانان  زموږ د نندارې او ستاينې لپاره راغلي وو، خو ما تر اوسه په داسې يوه ماحول كې لوبه نه وه كړې لكه نن چې مې په سينټ لوشيا كې وكړه.


دلته له پي اې (ږغ) سيسټم څخه ډېر جګه موسيقي اورېدل كيږي، خلك چيغې وهي، نڅا كوي، د موسيقۍ ډيرې زياتې آلې هم ليدل كيږې، داسې ښكاري چې خلك دلته د پارټۍ لپاره راغلي دي.


زه به هيڅكله هم دا ورځ هېره نه كړم (حميد حسن)يو لوى توپير  چې دلته شته هغه دا دى چې ما تر اوسه داسې يو ځاى لوبه نه وه كړې چې په لوبغالي كې دې لوبه او  د ځينو ويډيوګانو تكرار  پر يوه غټه پرده (سكرين) ښودل كيږي. كله چې ما كېچ خطا كړ نو طاقت مې نه كېدى او ويډيو ته مې كتل چې څه تېروتنه مې كړې وه.


كه چيرې ما د نړيوال كركيټ ليګ په پنځم ډيويژن كې لوبه كولاى او كېچ مې خطا كړى واى، نو ما به نه شواى كولاى چې ويې وينم، ځكه هلته يې بيا بيا نه ښيي، نو دلته زموږ يو نيم نيمګړتياوې راڅرګنديږي.


دا ډېره لويه خبره ده چې د ملګرو، كورنۍ او مينه والو پيغامونه راورسېدل د دوى په خبره چې موږ ډېره ښكلې لوبه وكړه.


دا ډېره په زړه پورې ده چې زموږ مينه وال ډېره جذباتي دي، زياترو ته يې تر اوسه موقع په لاس نه وه ورغلې چې زموږ لوبه وويني، خو زه هيله لرم چې د دوى سترګې به مو لوړې كړې وي.


كه څه هم لوبه مو وبايلله خو موږ ټولو ډېره زياته هڅه وكړه، زه به هيڅكله هم دا ورځ هېره نه كړم چې د خپل هېواد لپاره مې د آي سي سي په نړيوالو شل اوريزو كې د هند په وړاندې لوبه وكړه.

تبصره نسته

  1. I m proud that finally Afghanistan have come 2 the world of cricket in International cricket, wining r lossing is the part of game, but keep trying your best. I was dreaming about this day, that one day will Afghanistan come 2 International cricket, and 2day you have proved it.
    I m proud of 2 be Afghan(Pashtoon). Hassan

  2. پيره توپان مو وکړ توپان دا چې لوبه د هند په ګټه پاي ته ورسيده ورته مه وارخطا کيږئ ځکه هغه ډيره تکړه لوبډله ته خو خير مونږ درته دعاګاني کوو او انشالله راتلونکي برى ستاسې په برخه دى
    انشالله
    الله مو کامياب لره

  3. سلا م گرانه . آفرین! دافغانستا ن نوم مو لور کری . تل دی وی افغانستان, تل دی وی دافغانستان دکر کیت ملی لو بدله

  4. سلام
    ډير دافتخار ځاى دى چې دافغانستان بيرغ دنړيوال تلويزون له پردي وينو باور وکړي چې کله مي دلوبي خبر ترلاسه کړو چې نن شپه به اففانستان او هند لوبه کوي ډير خوښ شوم که څه هم مادتلويزون سهولت نه درلوده خود يو څو ملګرو سره يوزاى په يوه دوکان کې تر ماخښتنه لوبې ته ناست ؤ دافغانستان لوبغاړو ته مي دزړه له کومي دعاوي کولي زه ډيره خوشحاله يم چې دافغانستان لوبغاړو ډيره په زړه پوري لوبه وکړه

    اميد دي چې دا ځل مو برى په برخه شي

    نقيب الله حقمل هډه وال