کور / هراړخیز / عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۱۸)

عثماني امپراطوري او پر خلاف یي د صلیبیانو سازشونه (۱۸)

مکمل غیرسیاسي : یو تاریخي په زړه پورې ناول .
زمونږ د هیواد ګوډ تیمور څوک دې ؟
اوس تاسې ددې تاریخې ناول اتلسمه برخه لولئ :

پرلپسې***** ۳۱
نریوس په یوه منډه د رستاک حویلۍ ته ورسیده ، په دې وخت کې ریونا ، رستاک او کیتهنا درې واړه په میلمستون کې ناست و او په کومه مهمه خبره باندې یي خبرې کولې . کله چې ریونا نریوس وکتله چې په بیړه حویلۍ ته راننوتله ، نو درې واړه وارخطا شول او د وارخطایې او اندیښنو په ګډ آند کې له میلمستون څخه راووتل ، کله چې نریوس را نزدې شوه نو رستاک ورڅخه وپوښتل :
نریوس لورې ! خیریت خو دې ؟ ولی داسې ساه نیولې را غلي ، چا خوبه ګواښلې نه یې ، اویا کومه حمله خو به درباندې چا نه وي کړې . او یا دې کوم بد خبر اوریدلې دې ؟
درونده رستاکه ! په خداې سوګند چې ستا خبرې ماته خپل پلار را په یادوی ، ستا په وینا کې چې څومره خوږلنې دې هغه د پلارني شفقت نه کم نه دې ، دنن وروسته به زه تاته یواځې پلار وایم ، تاسې زما په اړه فکر مه کوئ ، نه مې کوم بد خبر راوړې او نه ماته زما د ځان په اړه کوم ګواښ متوجه دې ، بلکه ماتاسو ټولو ته یو ډیر ښه خبر راوړې دې.
د نریوس ددې خبرې اوریدو سره رستاک ، کیتهنا او ریونا ټول ډاډمن شول نو کیتهنا ورڅخه و پوښتل ،
لورجانې ! تا کوم داسې په زړه پور ې خبره راوړې ده ؟ مونږ ته یې ژر ووایه چې مونږ لږ ارام شو .
د کیتهنا په دې خبره باندې رستاک او ریونا هم وخندل او بیا ریونا وویل :
زما په فکر چې اول باید میلمستون کې سره یو ځاې کینو اوبیا د نریوس خور څخه و پوښتو.
رستاک او کیتهنا دواړو د ریونا ددې خبرې سره توافق وکړ او بیا ټول میلمستون ته لاړل او دهلته دکیناستو وروسته نریوس وویل :
داسې وګڼئ چې ما تاسې ته دوه ډیر ښه خبرونه راوړی دي . لمړۍ خبر دادې چې سلطان بایزید او علي پاشا د دلاچیه حکمران او دهغه زوې ته ډیره بده ماتې ورکړې ده . په دې جنګ کې دسلطان بایزید سره دهغه زوې ولیعهد محمد اوعلي پاشا هم ملګری وول.
بله خبره داده چې سلطان بایزید او علي پاشا ددې جنګ څخه د فراغت وروسته اوس زمونږ لورې ته راروان دی ، هغوې ما ته یو قاصد را استولې دې او دهغې په خوله یې خبر رالیږلی دې چې زما د دواړو زامنو او مور تر څنګ تاسې درې واړه هم د سلطان او علي پاشا د راتلو سره سم تیار اوسئ ځکه چې مونږ ټول د سلطان اوعلي پاشا سره یو ځاې د بروصې په لور کوچ کوو .
دنریوس په دې څرګندونو باندې ریونا ، رستاک او کیتهنا درې واړه متحیر اوحیران شول . خو پخوا تر دې چې کوم یو د نریوس څخه پوښتنه وکړي نریوس یو ځل بیا په خبرو پیل وکړ او ویي ویل :
هغه قاصد چې د سلطان بایزید او علی پاشا له لورې دلته را غلی هغه ماته دا ډاګیزه کړه چې سلطان مونږ ټول په دې خاطر له ځانه سره بروصې ته بوځي چې هلته هغه د ټولو شاهي لوازماتو سره یو ځاې دعلي پاشا او ریونا د واده مراسم پر ځاې کړې .
ددې خبر په اوریدو سره ریونا د شرم څخه خپل سر ټیټ کړ ،دهغې ځلیدونکې مخ او څیره لږ څه خړه پړه غوندې شوه، نریوس هغې ته په غور سره په کتلو سره مسکۍ مسکۍ کیدله ، په دې وخت کې رستاک نریوس ته مخ کړ او ورته یې وویل :
نریوس لورې ! دا خبر چې تا ته راغلي دې نو داسې وګڼه چې دا زما او زما دښځې کیتهنا له پاره بلکه د ریونا له پاره هم دډیرې خوښۍ ځاې دې دومره خوښي چې مونږ یې په الفاظو کې نه شو را ټولولاې . نریوس لورجانې ! زه پوهیږم چې علي پاشا د ریونا سره څومره مینه او محبت لری ، زه په دې هم پوهیږم چې ددې پرته به دهغه حالت څه ډول وی ؟ د سلطان بایزید دغه پریکړه بلکل زمونږ د هیلو اوغوښتنو په مطابق ده.
ترې دې ځایه د خبرو کولو وروسته رستاک لږ څه تم شو خوبیایې خبره پیل کړه او ویی ویل : نریوس لور جانې ! د سلطان بایزید هغه قاصد چې تا ته یي داپیغام راوستي اوس چیرې دې ؟
اې زما پلاره ! ما هڅه وکړه چې هغه تم کړم ، اودهغې درنښت او عزت وکړم خو هغه تم نه شو او دپیغام د رسولو وروسته بیرته د سلطان لښکر ته ولاړ . نریوس په ډیر ادب سره درستاک په لور دکتلو وروسته دا خبره وکړ ه.
نریوس لږ څه تم شوه خو فکر یې وکړ شاید چې کومه هیره خبر ورته را یاده شوې وه نو یوځل بیا یې رستا ک ته په کتلو سره خپله خبره پیل کړه .
ما تاسې ته یوه خبره کول هیر کړی و ، اوهغه دا چې لکه څنګه چې ما مخته ویلي و چې سلطان بایزید ، علي پاشا او ولیعهدمحمد د دلاچیه حکمران او دهغه زوې ته ډیر بده ماتې ورکړې ده ، نو دهغوې د فوځې پړاو څخه سلطان او علي پاشا ته ډیره څه په لاس ورغلی دی . خو دددې جنګ نه وروسته سلطان ته یو ډیر بد خبر راغلي اوهغه دا چې په اسیا کې دکرمیا دسیمی حکمران دسلطنت په مقابل کې بغاوت کړی دې . هغه د سلطان په سیمو باندې یرغل کړې ، راغلي قاصد وویل چې سلطان او علي پاشا دواړه دخپلو لښکرو سره یو ځاې مونږ هم دبروصې لورې ته وړی اوس به مونږ ټول هلته په بروصه کې دعلي پاشا په کور کې تم کیږو. په خپله سلطا ن او علی پاشا به د کرمیان په لور، دهغه ځاې دحکمرا ن د ځپلو په خاطر حرکت کوي. او ددې بغاوت د ځپلو وروسته به بیرته بروصې ته را ستنیږی او بیا به د ریونا او علی پاشا واده تر سره کیږي .
نریوس ددې خبرو وروسته چپ شوه ، خو رستاک نریوس ته مخ کړ او ورته یې وویلې :
نریوس لور جانې ! زه غواړم تاته یوه خبره وکړم . زه هیله لرم چې ته به زما پر خبرو باندې عمل وکړې . نریوس لورې ! ګوره چې د واده وروسته به ریونا هملته په بروصه کې پاته کیږي ، ځکه چې دهغه د میړه کور دهغې کور دې . دا به دعلي پاشا د جاېیداد ، دهغه د باغونو ، زمکو او هر څه مالکه وی اودا ځکه چې علي پاشا بل کوم ورور نه لري چې په دې هر څه کې ورسره شریک شي . نو دعلي پاشا چې هر څومره مال او متاع وی په طبیعي توګه به ریونا دهغې مالکه اوخاونده وی .
نریوس لور جانې ! کیداې شې چې دعلي پاشا مور ، خور یا په خپله علي پاشاتا ستا د کوچنیانواوستا د مور سره یو ځاې هملته په بروصه کې ستاسو دتم کیدو هڅه وکړي او دهغوې سره چې څومره شتمني شته په هغې کې تاته نیمایی برخه درکړي ،خو زما لورې ته دهغوې دا وړاندیز هیڅکله هم و نه منې ،
لورې ! هیڅکله هم دا خبره په خپل ذهن او فکر کې را و نه ګرځوی چې زه تا په دې خاطر ددې کار څخه منه کوم چې تر څو هغه ټوله شتمني زما د لور ریونا په برخه شي او ته په کې کومه برخه تر لاسه نه شې کړاې . په مسیح سوګند چې زما په ذهن کې هم دا خبره نه ده راغلي او نه به کله هم راشي . بلکه زه غواړم چې دریونا د دې ځایه د تللو وروسته ،ته دلته دخپلو کوچنیانو او مور سره یو ځاې زما په حویلۍ کې زما دلور په څیر میشت شئ، نو د ریونا دتللو وروسته چې کوم سوړوالي په دې کور کې راځی هغه به ستاسو په راتګ سره بیرته ډک شي .
نریوس لورې ! ته پوهیږې چې ریونا زما یواځنې اولاد دې ، کله چې دا له دې ځایه رخصت شي نو په دې کلي کې چې زما دومره شتمني ، زمکي او باغونه دي نو دا ټول به زما څه په درد وخوري ، زه او کیتهنا اوس عمر خوړلي یو .د قبر په غاړه ولاړ یو . لورجانې ! د ریونا د واده وروسته زه به په لیکلي توګه عهدپاڼه و لیکم چې زما او زما د ښځې کیتهنا د مړیني وروسته زما دټولې شتمنۍ ، زمکو او باغونو اصلي مالکان کندام او خیسار دي ، زما لورې ! زه ستا کوچنیان خپل وارثان ، د خپلې نسب د شجري یوه برخه ګڼم ، نو په دې اساس زه ستا څخه هیله لرم چې که چیرې د علي پاشا مور ، یا خور او یا په خپله علي پاشا له تا څخه هلته د تم کیدو غوښتنه وکړي نو ته د هغوې دا خبره و نه منی او هلته تم نه شي .لورې ! ته به بیرته له مونږه سره یوځاې دې کلي ته راشې او په همدې حویلۍ کې به له مونږه سر قیام وکړی ،هر هغه څه چې زما دې هغه ستاسو دي او ستا د کوچنیانو دی ،اوزه ددې کار په کولو سره ویاړ احساسوم .
کله چې رستاک تم شو په خونه کې پوره چپه چپتیا وه نونریوس په ډیر غور سره ریونا ته وکتل او ویې ویل :اې درنده پلاره ! هغه څه چې تا وویل هغه ټول زما له پاره ډیر دخوشحالۍ سبب دی ، ستا د ټولې شمتنې اوټولې زمکې اوباغونو مالکین زما کوچنیان ګرځي . زه به ددې څخه زیات نور څه غواړم ، خو زه له تاڅخه یوه هیله لرم چې ددومره سترې پریکړې کولو څخه مخته خو یو ځل د ریونا څخه هم وپوښتۍ. ایا هغې ته خو به په دې خبره کوم اعتراض نه وي .
په دې وخت کې نریوس په تیزو سترګو د ریونا په لور وکتل ، دنریوس په دې خبرو باندې ریونا ټکان خوړلی و ،هغې نریوس ته په ډیره حیرانونکي توګه وکتل ، اوبیایې وویل
نریوس خورجانې !داته څه ډول خبرې کوې؟ما خو تل ته خپله مشره خور ګڼلې یې ، زما پلار هم تا دیوې رشتنیي لور په څیر ګڼي ، زما ددې ځایه دتللو وروسته ، که چیرې زما پلار د خپل ټول ملکیت وارثین ستا زامن ګڼي نو په لاشریک خداې سوګند چې همدا د ریونا غوښتنه ،دهغې هیله ، اود هغې د خوښې عین مطابق ده ، نریو س خورې ! په دې هکله ماته هیڅ ډول اعتراض نه شته ، زه دعا کوم چې زما د رخصتۍ وروسته ته په د ې کلي کې او زمونږ په دې کور کې د خوښۍ او خوشحالۍ نه ډک ژ وند تیرکړئ ، اوستا دواړه کوچنیان خوشحاله او دګلونو په څیر تازه و غوړیږي او تل پاتې واوسي .
دریونا په دې خبرو باندې نریوس دومره خوشحاله شوه چې ورمخته شوه او ریونا یې په خپله غیږ کې را ونغاړله، دهغې سترګې ، مخ او شونډی یئ ښکل کړې . په دې وخت کې رستاک او کیتهنا هم خندان ناست و. بیا نو رستاک په فیصله شوي توګه اعلان وکړ چې:
نریوس لورې ! ته چې دخپلې حویلۍ څخه هر څه را خستل غواړې هغه ټول را واخله او دلته دې حویلۍ ته یې راوړه ، کوچنیان او مور دې هم همدلته راوړه ، کله چې سلطان او علي پاشا دلته رارسیږي نو دهمدې ځایه به په ګډه د سلطان د لښکر په لور ولاړ شو .
درستاک دا خبرې په ریونا هم ډیرې ښې و لګیدې ، سمدستي د خپله ځایه پورته شوه او ویي ویل :
نریوس ! راپورته شه ! زه له تاسره همدا اوس ځم ، تر څو له تاسره ستا په تیاریو کې بسپنه وکړم . هغه څه چې ته له ځانه سره وړل غواړې ، هغه به زه درسره راټول کړم. و به یې تړو او بیا به دې مور او کوچنیان هم له ځانه سره راوړو اوبیا به دلته مونږ هم خپل ځان تیار کړ و . که چیرې تر ماښامه پورې سلطان اوعلي پاشا را ورسیدل ، نوبیا به مونږ ته تیارې کول ډیر ستونزمن شي . اوس نو وخت مه ضایع کوه.
نریوس ، رستاک ، او کیتهنا ټولو د ریونا دا وړاندیز و مانه ،نریوس دخپله ځایه پورته شوه او ریونا یې له لاسه و نیوله ،او دخپلې حویلۍ په لور روان شول . ټول هغه څه چې نریوس غوښتل له ځانه سره یې یوسی ، هغه یې سره را ټول کړل ، ویي تړل ، نریوس خپل کوچنیان اوخپله مور هم له ځانه سره را روان کړل ،دې حویلۍ ته یې راوستل اوبیا رستاک ، کیتهنا او نورو ټولو یو ځاې د تللو له پاره تیارې ونیو .
په همدې ورځ په داسې حال کې چې لمر ډوبیدو ته نژدې و ریونا دخپلې حویلۍ دچت څخه راښکته شوه .
دچت نه لاندې په ډیره بیړه راکیوتله، دهغې مور او نریوس دواړه په دې وخت کې هلته په میلمستون کې ناستې وې ،د نریوس مور پربیسا هم دهغوې تر څنګ هملته ناسته وه . دواړو کوچنیانو هلته د حویلۍ په انګړ کې لوبې کولې ، رستا ک په اسونو د زینونو د ایښولو نه وروسته په توبرو کې دخوراک اوڅښاک شیان په ځاې کول . په همدوخت کې ریونا د لیونۍ په څیر میلمستون ته را ننوته ، او یو نا څاپه د خپلې مور کیتهنا څخه یې د ډیرې خوشحالۍ نه غیږه چاپیره کړه او ورته یې وویل :
مورې ! هغوې راغلل ،…..هغوې راغلل مورې !
د ریونا حال عجیب ډول و ، کیتهنا ،پربیسا ، نریوس ټولو وکتل چې د هغې په سترګو کې د خوشحالۍ اوښکې را روانې دي ، په څیرې یې د حیا ، شرم او خوشحالیو پردې یو عجیبه شانته انځور وړاندې کړې و، په همدې وخت کې کیتهنا ریونا د خپله ځانه را چاپیره کړه دهغې تندې یې ښکل کړ او بیا یې ورته وویل :
څوک راغلل لورې؟ زه چا تا دومره خوشحاله او خندانه وینم لورجانې ! نو زه دومره ډاډ منه کیږي چې په خوله یې نشم ویلي .
ریونا د خپلې مور کیتهنا په څنګ کې کیناسته ، او هغه ته یې په ډیره پټه توګه وویل :
«علي پاشا را روان دې مورې ! زه پاس په چت باندې ولاړه و م ، چې ما وکتل چې د سلطان بایزید او علي پاشا لښکر زمونږ د کلی په لور راغې ، هلته سلطان هغوې ته د دریدو حکم وکړ ، ما لښکر ته په ډیر غور او دقت سره کتل ، زه هیله منده یم چې علي پاشا به ارومرو زمونږ پسې دلته کلي ته راشي ، مور ې ما کتل چې یو سپور د لښکر څخه را ووت او زمونږ دکلي په لور را روان شو . خوکله چې هغه را نژدې شو ما و پیژانده چې هغه علي پاشا دې . مورې ! تر لږې شیبي به هغه دلته حویلۍ ته را ننوځي .
دریونا په دې خبره دهغې مور کیتهنا ، پربیسا او نریوس ټول ډیر زیات خوشحاله شول . نو ریونا یوځل بیا به خبرو پیل وکړ .
اې مورجانې ! که تاسې یې څوک بده و نه ګڼۍ ،نو زه به د حویلۍ د بیرونۍ دروازې څخه بیرون ووځم او دعلي پاشا د آس واګې به ونیسم، اوهغه په حویلۍ ته له ځانه سره یو ځاې را ننه باسم . مورجانئ ! زه به داسې هیله وکړم چې تاسو ته په د ې اړه کوم اعتراض نه وي .
په دې وخت کې کیتهنا په ډیر تیز و سترګو سره ریونا ته وکتل اوبیا یې دهغې پر سر باندې لاس راښکود او ورته یې وویل :
ریونا جانې لورې !ته خوبلکل لیونۍ او هوایې شوي یې . که چیرې ته د حویلۍ دبیرونۍ دروازې څخه بیرون وځي او د علي پاشا ښه راغلاست کوي اودهغه د آس واګي ترې اخلی او له ځانه سره یو ځاې یې حویلۍ ته را ننه باسې ، نولورجانې ! څوک به ولی اعتراض کوي ؟ ځکه چې اوس خو ته او علي پاشا دواړه یو له بله سره منسلک شوي یاست ، لورجانې ! علي پاشا ستا او ته د علي پاشا امانت یاست ،نو بیا به څوک ولي تا د علي پاشا د استقبال نه منه کوي . لورې ! تا ته اجازه ده ، شاید ستا اشاره به ستا دپلار په لور وي چې هسې نه چې هغه اعتراض و نه کړي نو واوره چې هغه به هم هیڅکله هم په دې خبره اعتراض و نه کړي . که چیرې ته د حویلۍ نه بیرون دخپل علی پاشا استقبال کوې ، اوهغه دخپله ځانه سره یو ځاې راوړې نو یاد ساته چې په دې اړه به ستا پلار هم ډیر زیات خوشحاله او ډیر زیات ډاډ من شي .
دکیتهنا ددې ځواب څخه ریونا د خوشحالۍ څخه ډیره و غځیده ، په دې وخت کې نریوس هم ریونا ته مخ کړ او ورته یې وویلې :
ریونا خورې! مونږ ټول به دلته په انګړ کې ولاړ یو ، ته د بیرونۍ دروازې څخه ووځه ، دعلي پاشا استقبال وکړه او هغه له ځانه سره حویلۍ ته را ننه باسه .
کیتهنا تر اوسه پورې دخندا نه شنه وه، هغې هم یو ځل بیا ریونا ته وکتل او ورته یې وویل : ریونا جانې لورې! ورځه چې علي پاشا به را رسیدونکې یې ، زه به دې پلار هم پرې خبر کړ م.
دهغې په دې خبره ریونا سمدستې پورته شوه ، خپل کالي او ځان یې و څنډه اودحویلۍ بیروني دروازې ته ولاړه ، هلته بیرون و دریده ، کیتهنا د میلمستون څخه راووتله ، اود آسونو د اخور په لور ورغله. نریوس هم د خپلې مور سره یو ځاې دحویلۍ په انګړ کې ولاړه وه. کیتهنا د آسونو اخور ته راغله ،او رستاک ته یې وویل:
ته د څه وخته راهیسې دلته د آسونو سره مشغول یې ؟ ایا د آسونو له پاره توبرې او د خوراک سامان لا تراوسه نه دې تیار شوې ؟
په ځواب کې یې رستاک په داسې حال کې چې د یوه آس په غاړه یې لاس واهه وویل :
کیتهنا! دخوراک توبرې خو ما ډیرې پخوا ډکې کړې دي، خو زه دلته د آسونو تر منځ ولاړ وم ،کیتهنا! داسې و ګڼه چې د آسونو تر منځ په دریدولو او آسونو ته په کتلو کې ډیر زیات خوند او مزه ده . نن زما دخوښیو حد نه شته ، ځکه چې سلطان بایزید ا وعلي پاشا دلته راځي اومونږ ټول د هغوې سره یو ځاې د بروصې په لور درومو.
کیتهنا ! ته پوهیږې چې زما یواځې یوه لور ده ،اودهغې د خوشالیو ، دهغې د هیلو او ارزوګانو ، اودهغې د غوښتنو دپوره کولو وخت را رسیدلې دې ، نو داسې یې و ګڼه چې په دې ورځوکې زه دومره زیات خوشحاله یم چې د هغې اظهار په خوله نه شم کولې .
درستاک ددې خبرو په اوریدو سره کیتهنا مسکۍ مسکۍ کیدله ، هغه ته یې کتل او بیا یې هغه ته مخ کړ او ورته یې وویل :
اوس خو د آسونو د اخور څخه راووځه ،ریونا په ډیره بې قرارۍ سره د علي پاشا انتظار کاوه ، او تر ډیره وخته پورې په چت ولاړه وه . همدا اوس هغه په یوه منډه را کیوته ، هغې وویل چې سلطان بایزید اوعلي پاشا لښکر زمونږ کلي ته د رارسیدو سره سم دلته تم شوې دې ، اوعلي پاشا د لښکر څخه را بیرون شوې او زمونږ دحویلۍ په لور را روان دې . ریونا غوښتل زما څخه اجازه واخلي چې که مونږ ه یې بده ونه ګڼو نو هغه به دعلي پاشا د ښه راغلاست له پاره بیرون ووځي اودهغه د آس واګې به په خپله و نیسي او دهغه سره یو ځاې به حویلۍ ته راننوځي. ما ریونا ته ددې خبرې اجازه ورکړه او اوس ریونا دحویلۍ څخه بیرون دعلي پاشا د استقبال له پاره ولاړه ده.
ددې خبرو څخه د رستاک پر مخ د خوشحالۍ رڼا را و ځلیده او هغه نه توانیده خپله خوشحالي پټه کړي ، هغه تر یوڅه وخته پورې ددې خبرو څخه خوند اخسته،او بیایې خپلې ښځې کیتهنا ته وویل :
دا خو تا ډیر ښه کار کړې دې چې لورجانې ریونا ته دې د علي پاشا د استقبال کولو اجازه ورکړې ده . واوره کیتهنا ! اوس خو ریونا زمونږ سره یو امانت دې ، او دا امانت به څو ورځې وروسته خپل اصلي مالک ته ورحواله کیږي . په دې خاطر په دې ورځو کې مونږ باید د ریونا د ډیرو وړو وړو غوښتنو خیال هم وساتو . فکر کوم چې مونږ هم باید د حویلۍ انګړ ته ولاړ شو او هملته دعلي پاشا ښه راغلاست وکړ و.
په ځواب کې یې کیتهنا وویل : ستا خبره سهي ده ، ریونا ما د حویلۍ نه بیرون استولې ده .او نریوس او پربیسا دواړه مور اولور د حویلۍ په انګړ کې ولاړ ې دي ، زه خو وایم چې ته هم ژر راشې ، تر څومونږ دواړه میړه او ښځه هم د هغوې سره یو ځاې هملته ودریږو . په دې خاطر چې علي پاشا زمونږ له پاره اوس هر څه دي. رستاک د کیتهنا خبره و منله و او بیا دواړه میړه او ښځه د آسونو د اخور څخه را ووتل او د حویلۍ انګړ ته راغلل او هلته د پربیسا او نریوس سره یو ځاې د علي پاشا د ښه راغلا ست له پاره ودریدل.
ریونا د خپلې حویلي د دروازې نه بیرون په ډیره بې قرارۍ سره دعلي پاشا انتظار کاوه ، یو نا څاپه یې وکتل چې د کوڅې په کږلیچ کې علي پاشا په خپل اس باندې سپور را ښکاره شو. دهغه په کتلو سره ریونا په مخ باندې مسکا را و ځلیده علي پاشا هم وکتل چې هغه دحویلۍ په دروازه کې دده د استقبال له پاره ولاړه ده . په دې وخت کې ریونا دخپلو نازکو مړوندونو په خورولو سره علي پاشا ته په ډیره خندانه خوله باندی ښه راغلاست ووایه .
دعلي پاشا له پاره دا ټول هر څه نوي و. هغه په خپل آس باندې سپور هره لمحه را نژدې کیده ، ریونا ته په رانژدې کیدو سره هغه د اسه کیوت ، هغه وکتل چې دهغه د راتللو په وجه دریونا مخ او څیره د محبت نه د ډکې میاشتې په څیر ګرزیدلې وه ، دهغې په سترګو کې د محبت او الفت هیلي د ورایه ځلیدې .
د رانژدیکیدو سره سم کله چې علي پاشا د خپله آسه راکیوت ، نو ریونا په ډیره منډه ور وړاندې شوه او هڅه یې کوله دعلي پاشا نه د آس واګې په خپل لاس کې واخلي ، خو علي پاشا هغې ته دخپل اس واګې ور نکړې ،هغه ریونا ته وویل :
ریونا! دا ستا کار نه دې ، زه په خپله خپل اس دننه وړم ،
تر لږ څه ځنډه علي پاشا په ډیر غور سره ریونا ته وکتل او بیا یې ورته وویل :
ګوره ریونا ! دا ښه نه ښکاری چې ته زما د آس واګې و نیسې او حویلۍ ته یې یوسې ، اخر ستا مور او پلار به څه فکر کوي؟
په ځواب کې ریونا ورته سمدستي وویل : هغوې به څه فکر کوي ؟ علي پاشا ! اوس خو زما په ذهن او ځواکونو کې د میني اومحبت یوه نه پناه کیدونکې جذبه را ولاړه شوې ده ، نو ولی زه په خپله ستا د آس واګې په لاس کې ونه خلم او دننه حویلۍ ته یې یونه سم .
دریونا دې خبرو په علی پاشا کې عجیب شانته احساس را پیدا کړ خوبیا یې په ډیر خوږ اواز سره ریونا ته وویل :
ریونا! نن ماته ډیره بدله بدله شانته ښکارې ، ستا په لهجې کې یو نوې جرأت او ستا په خبرو کې یو نوې انداز دې .
ریونا په ځواب کې په زوره زوره وخندل او ورته یي وویل : علي پاشا !زما حبیبه !دا خو هیڅ هم نه دي ،تر اوسه خو زه په دې کور کې ځانته اوسم ، کله چې ته له ماسره واوسي ،نو زه تا ته ډاډ درکوم چې زه به دزمکي تر تله پورې را وسپړم ، تر اسمانه به څیرې کړم ، او ستا په لیندۍ کې به غشې شم او ستا د تورې تیره ژۍ به شم او ستا ددښمنانو ټولې دسیسې به دخاورو سره خاورې کړم .
دریونا په دې خبرو باندې علي پاشا په زوره وخندل او ورته یې وویل : ریونا ! ته خوډیره وینه تویونکی معلومیږي ، زه خو ستا ددې خبرو څخه وویریدم او ماته ترې ویره احساس شوه .
په ځواب کې ریونا یو ځل بیا هغه ته په زوره وخندل او علی پاشا ته یې وویل : زما په فکر چې مونږ باید حویلۍ ته ولاړ شو ، هلته زما د پلاره نه اخوا ، زما مور کیتهنا ، نریوس دهغې مور او کوچنیان ټول ستا انتظار کوي .
ددې خبرې سره یو ځاې ریونا د علي پاشا د آس واګي په لاس کې واخستي او دحویلۍ په لور روان شو.هغې د حویلۍ دروازه پرانسته ،او انګړ ته ور ننوتل ، علي پاشا دهغې تر شا شا روان و . دعلي پاشا په کتلو سره سم رستاک را منډه کړه او علي پاشا ته ور غاړې وت ، هغه یې په تندې باندې ښکل کړ ، د هغه وروسته د هغې ښځې کیتهنا د علی پاشا سره په ډیره مینه روغبړ وکړ . بیا نریوس هغه دخپل ځان سره را و نغاړه اودهغه تندې یې بیا بیا ښکلاوه ، همدا راز د نریوس مور هم ورسره ډیره مینه وکړه . ددې وروسته علي پاشا دکندام او خیسار دواړو کوچنیانو په لور ورغې او بیا بیا یې دهغوی سره مینه وکړه او ښکل یې کړل . تردې وخته پورې ریونا دعلی پاشا آس په اخور باندې د تړلو له پاره روان کړې و چې علي پاشا ورته په ډیره مینه وویل :
ریونا ! زما آس هلته اخور ته مه وړه ،زه دلته نه تم کیږم ، زه راغلي یم چې تاسې ټول له ځانه سره یوسم . سلطان بایزیدیلدرم د خپل لښکر سره یو ځاې ستاسې دکلي څخه لږ اخوا زمونږ انتظار کوي ، زمونږ لښکر دلته پړاو نه کوی ؤ، زما دبیرته ستنیدو سره سم لښکر د بروصې په لور روانیږي ، په دې خاطر زه ستاسې څخه غواړم ، چې د وخت د ضایع کولو پرته له ماسره یو ځاې حرکت وکړئ .
دعلي پاشا ددې خبرو په اساس ریونا هملته ودریده ، په دې وخت کې رستاک علي پاشا ته وویل علي پاشا!مونږ ټولو ستا له راتلو څخه دمخه د سفر له پاره ځانونه تیار کړي و ، هغه وخت چې ستا له لورې قاصد راغې نو هغه وخت مونږ د ځانونو په تیارولو باندې پیل کړې ، زویه ! اوس خو مونږ ستا د راتګ انتظار کاوه ، ریونا هلته په چت ختلې وه او ستا د لارې انتظار یې کاوه ، کله چې هغې ستا لښکر دکلي په لور د راتللو په حال کې وکوت او دهغې وروسته یې دا هم وکتل چې ته د خپل لښکر څخه را جدا او د کلي په لور را رهي یې نو هغه د حویلۍ څخه بیرون ووتله اوهلته ددروازې څخه یې بیرون ستا انتظار پیل کړ . تر څو هملته ستا استقبال وکړي . زویه ! که ته اوس بیړه کوې نو لږ ځنډوکړه مونږ هم له تا سره یو ځاې روانیږو .
ددې وروسته رستاک ریونا ته وویل : ریونا لورې ! ژر کوه ، وخت له لاسه مه ورکوه ، دعلي پاشا آس همدلته پریږده چې ولاړ وي ، خپل ټول سامان د آس د زین سره ونخلوه،د حویلۍ ټولې دروازې قلف کړه ، او رازۍ چې د علي پاشا سره یو ځاې حرکت وکړو .
د رستاک ددې خبرو سره سم ریونا ، نریوس ، اوکیتهنا ټول متحرک شول ، د اړتیا وړ سامانونه یې د اسونو تر زینونو پورې و نخلول ، آسونه یې د حویلۍ څخه بیرون کوڅې ته را وویستل ، رستا ک د کلي څو کسانو ته د حویلۍ دخوندي ساتلو دنده و سپارله ، او پخپله د علي پاشا سره یو ځاې په سفر روان شول.
علي پاشا ټول دخپله ځانه سره یو ځاې دسلطان او ولیعهد محمد تر ځایه پورې راوړل ، په دې وخت کې سلطان او زوې یې دوواړه دخپلو خپلو آسونو څخه را ښکته شوې و او لاندې ولاړ و . علي پاشا سلطان او ولي عهد سره د رستاک ، کیتهنا ، نریوس ، د هغې دمور پربیسا او دواړو کوچنیانو پیژندګلوي وکړه ، سلطان بایزید او ولیعهد محمد هم د رستاک سره په ډیره منیه روغبړ وکړ بیا سلطان بایزید ریونا څنګ ته راوړه او دهغې په سر یې د میني او شفقت لاس راښکود او هغې ته یې وویل :
زما لورې! ته ډیره د ښه نصیب خاونده یې چې تاته د علي پاشا په څیر یو مهربانه ملګری پیدا شوې دې . زما لورې ! زه هیله لرم چې علي پاشا به تا او ته به علي پاشا خوشحاله وساتئ ، د ریونا نه وروسته سلطان بایزید نریوس ځانته را نزدې کړه او دهغې په سر یې هم د شفقت او مهربانۍ لاس را ښکود ،او ورته یې وویلې :
نریوس لورې ! ما ته معلومه ده چې ستا خاوند کومو ظالمانو له لاسه وژل شوې دې . خولورې ! ته هم د ښه قسمت خاونده یې چې تا ته دعلي پاشا په څیر یو ورور په نصیب شوې دې ، لورې ! هیڅکله هم په دې سیمه کې ځانته ځان محسوس نه کړې ، مونږ ټول له تاسره یو .
دسلطان بایزید ددې همدردۍ نه ډکو خبرو سره سم د نریوس په سترګو کې اوښکې راغلې ، خو دهغې زغم یې هم را نه وړ او په سلګیو سلګیو یې وژړل ، علي پاشا دهغې په دې حال باندې ډیر غمګین شو ،سلطان بایزید یلدرم هم ډیر خفه شو ، خو بیا سلطان نریوس ته مخ کړ او ورته یې وویل چې :
نریوس لورې ! ته ژاړې ؟
نریوس دسلطان ددې پوښتنې په مقابل کې سمدستي خپلې اوښکې وچې کړې ، په خپله څیره یې خندا راوړه ، او ویې ویل : درونده سلطان ! په خداې سوګند : دا د خوشحالۍ اوښکي دي ، تر نن ورځې پورې هیڅ حکمران ، هیڅ سلطان زما په څیر غریبي کونډي ښځې ته دا ډول الفاظ نه و ویلي . ستا ددغه الفاظو په خاطر خپل ځان ډیر زیات سعادتمنده او نیک بخته ګڼم .
سلطان بایزید د نریوس څخه وروسته د کیتهنا او د نریوس د مور پربیسا د احوال پوښتنه هم وکړه ، او بیایې رستاک ته وویلی ، درونده رستاکه ! علي پاشا ډیروخت ستا په اړه ماته واي، زه په دې ډیر خوشحاله شوم ، چې تا خپل ټول جائیداد د نریوس د کوچنیانو په نامه کړې او نریوس دې دخپلې لور په ځیر د ځانه سره دیو ځاې اوسیدولو ژمنه کړې ده . رستاکه ! ستا دا پریکړه دومره ستر ه ده ، دومره لوړه ده چې هر څومره صفت یې وشي بیا هم کم دې . رستاکه ! واوره ، که چیرې ته زمونږ د لور نریوس د خوشحالیو دومره فکر کوي نو بیا دا هم یاد ساته چې ستا لور ریونا ته به په بروصه کې ددې نه زیاتې خوشحالۍ او اسانتیاو تیارې کړل شي ، که چیرې تا نریوس خپله لور ګرځولي ده نو بیا دا هم و لیکه چې د نن څخه وروسته ریونا زما لور ده او زما د لور په څیر به د بروصې په ښا ر کې اوسیږی.
دسلطان بایزید یلدرم ددې خبرو څخه ټول ډیر خوشحاله شول .نو بیا سلطا بایزید او ولیعهد محمد په خپلو اسونو باندې سپاره شول ، تر څنګ یې علي پاشا ، رستاک ، ریونا ، کیتهنا ، نریوس ، پربیسا او دواړه کوچنیان هم په خپلو خپلو آسونو باندې سپاره شول او دلښکر سره یې یو ځاې د بروصې په لور حرکت وکړ.
پرلپسې لري….