کور / تازه خبرونه / کندز:طالبان وايي دوه ټانکونه ويجاړاومرګ زوبله مو اړولي

کندز:طالبان وايي دوه ټانکونه ويجاړاومرګ زوبله مو اړولي

دچهاردرې ولسوال عبدالواحد عمر خيل ويب پاڼې ته وويل : چې نن دهغې جګړې په ترڅ کې ددجرمنې ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ وروسته له ماسپيښن نه رامنځ ته شوه دهغه پروينا دطالبانو په ډزوکې يوهټۍ وال ټپي شو جې ټپې دامهال په روغتون کې د درملنې لاندې دي . خو له بل لورې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيالراوبر ته وويل چې په دوه بيلا بيلو کمينې بريدونو کې دبهرنيانو دوه ټانکونه يي له منځه وړې، طالب وياند وړاندې زياتوې چې دماين په يوه چاودنه کې ديوټانک ټول سپاره کسان له منځه تللې ولې هغه يي د تلفاتوشمير په اړه کره مالومات نلري هغه زياتوې چې بل بريد په پنځوبجو رامنځ ته شوچې په پايله کې څلوربهرنې عسکر ووژل شول او 5 ټپيان شول خو تر دي دمه په کندوز ولايت کې ميشت جرمنيانو په دي اړه څه ندي ويلې همدغه راز دطالبانو وياند زياتوې چې دامام صاحب په ولسوالې کې هم يوټانک اوماين موندونکې موټر له منځه وړل شوي اوسپروته يي مرګ زوبله اړويدلې ده خوشمير يي تراوسه څرګند ندي.