افغانستان د جنوبي افريقا په وړاندي ۵ مى، د شپې 1:30 بجه

د لراوبر اداره | مې 4th, 2010


په نړيوالو شل اوريزو سياليو كې افغانستان ، هند او جنوبي افريقا په يوه يانې C  ګروپ كې دي، د ګروپ دوې لوبې تر سره شوي دي، چې هند له خپلو سيالو ډلو افغانستان او جنوبي افريقا څخه وګټلې.
كه څه هم افغانستان له هنده وبايلله خو افغان لوبغاړي وستايل شول او خلګو ورته شاباسى ووايه.
افغان روزونكي كبير خان ويلي په كومو شارټونو چې افغان لوبغاړي وسوځېدل د افغانانو لپاره نوي وو، او تر اوسه نه وو ورسره مخامخ شوي، ده ويلي چې پر دې  شارټونو يا بالونو به له لوبغاړو سره خواري وكړي.
د افغان لوبډلې تېز بالر حميد حسن هم ويلي چې له هند سره په لوبه كې يې ډېر څه زده كړي او  راتلونكې لوبې ته به سخته خواري كوي او دا لوبه به ګټي.
په چهار شنبه د افغانستان په وخت د ماښام پر لس  بجې به د سي ګروپ وروستۍ لوبه د افغانستان او جنوبې افريقې تر منځ ترسره كيږي، په دوى كې كه هره لوبډله لوبه وګټي نو سوپر ۸ لوبډلو ته به وځي.

د جنوبې افريقې لوبډله:
د جنوبي افريقې د كركيټ ملي لوبډله د نړۍ يو له ښو لوبډلو څخه ده، دا هېواد د آى سي سي، پوره غړى دى، يانې د ټيسټ او يو ورځنۍ لوبو سټېټس لري.
د دوه زره نهم كال د اكتوبر تر درېيمې پورې يې ۳۴۴ ټيسټ لوبې كړې وې، چې په هغوى كې يې ۱۲۰ يانې نژدې ۳۵% سلنه ګټلي دي.




همدارنګه يې تر دې نيټې ۴۲۶ يو ورځنۍ لوبې كړي چې ۲۴۶ يې په كې ګټلي چې نژدې ۶۲ سلنه جوړوي.
د جنوبي افريقا لوبډله ډېره پياوړې ده، او تېز بالران يې په نړيواله كچه پيژندل شوي دي، خو د دې لوبډلې په اړه په زړه پورې دا ده چې هر وخت تر پايلوبې يا نيمه پايلوبې ځان رسوي، خو د نړيوال كپ په ګټلو كې پاته راځي.
دې لوبډلې د ۲۰۰۶ د مارچ پر ۱۲ مه نېټه له اسټراليا سره په يوه ورځنۍ لوبه كې د ډېرو منډو نړيوال ريكارډ ټينګ كړ، دا لوبه چې د نړۍ په كچه تر ټولو ښه يوه ورځنۍ لوبه بلل كيږي جنوبي افريقې په كې په ۴۹.۵ اورونو كې ۴۳۸ منډې جوړې كړې.
په نړيوالو شل اوويزو لوبو كې دا هېواد تر دې مهاله ښه لوبېدلى دى، په ۲۰۰۷ كې تر سوپر اته پورې ورسېدى، او تېر كال تر منځنۍ پايلوبې پورې رسېدلى و.


لوبغاړي:
۱_ ګريم سميت، د لوبډلې كپتان دى ، پرانيستونكى او چپ لاسى بېټسمېن دى.
۲_ جاكويس كاليس، ښى لاسى بېټسمېن دى، تېز او كرار بالينګ هم كوي.
۳_مارك بوچر، ښى لاسى بېټسمېن او ويكيټ ساتونكى هم دى.
۴_ هرسچل ګيبس،هر اړخيز لوبغاړى دى، ښى لاسى بېټسمېن او ليګ سپين بالر دى.
۵_ چال لانګيويلدت، تېز او منځنى بالر دى.
۶_ ډېل سټين، تېز بالر دى.
۷_جون بوټا، هر اړخيز لوبغاړى دى، ښى لاسى بېټسمېن او آف بريك بالر دى.
۸_ جي پي ډوميني، ښى لاسى بېټسمېن او ښى لاسى آف بريك بالر دى.
۹_ اې بي دي ويليرز، ښى لاسى منځنى بالر دى.
۱۰ _ البي موركل،هر اړخيز لوبغاړى دى، چپ لاسى بېټسمېن، او ښى لاسى منځنى او تېز بالر دى.
۱۱_ لوټس بوسمن، ښى لاسى بېټسمېن دى.
۱۲_ مورن موركل، ښى لاسى تېز بالر دى او كله كله بېټينګ هم كوي، په بېټينګ كې چپ لاسى دى.
۱۳_جون ترون، تېز بالر دى، ښى لاسى بېټسمېن دى.
۱۴_ روري كلينويلدت، ښى لاسى بېټسمېن او چپ لاسى بالر دى.
۱۵_ رويلوف وان دير مرو، هر اړخيز لوبغاړى دى.
د جنوبي افريقا د لوبډلې روزونكى كوري وان دى.
د كركيټ څارونكي وايي كه چيرې افغان لوبډله هغه تېروتنې و نه كړې چې له هند سره يې په لوبه كې كړې وې، او يا هم تر پچې ګټلو وروسته لومړى جنوبي افريقا بېټينګ ته راوغواړي، كېداى شي له دوى سره ډېره مرسته وكړي.
څارونكي دا هم وايي كه چيرې دا ځل بېټسمېنان لږ  په ارامه لوبه وكړي او په لومړي سر كې تېزو بالرانو ته بالينګ وركول شي ډېره به ښه وي.
دا ښكاره خبره ده چې لوبډله به د لوبې تر مهاله پر هغو نويو تجربو تمرين كوي چې دوى ورسره د هند په لوبه كې مخ شول، همدارنګه به دوى ته دا ځل دا ډول لوبغالى او يا هم دا خبره نوې نه وي چې ګواكې  د لومړي ځل لپاره د يوې سترې لوبډلې او يا د كېمرو په وړاندې لوبه كوي، ټوله نړۍ يې ګوري او يا هم په لوبغالي كې ستايونكي نه لري.
خداى پاك دې دا ځل برى زموږ د لوبډلې كړي
راځئ په ګډه دعا ورته وكړو.

Copyright Larawbar 2007-2024