دCPJ دراپور تتمه (لومړۍ برخه )

د لراوبر اداره | مې 3rd, 2010


 

دژورنالیستانودمحافظت کمیټه يا Committee to.protect journalists یوه دنړۍ له پيژندل شویو رسنۍ څارونکو او دبیان له ازادۍ څخه ددفاع له ادارو څخه شمیرل کیږي دا اداره سره له دې چې کومه اجرایوي کړنلاره نلري مګر وخت ناوخت دنړۍ په مختلفو هیوادونو کې ازادو مطبوعاتو ته دورپیښو ستونزو په اړه غبرګونونه څرګندوي ،دژورنالیستانو دمشکلاتو په حل کې لاس کوي دغه راز هرکال په بیلابیلو مناسبتونو دنړۍ په ګوټ ګوټ کې درسنیو دوضعیت په اړه رسمي اعلامیې ،احصایې اوڅیړنیزراپورونه نشروي همدانن (دوشنبه )  چې دمۍ دریمه ده  له ژورنالستانو نه ددفاع دې ادارې دهرکله په څیریوځل بیا دمطبوعاتو دنړیوالې ورځې په مناسبت دنړیوال مطبوعاتي وضعیت په اړه خپل کلنی راپورنشرکړی دی  په راپورکې په غیرمعمولي ډول دنړۍ دیوشمیر سیاسي مشرانو دنومونو لست وړاندې شوی چې ګواګي دمطبوعاتي ازادۍ په وړاندې خنډ دي او ژورنالستانوته یي ګواښونه پیښ کړي دي  دیادونې وړده چې دې ادارې تیرکال هم په همدې ورځ خپل کلنی راپور وړاندې کړی وه خو دځینو سیاسي مشرانو په نومونو دصراحت په ځای یي دځینو هیوادونو له نومونو یولست تیار کړی وه چې ددوی له انده  دژورنالستانو لپاره ترټولو ناوړه کارځایونه بلل شوي وه .

ددې ادارې په هغه راپورکې چې دتیر۲۰۰۹ کال دمۍ په دریمه یي نشرکړ دکیوبا ،چین ،شمالي کوریا ایران او یوشمیرونوروامریکاضدهیوادونو نومونه اخیستل شوي وه او دا تور پرې پورې شوی وه چې ژورنالیستان خو یاپه کې ازادانه کارنشي کولای اوکه کوي یي نو باید ډیرسخت شرایط او ستونزې وګالي د CPJ په تیرکلني راپورباندې ډیری کتونکي له دې امله شکمن وه  چې له یوه مخې یې دمطبوعاتو په وړاندې دزورزیاتي او سانسورپه اړه خپله کړې سروې دهغو هیوادونو په اړه وه چې له لویدیځ په تیره له امریکایي سیاستونو سره خو یاصراحتامخالفت لري او یا ورسره دسیالۍ په فکر کي دي په راپورکې ترډيره یوازې په همدې هیوادونو تورپورې شوی وه او داروپا ،امریکااواسیایي وچې دځینوخاصو په اصطلاح غرب زده هیوادونو په اړه یې هیڅ هم نه درلودل .

لکه څنګه چې تمه کیده او له تیرکلونو نه تجربه شوي وه  په ډیر تاسف بایدووایو چې سږنی راپورهم نه یوازې داچې دتیرو هغو غوندې په کې خندني قضاوتونه شوي بلکې دیوه پارونکې لست په درلودلو سره له پخوانیو راپورونو هم یوګام وړاندې شوی دی په سږني راپورکې په منظم ډول دنړۍ تقریبا د۴۰ تنوبیلابیلومشرانو نومونه کتارشوي  اوپه پای کې قضاوت پرې شوی  چې د مطبوعاتو دازادۍ دښمنان دي په دغو څلویښتو تنو کې دروسیې ایران او چین دجمهورو رییسانوپه شمول دنړۍ دبیلابیلو هغو هیوادونو اوسازمانونو دمشرانو نومونه راغلي چې په یوه شکل داشکالو له امریکایي نړیوال ښکیلاک سره تربګني لري  ،دیادونې وړده چې راپور دنیمې هغې نړۍ په اړه چې دغربي ښکیلاک ترپوښښ لاندې ده  دپخوا په شان بیاهم ګونګ دی او دبیان دازادۍ په وړاندې دزورزیاتي  کوم جزي قضیه هم نه ترې لري .

سره له دې دژورنالیستانو نه ددفاع دغه کمیټه ځان ته یوخپلواک اوناپېیلی  سازمان وایي خو له سږني راپوره یي له غربي سیاسي اوتبلیغاتي ګټو سره پېیلتوب او اړ خ بازي دپخوا په پرتله ښه رابربنډه شوې ده ،دادې څنګه امکان ولري چې په سمه نیمه دنیا کې دې ژورنالستان بدبخته وي اوپه نیمه نوره  معلومه جغرافیوي محدوده کې دې هیڅ مشکل هم ونلري دغه راز دې هغه مزدور رژیمونه او کینول شوي ګوډاګیان هم له مطبوعاتو سره دچلندپه دنده کې سپینې پرښتې واوسي چې یوازې یې همدې نیمې (معصومې ؟؟) نړۍ اونړیوالو ته دملاتړ نسبت کیږي یاورسره سیاسي او ستراتیژیک روابط ولري  ،دااټکل که هرڅو افسانوي ښکاري مګرکه دCPJ  دراپورلیکونکو جنابانو سږنی راپورولولئ کټ مټ همداایجابوي .

دیادې شوې کمیټې په سږني راپورکې په افغانستان کې دازادو په مطبوعاتوپه وړاندې له ستونزو هم یادونه شوې او ترډيره  طالبان په دې ګرم شوي چې دمطبوعاتو په وړاندې ناسم چلندکوي چې  ددوی په وینا ( دری تنه بهرني خبریالان  )یي لاهم  په بندکې ساتلي نورداچې په دې هیوادکې امریکایانو یاافغانو متحدانو یې دمطبوعاتواو ژورنالیستانوپه وړاندې کوم ډول چلندخپل کړی ډيرڅه نه دی ویل شوي څنګه چې په یادشوي راپورکې دمطبوعاتوپه وړاندې دطالبانو دانحصارطلبۍ ؟؟ټول جزیات راغلي خو دامریکايي او دکابل ددولت  په ناسمو کړنو سترګې پټې شوي په دې لیکنه کې  به دراپورددې نیګړتیا دبشپړونې په پار تریوه حده  دغو له راپوره پاته تخلفاتو ته  هم اشاره وکړو ترڅومو په دې اړه دروان وضعیت یوواقعی انځور ترلاسه کړی وي .

(نوربیا)

Copyright Larawbar 2007-2024