ورځپاڼو ته کتنه

34 | مې 6th, 2010


سرنوشت:

دې خپلواكې ورځپاڼې په يو مطلب كې په پاكستان كې د ديني مدرسو په فعاليتونو بحث كړې او ليكلي، چې د پاكستان له دينې مدرسو نه په كال كې پنځه لكه ملايان فارغيږي، چې لس زره يى يوازې ترورستان وي.

ورځپاڼې په دوام كې د يو شمير كارپوهانو نظرونه هم راخستي او ليكلي، چې پاكستان په سيمه كې د اسلامي زده كړو مينه وال دغه مدرسو ته جذبوي، چې وروسته ترې د اسلام لپاره نه ، بلكې د خپلو ناوړه ګټو لپاره كار اخلي.

ورځپاڼې بيا په خپله سرمقاله كې د نيمروز د تيرې ورځې په حملو تبصره كړې او په دغه ولايت كې د ايران د لاس وهنو په اړه د ځايي چارواكو څرګندونو ته په اشارې ليكلي، چې ددغو حملو د پلانولو زيات شك هم په ايران كيږي.

هيواد:

دې دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په نيمروز كې د تيرې ورځې حملو ته په اشارې، چې پكې يو شمير خلك مړه او ژوبل شول ليكلي، چې د افغانستان د ښارونو په امنيتي سيسټم بايد له سره كتنه وشي.

ورځپاڼې په دوام كې ښارونو ته د وسلوالو نفوذ كول تر پوښتنې لاندې راوستلي او له امنيتي چارواكو يى غوښتي، چې دا مسئله په جدي توګه وڅيړي.

په ورځپاڼه كې د شمالي وزيرستان د روانې وضعې په اړه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې رپورټ هم راخستل شوې، چې پكې دغه سيمه د ترهګرو او افراطيونو د فعاليت مركز بلل شوې او ليكل شوي، چې د پاكستان پوځ له دوى سره معامله كړې.

خدمتګار:

دې نا دولتي ورځپاڼې هم په پاكستان كې د دينې مدرسو د فعاليت په اړه د واشنګټن ټايمز ورځپاڼې په رپورټ تبصره كړې او ليكلي، چې ددغو مدرسو واګې د پوځ او اى ايس اى په لاس كې دي، چې پكې د سياسي او مذهبي افراطيت زده كړې وركولې كيږي.

په ورځپاڼه كې د ولسي جرګې د راروانو انتخاباتو امنيت ته هم كتنه شوې او ليكلي، چې د اساسي قانون له مخې دا د دولت دنده ده، چې په هيواد كې د ازادو او عادلانه انتخاباتو لپاره خوندي چاپيريال رامنځ ته كړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د وروستيو سيلابونو زيان څيړلې او ليكلي، كه څه هم طبعي پيښې د افغانستان يوه دايمې ستونزه ده، خو د هغې د زيانونو د كمولو لپاره شډله مبارزه كيږي.

اصلاح او انيس:

دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړې دي.

انيس پخپله سرمقاله كې پدې موضوع بحث كړې، چې ايا اوس هغه وخت رارسيدلې، چې له طالبانو سره خبرې وشي.؟

خو اصلاح بيا په افغانستان كې د كرنې د ودې لپاره د اوبو د بندونو په جوړولو ټينګار كړې او هغه يى د پرمختګ او اقتصادي ودې اساسي عنصرونه بللي دي.

راه نجات:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا د افغانستان لپاره د ناټو د ملكي استازې په څرګندونو بحث كړې، چې پكې په سيمه كې د ترورزم د له منځه وړلو لپاره د افغانستان او پاكستان ترمنځ په همكارۍ ټينګار شوې.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا پاكستان ته د محمد يونس قانوني په مشرۍ د ولسي جرګې د پلاوي په ننني سفر بحث كړې او كه څه هم هغه يى يو ښه پيل بللې خو پوښتلي دي، چې ايا دا سفر به شته شكونه او مرموزو خوځښتونو ته د پاى ټكې كيږدي.؟

په ورځپاڼه كې د خلكو روان اقتصادي حالت ته هم كتنه شوې او ليكل شوي، چې د بې كارۍ او پراخې لوږې له كبله خلك د خوراكي موادو د رانيولو توان هم نلري.

هشت صبح:

دې نا دولتي ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې د پاكستان او ترورزم ترمنځ په اړيكو بحث كړې او ليكلي، كه څه هم دغه هيواد د ترورزم پر ضد د روانې مبارزې يو متحد بولي خو په سيمه او نړۍ كې په هره ترورستي پيښه كې پاكستانيان ښكيل وي.

په ورځپاڼه كې په ايران كې د افغانانو د اعدام په اړه د بهرنيو چارو د وزير د استجواب د ځنډيدو په اړه هم يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې دا هرڅه له واشنګټن نه د ولسمشر كرزي تر بيرته راستنيدو پورې ځنډول شوي دي.


واشنګټن ټایمز او نيويارك ټايمزنړېوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه ګڼ مطالب او تحليلونه خپاره كړي، چې جاناقا الكوزي ورته كتنه كړې.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې افغانستان ته د امریکایي پوځي روزونکو د استولو په اړه یوه مقاله لیکلي او د پیل په کرښو کې یي لیکي:

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس هدایت ورکړی، چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې په مقصد د موقتي چارې په توګه، نور۸۵۰ تنه پوځي روزنکي واستوي.

ورځپاڼه د امریکایي چارواکو په حواله لیکي: رابرت ګیټس ځکه دا پریکړه کړې، هغه کمښت پوره کړي چې د اروپایي هېوادونو یا متحدینو د روزونکو له امله رامنځ ته شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي: د امریکا دا پوځي روزونکي به د یوې محدودې مودې لپاره افغانستان ته واستول شي او ممکن د ۹۰ یا ۱۲۰ ورځو لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزنې چارې پر مخ بوزي.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت د ویاند جیف موریل خبره هم راخیستي چې وایي، دا دایمي حل یا چاره نه ده، بلکه موقتي طرحه ده.

په دې کار سره به د روزونکو هغه کمښت پوره شي، چې اروپایي متحدینو رامنځ ته کړى دی.

دا ۸۵۰ تنه روزنکي به ډېرژر افغانستان ته لاړ شي او مخکې له هغې، چې افغانستان ته د دیرشو زرو عسکرو وروستۍ جوپه ورسیږي، دا روزونکي به امریکا ته ستانه شي او موږ نه غواړو چې افغانستان ته د ولسمشر بارک اوباما د اضافي دېرش زرو عسکرو شمېر زیات شي.

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې، د عامو خلکو لومړۍ درجه دښمن – تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یي لیکي:

د پاکستان له ۱۱ زرو دیني مدرسو څخه په کال کې پنځه لکه ملایان فارغیږي، چې د دې کسانو شاوخوا لس زره یي جهادیان یا افراطیان دي.

د دیني مدرسو زياتره فارغان د شپاړلسو کلونوپه عمر وي، خو د خوښۍ خبره داده چې له دې وروسته هر پاکستانی، امریکا خپل دښمن نه ګڼي.

د ورځپاڼې په باور، د طالبانو سازمان چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یا اى، اس، اى پوره ملاتړ ورسره دی، د پاکستان د خلکو اصلي دښمن دی.

واشنګټن ټایمز وړاندي لیکي:

د پاکستان دیني مدرسې د سیاسي او مذهبي افراطیانو له خوا پرمخ وړل کیږي او په تعلیمي نصاب کې یي د پاکستان د حکومت د احکامو او اوامرو چندانې خیال نه ساتل کیږي.

په دیني مدرسو کې د وړیا اعاشې او اباتې او زده کړو له امله د پاکستان د ۱۷۵ میلونو نفوسو بې وزلې خلک ژرجزبیږي او حکومت دا توان نه لري چې ټولو خلکو ته د عصري معارف او زده کړو امکانات برابر کړي.

د پاکستان د دولت د بوديجې زیاته برخه د دې هېواد په پوځ لګیږي. د ورځپاڼې په باور، تر هغې چې د پاکستان دیني مدرسې په عادي ښوونځیو بدلې نه شي دا هېواد په هیڅ صورت د سوله خوښونکو هېوادونو په ډله کې نه شي درېدلاى.
دا کار په نورو لسو شلو کې هم ممکن نه بریښي، واشنګټن ټایمز د مقالې په وروستیو کرښو کې لیکي:

د دیني مدرسو بدلون د پاکستان د پوځ په لاس کې دی. د مدرسو زده کوونکي د بې وزلې قشرغړي دي او د پاکستان پوځیان اوس پوهیدلي چې مذهبي افراطیان یي له دی وروسته ملګري او متحدین نه دي.

Copyright Larawbar 2007-2024