نيوزيلنډي صدراعظم له خپلو سرتېرو سره وليده.

56 | اپریل 20th, 2010


د نیوزیلنډ صدراعظم له افغانستان څخه خپل نا اعلان سوی درې ورځنى سفر پای ته ورساوه.

د فرانس پریس په وینا جون کيې ویلي، چي هغه د خپلو ځواکونو سره د لیدو په خاطر، چي په افغانستان کي يې خپل ژوند په خطر کي، اچولی دی دغه هېواد ته تللی وو.

نیوزیلڼد دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲۱۰ سرتېري لري، چي په کابل او بامیان ولایتونو کي ځای پر ځای دي.

د نیوزیلنډ صدراعظم چي، له شنبې نه تر دوشنبې ورځې پوري، په افغانستان کي وو، له افغان ولسمشر، د نړېوالو ځواکونو له عمومي قومندان او د خپل هېواد له سرتېرو سره ولیدل او بامیان ته يې هم سفر وکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024