درې بهرني پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 4th, 2010


ناټو خبر ورکړ چی د هغوی یو عسکر پرون او بل یې هم نن د افغانستان په جنوب کی ماین ووژل خو د زخمیانو او معیوبو تعداد یې و نه وایه .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، ویل کیږی چی د امریکا د هوایی ځواک یو پوځی پرون په افغانستان کی خیبر ته نږدې مړ سو ، خو دا یې و نه ویل چی څنګه مړ سو . په دغو پیښو سره د ناټو عمومی تلفات ۱۷۴۷ ته ورسېدل چی د دې جملې څخه ۱۰۵۵ یې امریکایان دي .

Copyright Larawbar 2007-2024