د نيمروز پر ولايتي شورا وسله واله حمله وسوه

34 | مې 5th, 2010


د نيمروز ولايت له مرکز زرنج څخه تازه ورکړل سوي خبرونه وايي چي وسله والو طالبانو نن سهار پر يوولس بجې د ولايتي شورا پر وداني حمله کړې او تر اوسه هم جګړه روانه ده.
د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشري وايي وسله والو د ښار پر لومړۍ ناحيه، محکمې، مستوفيت او ولايتي شورا باندي حمله کړې چي تر اوسه هم روان دي.
د نوموړي په وينا د مرګ ژوبلي په هکله تر اوسه دقيق معلومات نسته، خو اووه تنه بريدکوونکي د پوليسو له خوا وژل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024