حميد حسن: د جنوبي افريقا سره لوبې ته خوشاله يو
د افغانستان د كركيټ ملي لوبډلې تكړه بالر حميد حسن په خپل بلاګ كې د نن شپې د لوبې په اړه چې د جنوبې افريقې په وړاندې ده، ليكنه كړې ده، دا يې هم پښتو ژباړه:
تيرې دوې ورځې مو په باربوډوس كې تيرې كړې دي، او د جنوبي افريقې په وړاندې د لوبې لپاره مو تيارى ښه روان دى.
نن ماښام به د لوبې په ځاى كې د څراغونو په رڼا كې تمرين وكړو، زه دې ته ډېر په بېړه كې يم چې لوبغالى د لومړي ځل لپاره ووينم. موږ تر دې وړاندې په شارجه كې د څراغونو په رڼا كې يو څه كركيټ كړى و، چيرې چې موږ د دې ټورنمينټ لپاره تيار شولو، نو دا به موږ ته څه ستونزه نه وي، چې رښتيا شي ما ته د مازيګرنۍ لوبې ماحول ډېره مزه راكوي.
د جنوبي افريقا سره لوبې ته خوشاله يو، او دا موقع په لاس راځي چې د ډېل سټين او جاكويس كاليس غوندې لوبغاړو په وړاندې لوبه كوو. زه به د لوبې په پاى كې وغواړم چې له ګريم سميت سره يو عكس واخلم، كېداى شي له هغه غوښتنه وكړم چې خپل كميس او لاسليك زما د يوه ملګري لپاره راكړي چې دى يې ډېر زيات خوښ دى.
موږ ټولو د جنوبې افريقا لوبه چې د انډيا په وړاندې وه وكتله، او زما په فكر ځينې نوي ټكي مو په نښه كړل، چې زموږ سره به د جنوبي افريقې په ماتولو كې مرسته وكړي.
په باربوډوس كې پاتېدل ډېر خوند راكړ، زموږ هوټل د سمندر غاړې ته نژدې دى، او زما ډېر خوښيږي، نژدې ډېر دوكانونه هم شته چې سړى ورتلاى شي او په كې ګرځېداى شي.
دلته لمر وي او هوا تر سينټ لوشيا ډېره سړه وي، د دې تر څنګ يو څه باد هم چليږي، نو دا به ډېره په زړه پورې وي چې وګورو دا شيان زموږ د لومړۍ لوبې په پرتله پر دې لوبه څونه اغېز كوي.
له هند سره تر لوبې كولو وروسته ډېرو خلكو پېژندلي يو، خلك راځي زموږ سره عكسونه اخلي او زموږ لاسليكونه غواړي او همدارنګه دعا راته كوي، چې موږ ته ډېر خوند راكوي.
رسنيو ته مو هم پام كړى دى، چې تر دې وړاندې مو دا كار نه كاوه، هغه بله ورځ مو يوه تمثيلي خبرې غونډه جوړه كړه، يوازې د ټوكو لپاره، تر څو د رسنيو د ځواب لارې زده كړو. زه له ريس احمدزي سره د مېز تر شاه كښېنستم او څو نور لوبغاړو د ژورناليستانو رول لوباوه او زموږ څخه يې پوښتنې كولې، دا ډېره خندوونكې وه.
ستاسو ټولو له پيغامونو نه مننه، تمه لرم چې موږ به له جنوبي افريقا سره ښه لوبه كوو.