کور / تازه خبرونه / ناپيژندل سوو کسانو د سپرلۍ پر موټربمي بريد وکړ

ناپيژندل سوو کسانو د سپرلۍ پر موټربمي بريد وکړ


 

كرمه ايجنسۍ كښې  نابلده كسانو د مسافرو پركوچ باندي  بم حمله وكړه اوله امله يې څلور تنه ژوبل شول دراپورونو ترمخه  دپاړا چنار څخه  پيښورته روان مسافر كوچ  مي كله سرې ته ورسېد نو نابلده كسانو ورباندې لاسي بم  ( هينډ ګر ينډ) وغورځاوه  چي چاودنه ورڅخه  رامنځته شوه په چاودنه كښې  څلور تنه ژوبل شول او نږدي رو غتون ته وليږدول شول پوليټيكل انتظاميه د پيښې په هكله پلټني كوي.