افغانستان د جنوبي افريقا څخه وبايلله

34 | مې 6th, 2010


افغانستان په شپاړسم آور کي ټول لوبغاړي د لاسه ورکړل، په ٥٩ منډو يې د جنوبي افريقا څخه وبايلله. افغانستان يوازي اتيا منډي جوړي کړې.
وا وا حميدحسنه نسي نظر، څلوريزه يې ووله.
افغانستان په شپاړسم آور کي ٧٥ منډي جوړي کړي دي، نهه لوبغاړي يې سوځېدلي دي.
حميدحسن افريقا په بله چکه ووهله، (شپږيزه يې جوړه کړه).
وروستى لوبغاړى شاهپور ځدراڼ دئ، چي د حميد حسن سره به بېټينګ کوې. يا خداىه پښې يې ټينګي کړې، په مټو کي يې قوت پيدا کړې. (آمين)
ميرويس اشرف پر ٢٥ باله ٢٣ منډو باندي وسوځل سو.
ميرويس اشرف دوهمه شپږيزه ووهله.
ميرويس اشرف شپږيزه ووهله، زموږ يو نيم ياران د مايوسۍ څخه بيده وه، په نارو د خوبه راويښ سوه.
ميرويس اشرف څلوريزه ووهله.
حميدحسن شپږيزه ووهله.
د جنوبي افريقا لوبغاړو تر لوبي دمخه ويلي وو، چي د افغانستان او هندوستان لوبه يې کتلې ده، او دوى به هغسي بالينګ وکړي چي افغانستان منډي نسي پر جوړولاى.
د جنوبي افريقا بالران ډېر خطرناکه دي، د افغان لوبغاړو خوږ ګوته يې موندلې ده، خاص يې اوږې ته بال ور غورځوي.
حميد حسن راغئ، افغان لوبغاړو په اتم آور کي اته لوبغاړي د لاسه ورکړي او ٣٢ منډي يې جوړي کړي دي.
سمېع الله شينوارى رن اوټ سو.
ميرويس اشرف د دولت احمدزي پر ځاى راغلى دئ.
ميرويس اشرف بېټينګ ته راغئ.
اصغر ستانکزى پر شپږو بالونو او درو منډو اوټ سو.
سمېع الله شينواري په فري هيټ کي شپږيزه ووهله، داسي ښکاري چي د افغان لوبغاړو پدل اوس هم نه دئ مات سوئ، تر سام لاندي دي.
سمېع الله شينوارى راغئ.
محمدنبي پر پنځه باله يوه منډه هم جوړه نکړه.
افغانستان تر اوسه پنځه آوره تېر سوي دي، پنځه لوبغاړي سوځلي دي او ١٤ منډي جوړي سوي دي.
د افغان لوبغاړو بالينګ ډېر ښه وو، په ټلوېزونونو کي يې د بالينګ صفتونه کېږي، خو داسي ښکاري چي نن يې په بېټينګ کي مزه نسته، له بلي خوا د جنوبي افريقا بالران په نړۍ کي په تېزو بالينګ مشهوره دي.
محمدنبي راغئ
يا خداىه دا څه حال دئ، خو رييس احمدزى هم اوټ سو.
مبارک، رئيس احمدزي څلوريزه ډالۍ کړه.
کريم صادق هم اوټ سو، څلور افغان لوبغاړي سوځېدلي دي.
نوروز منګل پر يوه منډه اوټ سو. اصغر ستانکزى راغئ.
نوروز منګل راغئ، په دريم آور کي اووه منډي جوړي سوي دي.
محمدشهزاد په شپږوبالونو کي دوې منډي جوړي کړې، پر افغان لوبغاړو د افريقايي بالرانو فشار ډېر دئ.
محمدشهزاد د نورعلي ځدراڼ پر ځاى راغئ.
نورعلي ځدراڼ پر اوله منډه اوټ سو، د جنوبي افريقا بالر ډېر خطرناکه دئ.
نورعلي ځدراڼ او کريم صادق بېټينګ ته ودرېدل. (قدم مو نېکمرغه)
افغانستان بايد پر يوه اور يا شپږو بالونو اووه منډي جوړي کړي.
تفريح تېره سوه، افغانستان بېټينګ ته راکښته سو.
============================================================================
جنوبي افريقا د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکل سويو شلو آورونو کي ١٣٩ منډي جوړي کړې.
واوا نوروزه، اووم نفر يې وسوځئ، دا يې دريم ويکيټ دئ، نسي نظر.
شاهپور ځدراڼ وروستي يعني شلم آور ته راغئ، بالينګ کوي.
د جنوبي افريقا شپږ سوځلي، ١٣٣ منډي يې جوړي کړي دي، حميد حسن درې افريقايي لوبغاړي سوځلي دي.
نوروز بيا کېچ ونيوئ، واوا د نامي زو. ډويمني يې آوت کئ.
اتلسم آور روان دئ، ١٢٣ منډي جوړي سوي دي.
جنوبي افريقا ١٠٦ منډي کړي دي، پنځه سوځلي دي. شپاړسم آور روان دئ.
د محمدنبي پر بالينګ شپږيزه ووهل سوه.
محمدنبي بالينګ ته راغئ.
د افغان لوبغاړو د بالينګ شروع سمه نه وه، خو اوس يې لوبه ډېره ښه روانه کړې ده، دوعاوي کوئ.
د حميد حسن صفتونه په ټلوېزون کي روان دي، نوموړي په درو آورونو کي اته منډي ورکړي دي.
د حميدحسن د بال سپيډ يا تېزوالى ١٤٢ اعشاريه درې دئ.
د جنوبي افريقا پنځه لوبغاړي سوځلي، ٩٠ منډي لري او پنځلسم آور روان دئ.
د حميد حسن په بال مارک باوچر اوټ سو.
حميد حسن بالنګ کوي.
افغان لوبغاړي يو بل ته په خوږ ه پښتو چيغې وهي، چې پر سړي ډېر خوږ لګيږي.
د جنوبي افريقا څلور لوبغاړي سوځلي، ٨٧ منډي لري، ١٣ اوره کي.
حميدحسن بالينګ کوي، د هندوستان سره په لوبه کي يې په څلورو آورونوکي ٨ منډي ورکړې،.
د حميد حسن قدم نېکمرغه سو، پر اول بال يې د جنوبي افريقا تکړه لوبغاړى، جيکويس کاليس اوټ کړ.
لوبه ډېره په زړه پورې روانه ده، افغانانو نه يوازې د جنوبي افريقا لوبغاړي بلكې ټوله نړۍ حيرانه كړې ده.
دعاوې كوئ چې خداى پاك نن لوبه په افغانانو وګټي.
له لوبغالي نه د افغانستان زنده باد نارې اورېدل كيږي.
جنوبي افريقا ٧٩ منډي جوړي کړي، يولسم آور روان دئ، درې نفره يې سوځلي دي.
جان پاول ډويمي راغئ.
د نوروز منګل په بال شهزاد ويکيټه ووهله. اې، بي، ډيويلير اوټ سو.
يوولسم آور روان دئ، ٧٤ منډي جوړي سوي دي.
سمېع الله شينوارى ښه بالنګ کوي، په يوه آور کي يې دوې منډي وکړې.
اتم آور روان دئ، ٥٨ منډي جوړي سوي، دوه افريقايي لوبغاړي سوځل سوي دي.
په وروستيو درو آورو کي افغان لوبغاړو نهه منډي ورکړې، چي اوس يې لوبه يو څه کنترول کړه.
سمېع الله شينواري په ټول آور کي يو رنځ ورکئ.
د ګرېم سميت پر ځاى، اې، بي، ډيويلير راغئ.
د جنوبي افريقا دوه سوځل سوي، پنځم آور روان دئ، منډي يې خورا ډېري دي، ٤٢ منډي يې جوړي کړي دي.
د محمدنبي په بال د نوروزمنګل په کيچ ګرېم سميت اوټ سو (د افغانستان کپتان د افريقا کپتان اوټ کئ).
د جنوبي افريقا د منډو اوسط ډېر لوړ دئ، په دريم آور کي يې ٣١ منډي جوړي کړي دي، يو نفر يې سوځېدلى دئ.
شهزاد ډېر ښايسته بال ونيوئ، خو څې کوې چي اوټ نسو.
شاهپور بيا بالينګ کوي.
ميرويس اشرف ولاړئ.
جيکويس کاليس د لوټس بوسمن پر ځاى راغئ.
د جنوبي افريقا يو نفر سوځېدلى، ١٣ منډي لري.
لوټس بوسمن د اصغر ستانکزي له خوا رن اوټ سو.
افريقا په يوه آور کي ١٢ منډي لري.
افغان لوبغاړو ته اول آور خوندور نه وو، جنوبي افريقا درې څلوريزي پکښي جوړي کړې.
افغان شاهپور ځدراڼ بالينګ ته ودرېدئ.
د جنوبي افريقا څخه لوټس بوسمن او ګرېم سميت بيټينګ ته ودرېدل.

د افغانستان ملي سرود وږغېدئ. لوبه د پيلېدو په درشل کي ده.

د لوبغالي ماحول ډېر زړه وړونكى دى، په لوبغالي كې د جنوبي افريقې او افغانستان بيرغونه ليدل كيږي، او د لوبغالي پر غټه پرده د افغان لوبغاړو تصويرونه هم ليدل كيږي.

د افغانستان د کرکيټ په لوبډله کي ځيني تغيرات راغلي دي، افغان روزونکى کبيرخان وايي هيله لري چي دغه لوبه به وګټي، د نوموړي په وينا د لوبغاړو روحيه يې قوي ده.
د نن ورځي لوبه افغانانو ته يو ډول، خو د ملي لوبډلي تکړه لوبغاړي رئيس خان احمدزي ته بل ډول ارزښت لري، ځکه نوموړى وايي د ويسټ انډيز سيالۍ به يې وروستۍ وي او تر هغه وروسته به له ملي لوبډلي څخه تقاعد واخلي او د کرکيټ لوبي ته به د نويو ځوانانو د روزني چاري پر مخ بيايي. د لوى خداى (ج) له درباره رئيس خان احمدزي او ټولو افغان لوبغاړو ته په نننۍ لوبه کي ښه بخت غواړو.

Copyright Larawbar 2007-2024