کور / تازه خبرونه / اقتصاد : ځیني اروپايي ملکونه د یونان په شان ستونزي لري

اقتصاد : ځیني اروپايي ملکونه د یونان په شان ستونزي لري

اروپايي کمېسیون خبر ورکړئ دئ چي د یونان د اقتصاد شاته تګ به د اټکل له مخي سږ کال ۳٪ وي . یورو په تازه ۱۳ میاشتو کي تر ډالر کښته وه او د صرافی اروپايي بازارونه هم و یونان ته د ورکول سویو پیسو له کبله برابر نه وه . ځیني ډاریږي چی په یونان کي اقتصادي برهان و نورو اروپايي ملکونو ته ونه غځیږي .


اروپایي کمېسیون زیاتوي چي د پرتګال اقتصاد سږ کال ۰،۵ ٪ پر مخ ولاړ په داسي حال کي چي تېر کال یې د اقتصاد شاته تګ ۲،۷ ٪ و. اقتصاد پوه یولین کېللو ویلي چي دا په اروپا کي په تیرو څو لسیزو کي تر ټولو سخت اقتصادي برهان دئ . نوموړی زیاتوي چي مشکل په دې ځای کي دئ چي هیڅ څوک نه پوهېږي چي ددې خرابي وضعي څخه ځان څنګه وباسو .


همداراز د اروپايي صرافي بازارونو یوه کارکونکي مطبوعاتو ته ویلي دي چي اوس باید ونه وایو چي نور اروپايي ملکونه باید ددې سره مخامخ نسي،بلکي باید دا وڅېړو چي نور ملکونه لکه هسپانیه او پرتګال څنګه ژغورلائ سو .


په تیرو نژدې وختونو کي اروپايي اتحادیې او IMF یونان ته د ژغورلو په خاطر تقریبا ۱۱۰ میلیارډه یورو ورکړې، خو اوسمهال پرتګال او هسپانیه هم د یونان د مشکلاتو په شاني ستونزي لري .