کور / تازه خبرونه / کرکيټ: پاکستان له انګلستان څخه ماته وخوړه

کرکيټ: پاکستان له انګلستان څخه ماته وخوړه

د نړۍ والو شل آوريزو سياليو د دوهم پړاو په لومړۍ لوبه کي پرون پاکستان انګلستان ته ١٤٨ منډي هدف وټاکئ.

د انګلستان لوبډلي پچه وګټله او پاکستان ته يې د بيټينګ بلنه ورکړه، چي پاکستان يې په مقابل کي د نهو لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ منډي جوړي کړې.

د پاکستان له خوا کامران اکمل ١٥، سلمان بټ ٣٤، محمدحافظ ١٨، عمر اکمل ٣٠، شاهد افريدي صفر، مصباح الحق ١٣، عبدالرزاق ١٠، فواد عالم يوه، محمدعامر ٣ او سيداجمل ١٣ منډي جوړي کړې.

تر تفريح وروسته د انګلستان مايکل لمب ٢٥، کريګ کيس ويټر ٢٥، کيون پيټرسن ٧٣(تر پايه ودرېد)، پاول کولنګ ووډ ١٦، ايون مورګن پنځه او لوک ريفت يوه منډه جوړه کړه.

انګلستان په شلم آور کي د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د پاکستان ټاکلى هدف پوره کړ او د سوپر اېټ په لومړۍ لوبه کي يې پاکستان ته په شپږو ويکټو ماته ورکړه.