د ناټو مخکني دوه وژل سوي پوځیان امریکایان وو

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 6th, 2010


پنتاګون وویل چی یو امریکایی عسکر پرون طالبانو په هلمند کی ووژﺉ خو دایی و نه ویل چی دا مارجه وه که بل ځای او آیا هغه مخامخ وویشتل سو او که ماین ووژﺉ .
پنتاګون وایی چی دوهم پوځی درې ورځی مخکی د کندهار په خاکریز ولسوالي کی ماین والوزاوه .
مخکی ناټو د دغو دواړو پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړی و ، خو نن پنتاګون هغوی دواړه امریکایان وبلل .
په دې سره د امریکایی پوځ تلفات ۱۰۵۷ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024