د سولي ملي مشورتي جرګه د غبرګولي پر اتمه جوړيږي

د لراوبر اداره | مې 8th, 2010


دسولې ملې مشورتي جرګې دجوړيدودتياري کميسون په خپره شوې خبرپاڼه کې ددغه جرګې دجوړيدونيټه دغبرګولي دمياشتې اتمه  ښودلى ده .

په خبرپاڼه کې ويل شوي دغه جرګه چې د ديارلسووتنوپه شاوخواکې ګډون وال به ولري په لست يې کار روان دى اودلوژستيکي اړتياوو په برخه کې بشپړتياى نيول شوى دى خبرزياتوي دغونډې ګډونوالوکې به دملې شوا ددواړو مجلسونو غړې،له ولايتونو اوولسواليوڅخه قومي مشران دمشرانو جرګې پخواني سناتوران،دکابيني غړې، سلاکار وزيران،دټولوکميسونواودخپلواکوادارو رييسان اودسترې محکمې غړي ګډون وکړي .

ددې ترڅنګ به په جرګه کې ديرش کوچيان،څلويښت دپوهنتون استادان،دمدنې ټولنواستازې چې لس تنه به پکې ژورنالستان وي ګډون ولري اودبهرنيوسفارتونواستازې اوپه کابل کې دنړيوالوموسسوکارکوونکي به هم دجرګې دپرانيستې اوپاى پرمهال ګډون وکړي .

په پام کې وه، چې د سولې ملي مشورتې جرګه د غويې مياشتې په دولسمه نيټه جوړه شوې واى ، خو دغه جرګه د ياد شوي کمېسيون د مسوولينو په وينا،د يو شمېر موجهه دلايلو له امله وځنډول شوه

Copyright Larawbar 2007-2024