کور / علمي / اتومي بمونه اومذهبي نومونه (درېيمه برخه )

اتومي بمونه اومذهبي نومونه (درېيمه برخه )

دجرمني هیواد ، نيټه : ٢/٢/٢٠٠٨


 سريزه:


دلیکنې  په لومړۍ اودویمه برخه کې دعيسوي اتوم  بم دپيښلیک په هکله مالومات وړاندې شو. دمقالې په درېیمه برخه کې دهستوي فيزیک ځينې بنسټيز اصطلاحونه تشریح کيږي ترڅولوستونکی په پاتوبرخوکې  بې له ستونځې  اوپه اسانی سره ورڅخه ګټه پورته کړي .


هستوي چاودنه يا فیزيون (Fission)


هستوي فیزیون یوه داسې فيزیکي کړنلاره ده چې د  اتوم هسته  يوحرارتي نیوترون جذب کوي او په پایله کې چوي . په نوموړې کړنلاره کې  چاودیدونکې هسته په دوه  سپکو هستوټوټه کيږي . په څنګ کې يې په منځنی توګه دوه اويا دری نيوترونونه اودفوتون ذرې منځ ته راځي .


پاتي برخه