کور / شعر / مكارزاهــد

مكارزاهــد

د شعر قدرمنو مينوالـــــــــو!


زه هڅه كوم چې خپل اشعارجوت اوښكاره وليكم خوابهـام په شعر كې هم ځانگړى ارزښت لري


دا چې په لاندې شعركې مې مكار زاهــد په پوره ډول په لوڅوكلماتو كې ټولنـــې ته ښـكاره كړى


دى علت يې دادى،چې زموږ عام وگړي ژر ورباندې پوه شي اوهغه جعلكاراوفرېبكارشيخان نور


دې افغاني ټولنې له مينځه څه گوښه كړي،كوم چې نه تنها زموږپه ټولنه كې دې فصاد منبع دي


بلكې دې اسلام له مقـــــــدس دين سره هم جفاكوي .مننـــــــــــه


                                مكارزاهــد


هـرلاس دې گران رســـا قامت ته نه شي رســــــــــېدلاى


     هرسر دې گل انــــــدامـــــــې تصوير نه شي رســمولاى


دې دار سرهـم بهــــــــــــــــا لري څه دومره وړيا نه دى


     هرگوډى دې پانسۍ په رســـــۍ نه شــــــــــي زنگېدلاى


هرڅوك به يوڅوتوري كړي راټول ځان ته به خوښ وي


     مېږى هم په كـــــكړو پښـــــو څو كرښـــــې شي ايستلاى


بلبــــل دى چې نغمـې په رنگارنگ گلــــــونو سور كړي


     بيزو نو بيـــــــــا له كـــــــــومه دې گلاب انځــوركيښلاى


شغال غونــدې دې دواړه لېنگـــي رپي رامـــــــــالوم يې


     داځان دې څنگه تك سور دې زمري په شـان رنگ كړاى


دابيا كومـــــې غونچې اورڼاگانـــــــې راته ستايـــــــــې؟


     بيگا شپه په محراب كې كـــــوم شيـــــــطان يې غولولاى


ملا صاحب تســـــبيح اړوه زانگه په خلــــــــــــــوت كې


     دې تورو زلفـــــــوټــــال ته دې لـــه كومه شوق راغلاى


ابلس غوندې تمامــــــــــــــه شپه په تورو چارو سريې


     ماخيال كاوه چې فــــــــــــــــــــــــي صبيلاﷲ يې لـږېدلاى


نن دلتــــــه سبا هلـــــته توس وهې په ټيټو ســـــــترگو


     بد فعـــــــــــله بد كرداره گــــــــرزې تل گرېوان شكېدلاى


زه نه وايــم چې شــيخ دې د گلـــــــرنگو صفـــت نه كا


      خو ځان يې دې ريـــا په ســــــــپين لباس كې دى پېچلاى


دې خــداى او دې رســول په لاره ســم ځه نقاب پوشه


   دې كلـــــــــــــي جنــــــــكيانو ته دې بيا گـــــودر نيولاى


پخوا به په زكات اوسرسايه بانــــــــدې پلــــــــــن وې


             ممــــــــبر كې دې نن ولــــــې دې شــــــهوت نيلى تړلاى


ته داسې فكر وكــــــړه چې غلمان او حورې ستا شول


        خپل مخ دې په هنــــداره كې هـــــــــم كومه ورځ ليدلاى


له خپلې شـــــــړه كۍ سره دې پښې غــــزوه ســـــم شه


     داستا تــوره مشــــــــوكـــــــه؟ او صنـــم ترگلاب ښكلاى


داچيته خوله او ستا كږې وږې سترگې چې گــــــــــــورم


            حيران شـــــــــــم وايـــــــــــــم څه نورې بلا يې زېږولاى


ماځكـــــــــــــه درته وېل چې نه دې تو يې نه دې كورې


         په بوســــــو كې ويـــــــــــــــــده اوسه ته بيا يې پاڅېدلاى


بې چرگــــــــــه به ســبا شي پښـــــــــتو تا ته اړه نه ده


         زمـــــــــوږغازيان پـــــه كار دي نه دې تا په شان رټلاى


په تا يې را شل مه كړې دې خوشـــال زامن لا ډېرشـته


      ته گــــــــــــــــرزه چــــــېرې لـــــرې له نرانو غلى غلاى


بنگړي واچوه لاس ته دې ايمـــــان اندېښــــــنه مه كړه


     دې تا په شـــــــــان موزيانو نـــه لــه پخوا پټكى لوېدلاى


ته څه لكـــــــــــه ملـــخ هسې نېغ نېغ ورته غورځېږې


                              صنـــم په تورو زلفـــــــــوكې دى ســـــور گلاب ټومبلاى


پينځه وخته چې تاســـو پسې لمـــــــــــونځ كاوه كمبختو


     هغـه مــــــــلا كـــــــــــوڅې ته لپلــــــــــــغړ دى راوتلاى


همـدومره به يې بس وي نن به نور څه نه پرې ليكـــــم


                        داټــــــــول وايي مكارزاهــد خداى هســــــــــې شرمولاى


بســــمل  يــم په ســپېڅلې پاكې مينــې مې اقـــراركـــړم


     دې گل په شـــــان تنكــــــى زړه مې په گل جانان بايللاى