کور / تازه خبرونه / نورستان:پر اړمنو خلکو مرستي وويشل سوې

نورستان:پر اړمنو خلکو مرستي وويشل سوې

افغان ملي پوليسو او په نوريستان ولايت کي د پي آر ټي يا ولايتي بيا رغونی ډلي له خوا په هغه ولايت کي له ولسي وګړو سره يو شمېر مرستي وسوې ، له کابله د ايساف له خوا په خپره سوې خپرپاڼه کي راغلي چي د نورستان ولايت د نرګرام  ولسوالۍ په لاوکر ، هليار ، ټوپک او ننګرېش په سيمو کي د ملي پوليسو او پي آر ټي ټيم له خوا له عامه وګړو سره مرستي وسوې .


خبرپاڼه زياتوي چي ولسي وګړو ته يې د هغوی د کوچنيانو لپاره د اغوستلو کوټونه ، لاسۍ ( دستکلې )  د کورنيو لپاره بړستني ، د اوبو بوتلونه ، د اوبو ستلونه  ورکړې تر څو له سخته يخه ځانونه وژغورلای سي . ايساف وړاندي ليکي چي دوی ماشومانو ته قلم ، پنسل او کتابچې او لويانو ته راډيوګاني هم ووېشلې . ايساف وايي چي دا د پي آر ټي او افغان پوليسو لومړی ځل نه دی چي دوی په نوموړې سيمه کي دا ډول مرستي کړي دي .