دیني عالم او مفتي، مولوي ګلرحمن «دیوبندي»، دفتواو یوه څنډه(۲)
بسم الله الرحمن الرحیم
ددروند عالم د خدمتونود دریچې څخه:
دستر دیني عالم او مفتي، مولوي ګل رحمن «دیوبندي»، دفتواو یوه څنډه :
د مشریکینو سره دائتلافي حکومت جوړښت :
دویمه او اخرې برخه : دوهمه برخه له دې ځايه لوستلائ سئ
. لکه چې فتح القدیر و بحر الرائق دا شک په دې توګه رد کړې دې :
(ای اذا غلب علې بلدة و صار دارهم دارالحرب والا فلا لان فیه تقدیر المرتد علې ردته و ذلک لایجوز «فتح القدیر ۳۰۷م مخ پنځم ټوک ، بحر ارائق پنځم ټوک ۲۱۹م مخ او همدا راز په نهر الفائق)
فتح القدیر لیکې چې : په هغه صورت کې د مشرکینو سره سوله کول مجاز ګڼل شوي ده چې مرتدین په یوه هیواد باندې داسې تسلط پیدا کړی چې هغه هیواد دارالحرب و ګرځيږي او که نه د هغوې سره سوله حرامه ده . ځکه دسولې په صورت کې مرتد په خپل ارتداد کې باقي پاته کیږي او په ارتداد کې د مرتد باقي پاته کیدل حرام دي . د الله شکر دې چې افغانستان تر اوسه پورې دارالاسلام دې او انشاء الله چې دارالاسلام به پاته شي . ( دافغانستان د دارالاسلام پاته کیدو په اړه د مفتي سنګر( زما دفتواو دکتاب ) په لمړۍ او دویمو ټوکونو کې په تفصیل سره بحث او څیړنه راغلې ده هغوې چې غواړي په دې اړه زیات معلومات تر لاسه کړي نو هغوکتابونو ته دې مراجعه وکړي .)
خوکه چیرې مرتدینو دارالاسلام په دارالحرب باندي نه وي تبدیل کړې نو بیا په هغه صورت کې دهغوې سره سوله کول حرام دي ، ځکه مرتد په ارتداد او زتدیق په زتدیقیت او منافق په منافقت او مبیحین په مباحت باندې باقي پاته کیږي چې دا کار روا نه دې .
امام سرخسې په خپل کتاب کې داسې پریکړه کړې ده : (قتل المرتد علې ردته حد قلنا لا یترک اقامة الحد لمنفعة المسلمین و لا یقبل منه عقد الذمة بالاتفاق و الا سترقاق و الذمة یتقاریان في لانه فې کل واحد الامرین ابقأ الکافر علې کفره لمنفعة المسلمین من مال و عمل « مبسوط سرخسي ۱۱۵ مخ لسم ټوک»)
امام سرخسې رحمة الله وایي چې د مرتد قتلول د شریعت له لورې یو ټاکلې حد دې ،نو د علماو په اتفاق سره مسلمانانو ته ددې حد ترک کول روا نه دي . او نه دا ډول ذمي بیرته ورکول کیږي او نه بندي کیږي ، ځکه ذمیت او بندي کول ، د کافر و پر خپل کفر د پریښوولو په معنا دي ( مقصد ترې هغه مسلمان دې چې مرتد شوې وي ). په اسلامي ټولنه کې دداسې وګړو پریښول روانه دي ، او بیا په ځانګړې توګه په اسلامي حکومت کې داسې وګړو ته برخه ورکول او دمسلمانانو په امورو کې دهغوې ګډون روانه دې لکه د قران دددې وینا له مخې چې « ودوا ماعنتم » کې راغلي دي .
څلرم دلیل : «وفي هذه الایة دلالة علې أنه لا تجوز الاستعانة با هل الذمة في امور المسلمین من العمالات و الکتابات . و قد روې عمر بن الخطاب انه بلغه ان ابا موسې اسستکتب رجلا من اهل الذمة فکتب یمنعه . »
(یا ایهاالذین اموا لا تتخذوا بطانة من دونکم – اې لا تردوهم الې العز بعد ان اذلهم الله تعالې – و ایضاًرواه هلال الظائي عن وسق الرومي قال کنت مملوکا لعمر رضي الله عنه – فکان یقول لې : اسلم فانک ان اسلمت استعینک علې امانة المسلمین فانه لاینبغي ان استعین عې امانتهم من لیس منهم – احکام القران للجساس دویم ټوک ۳۷م مخ )
احمد بن علي لیکي چې :دا آیت په دې حقیقت باندي دلالت کوي چې دمسلمانانو په امورو د اهل الذمه و ټاکل او ګمارل جایز نه دي ، اود لیل یي هغه واقعه وایي چې دسیدنا ابوموسې اشعري «رض» او سیدنا عمر «رض» تر منخ را پیدا شوې وه . پیښه دا ډول وه : چې سیدنا ابوموسې اشعري رضې الله عنه د اهل الذمه و څخه یو کس دخپل کاتب په څیر له ځانه سره و ټاکه ، خو سیدنا عمر رضې الله عنه هغه ته په کلکو ټکو یو لیک ور و استاوه ، په دې لیک کې یي لیکلي و چې : « د هغوې عزت مه کوئ چې الله جل جلاله ذلیل ګرزولي دي » ، لکه څنګه چې نن ورځ د افغانستان کمونستان الله جل جلاله ذلیل ګرځولي دي غواړی د نورو سره په مشارکت سره ځانونه عزتمند کړي په داسې حال کې چې دوې د مسلمانانو په امورو کې د ورګډیدو هیڅ حق نه لری .
حضرت وسق رومي وایي چې « زه د سیدنا عمر رضې الله عنه غلام وم ، سیدنا عمر رضې الله عنه به تل ماته ویل چې « مسلمان شه تر څو د مسلمانانو په امورو دې و ټاکم ، ځکه کافر د مسلمانانو په امورو نه شي ټاکل کیدې .»»
اقتضاء په ۵۹م مخ کې لیکي چې :
( قد رواه الو شیخ الاصبهاني في شروط الذمة – بأسناد جید – ان عمر رضې الله عنه کتب ان لا تکاتبوا اهل الذمة فیجري بینکم و بینهم المودة – ) شیخ اصبهاني لیکي چې : سیدنا عمر رضې الله عنه خپلو عمالو ته یو متحدالمال مکتوب و لیکه چې اهل الذمة دې د کاتبانو په څیر نه ټاکل کیږي ، ځکه دهغوې د ټاکلو له مخې به ستاسې او دهغوې تر منځ محبت را پیدا شي او ددې لارې به (د اسلامي دولت) د رازو اسرار کافرانو ته افشاء شي.
همدا راز داحکام القران په دویم ټوک ۳۶م مخ کې دا راز لیکي چې :
قوله تعالې ( لا تتخذوا بطانة )فنهې المؤمنین ان یتخذوا اهل کفر بطانة من دون المؤ منین و یستعینوا به فې خواص امور هم .
الله جل جلاله مسلمانان ددې څخه منه کړي چې کافران خپل راز داران و نیسي او یا دې یي په خپلو امور و کې را شریک کړي . نو په دې خاطر دکافرانو سره باید هر وخت ددوستۍ او نژدیکیدو څخه ځان و ساتل شي . همدار از اقتضاء په دویم ټوک ۳۴م مخ کې د همدې ایت د عنوان لاندی لیکي چې : ( و لا تتبع اهوآءهم و احذرهم ان یفتنوک ) روي با اسناد جید عن ابي موسې کان قلت لعمرا ان لي کاتباُ نصرانیاُ قال مالک قاتلک الله و ما ستمعت رسول الله یقول : « یآیهاالذین امنوا لا تتخذوا الیهود و النصارې اولیآء» الا اتخذت حنیفا قال قلت یا امیر المؤمنین : لې کتابته و له دینه قال لا اکرمهم اذا اهانهم الله و لا اعزهم اذا ذلهم الله و لا ادینهم اذا اقصا هم الله ) جوهر الفقه دویم ټوک ، ۱۹۱ مخ ))
روایت شوې چې ابوموسې رضې الله عنه حضرت عمر رضې الله عنه ته وویل : زه له ځانه سره یو نصراني کاتب لرم ، سیدنا عمر رضې الله عنه ورته وویل : الله دې تا هلاک کړي ، ایا د الله دا وینا دې نه ده اوریدلې ( یآایهاالذین امنوا لا تتخذوا الیهود و النصارې اولیآء)
سیدنا عمر رضې الله عنه ته مې وویل چې ماته دهغه کتابت دې او دهغه له پاره خپل دین . (یعنې زما یي کتابت په کار دې ددین سره یي کار نه لرم هغه پوه شه او دین یي ). ویي ویل : زه به هغه خلکوته چې الله هغوې ذلیل کړي دي هیڅکله عزت ورنکړم . او نه به هغوې چې الله ذلیل کړی دي دقدر وړ وګرځوم . او نه به هغوې چې الله لرې کړې د خپله ځانه سره را نژدې کړم . په دې اساس ، دسیدنا عمر رضي الله عنه د وینا څخه معلومیږي چې دهغوې نزدیکت حرام دې اوپه ځانګړې توګه د مسلمانانو په امورو د هغوې ټاکل او یا د مسلمانانو په امورو کې د هغوې را ګډول او د هغوې سره په ګډه د حکومت نظام جوړول .
په اقتضاء کې ددې ایت ( لست منهم فې شئ) په تفسیر کې لیکي چې دکافرانو څخه باید په ټولو امورو کې بیزاري وشي . همدار از جوهر الفقه په ۱۹۱ مخ کې د همدې اقتضاء په حواله لیکي چې:
( و قیل في الاقتضاء و ذالک یقتضي تبرءه منهم في جمیع الاشیاء ).
اوس نو انسان نه پوهیږي چې هغوې چې د کافرانو سره مشارکت کوي د الله ددې آیت او د هغه څه په اړه چې د ماسختن په هر لمانځه کې یي وایي ( نخلع و نترک من یفجرک ) په اړه به څه ځواب ورکوي . او څه شې به دوې ته د ارتداد نه ډیر بد وي ؟ لکه چې الله جل جلاله د منافقینو ، کافرینو او مفسدینو په اړه فرمایي :
(یآ ایهاالذین امنوا لا تتخذوا لکافرین اولیاء ) امام احمد بن علي ددې آیت تفسیر داسې کړې دې :
و اقتضت الایات النهې عن الاستنصار بالکفار والاتسعانة بهم و الرکون الیهم و هو ایضاً یدل علي انه لا تجوز الاستعانة با هل الذمة فی الامور التي یتعلق بها التصرف والولایة ) « احکام القران لجساس دریم ټوک ، ۳۹۱ مخ »
امام احمد بن علې رحمة الله وایي چې د کفارونه داسې استعانت غوښتل ، او هغوې ته داسې میلان کول او دهغوې سره د مسلمانانو په امورو کې داسې مشارکت کول ، چې تصرف او ولایت ټول دهغوې پورې اړوند شي ممنوع دې .
دروح المعاني تفسیر د (یآایهاالذین امنوا لا تتخذوا…..) تر تفسیر لاندې لیکي چې (و من الناس من استدل بالایات علې انه لایجوز جعله عمالا و لا استخدامهم في امور دیوان و غیره ) روح المعاني ۱۳۰ مخ دریم ټوک
امام سید محمود وایي چې :
د عامل په څیر د مسلمانانو په هیوادو کې د یوه کافر ټاکل او یا دمسلمانانو په دفترونو کې دهغه ټاکل جائز نه دي .
همدا اراز احکام القران دهمدې ایت ( یآایهاالذین امنوا لا تتخذوا ابآءکم و اخوانکم اولیآء ان استحبوا الکفر علي الایمان ) سورة التوبة . په تفسیر کې لیکي چې : وفیه نهي المؤمینن عن موالاة الکفار ولاستعانة بهم و تفویض امروهم الیهم و ایجاب تبری منهم و ترک تعظیمهم و اکرامهم سواء بین الاخوان فې ذالک .)
په دې آیت کې مسلمانانو ته اخطار وکړل شوی دې چې کافران خپل دوستان مه نیسۍ ، او نه ترې استعانت و غواړئ ، او نه ورته د مسلمانانو کارونه تفویض کړئ ، تاسې ته لازم دې چې دهغوې څخه ځان لرې وساتئ (یعنې بیزاري ترې وکړئ )، دهغوې درنښت او احترام و نه کړئ که څه هم هغوې ستاسو ورونه هم وی .
ددې آیت څخه دا ډاګیزه کیږي چې هغه د کافر ورور سره هم دوستي روا نه ده ، اوبیا هغوې چې مرتد شوي هم وي او په زور ، جبر او اکراه سره غواړی له تاسې سره مشترک حکومت جوړ کړی .
همدا راز احمد بن علي د الله ددې وینا په اړه ( یآ ایهاالذین امنوا لا تتخذو ا الیهود و النصارې اولیاء بعضهم اولیاء بعض) سورة مائده ، داډول تفسیر کړ ې دې :
و في هذه الایة دلالة علې ان الکافر لایکون ولیا المسلم لا في التصرف ولا في النصرة ویدل علې وجوب البراء من الکفار و العداوة لهم لان الولایة ضد العداوة واذا امرنا بمفادات الیهود النصارې بکفرهم فغیر هم من الکفار بمنزلتهم و یدل علې ان الکفر کله ملة واحدة ) احکام القران لجساس ۴۴۴مخ دریم ټوک .
الله تعالې فرمایلي دی چې : تاسې یهود او نصارې خپل دوستان مه نیسئ ، ځکه ددوې ځیني د ځینو نورو دوستان دي .
امام احمد بن علي وایي چې : دا ایة په دې دلالت کوي چې کافران هیڅکله هم ، نه په تصرفاتو کې او نه هم په بریاو او نصرت کې ، د مسلمانانو دوستان کیږي . همدا راز دا آیة په دې هم دلالت کوي چې مسلمان باید د کافر څخه خپله بیزاري اعلان کړي ، ځکه چې د ولایت (دوستۍ ) ضد دشمني ده اوکله چې مونږ د یهود و او نصاراو سره دهغوې دکفر په اساس په نه دوستۍ کولو مامور شوي یو، او دبله اړخه ویل شوی چې کفار یو دبل په څیر دې نو په دې اساس هغوې د مسلمانانو په مقابل کې یو واحد ملت دې .
نو باید وویل شي چې کمونستان ، منافقین ، زندیقان ، یهود، نصارې ټول د کفر یو واحد ملت دی ، اودکتاب الله د وینا په اساس ، او د تفاسیرو او نورو فتواو له مخې دا مجاز نه دی چې کافران دمسلمانانو سره په حکومت کې شریک کړل شي اویا وروسره ګډ حکومت جوړ کړل شی . همدا راز نبوی احادیث په دې دلالت کې چې د کفارو سره دشریک حکومت جوړول او یا د مسلمانانو په امورو کې د کفارو را یوځاې کول حرام او ممنوع دی ، ځکه دوې ددې ترڅنګ چې منافق او زندیق دي ، قدریه هم دي ځکه چې د الله د تقدیر نه هم منکر دي .
رسول الله صلي الله علیه وسلم د قدریه ( د قضا او قدر نه دمنکرینو ) په اړه فرمایي چې :
(عن ابن الخطاب رضې الله عنه : قال قال رسول الله صلې الله علیه و سلم « لا تجالسوا اهل القدرو لا تفاتحوا هم» ) مشکوة باب القدر و مرقات شرح مشکوة المصابیح ) – اې لا تحاکموا الیهم و لا تجالسوهم لان المجالسة تشتمل علی المواکلة و المؤالة و المحادثة و غیرها …مرقات لمړۍ ټوک ۱۷۹مخ .
پیغمر صلې الله علیه وسلم فرمایلي دی چې : د قدریه و سره مه کښینئ او نه ترې (دکومې خبرې په اړه ) پریکړه وغواړئ ، ځکه دهغوې سره کیناسته دهغوې سره د مواکلت ( یعنې یوځاې د خوراک څښاک ) او مؤانست ( دخپل منځي محبت ) او محادثې ( یعنې یو دبل سره دخبرو اترو ) سبب ګرځي .
دلته باید دا را په زړه کړو چې هغه وخت چې رسول الله صلې الله علیه وسلم مسلمانان د کفارو سره دداسې ناستې پاستې څخه منه کړی دي نو بیا به دا څه ډول مسلمان وي او کوم مسلمان به وي چې د کفارو سره دوستې وکړي اویا دهغوې سره د ګډ حکومت په جوړښت کې برخه واخلي .
پنځم دلیل : الله جل جلاله ددې ډول مفسیدونو په اړه فرمایي چې :
(انما جزاؤ الذین یحاربون الله ورسوله و یسعون فې الارض فسادا ان یقتلوا او یصلبوا او تقطع ایدیهم و ارجلهم من خلاف ….. المائده
په تحقیق سره دهغو خلکو جزا، چې د الله اودهغه د رسول سره جګړه کوي اوپه زمکه کې د فساد خپرولو هڅې کوي ، داده چې هغوې یا ووژل شي او یا په دار باندې را وځړول شي اویا یي لاسونه او پښې د مخالف لورې (ښې لاس او چپه پښه ، او چپ لاس او ښئ پښه ) پرې کړل شي .
نولازمه ده چې د الله جل جلاله دا حکم د افغانستان په زندیقانو او منافقینو (کمونستانو )باندي هم پلې کړل شي . ځکه هغوې د الله جل جلاله ددین د له منځه وړلو له پاره هڅې کوي او خلک د شیطان په لاره باندی را بولي ، په دې اساس دداسې کسانو له پاره د الله جل جلاله له اړخه دغه ډول جزا ټاکل شوي ده ، الله جل جلاله دهغوې ذلت غواړي خو هغه څوک چې دداډول وګړو سره ګډ حکومت جوړول غواړي نوهغوې دوې ته عزت ورکوي، چې دا په څرګنده توګه د الله سره جنګ کول دی ، نو دوې به خپل خداې ته څه ځواب ورکړی ؟
شپږم دلیل : که چیرې پوښتنه یواځې دا وی چې ایا د ګډ حکومت جوړول جواز لرې او که نه ؟ نوولې مونږ باید دهغو خلکو څخه و نه پوښتو چې د ګډ حکومت په جوړولو رضائیت لري په داسې حال کې چې دکفارو او منافقینو سره ګډ حکومت جوړول د الله تعالې د عذاب سبب ګرځي بلکه په حقیقت کې د الله تعالې سره دښمني ده . دابن کثیر تفسیر ددې آیت په تفسیر کې لیکي چې :
قال نهې الله تبارک و تعالې عباده المؤمنین ان یوالوا الکافرین ان یتخذوهم اولیاء یسرون الیهم بالمودة من دون المؤمنین ثم توعدهم علې ذلک فقال الله تبارک و تعالې : ( و من یفعل ذلک فلیس من الله فې شئ ) اې ومن یرتکب نهې الله من هذا فقد برئ من الله کما قال الله تعالې « یآایهاالذین آمنوا لا تتخذو عدوی و عدوکم اولیآء» الې قوله تعالې : « ومن یفعله منکم فقد ضل سواء السبیل » (الممتحنه )،
وایضاً قال الله تعالې (یآ ایهاالذین امنوا لا تتخذوا الیهود و النصارې اولیآء بعضهم اولیآء بعض ومن یتولهم منکم فانه منهم ….(العمران ).
ابن کثیر په لمړي ټوک کې په ۲۷۶م مخې کې لیکي چې : الله تعالې خپل مؤمن بندګان د کافرانو سره ددوستۍ نه منه کړی دي اوهغوې ته یي د کافرانو ددوستۍ څخه د لرې والې حکم کړې دې لکه چې فرمایي : هغوې چې د کافرانو سره دوستی وکړي نو داسې خلک د الله تعالې په ذمه کې نه اوسي ، یعنې هر هغه څوک چې ددې منهې عنه مرتکب و ګرځي نو الله تعالې ترې بیزاره کیږي ، لکه چې الله تعالې ویلي دی چې : اې مؤمنانو ! تاسې زما دښمنان او خپل دښمنان دوستان مه نیسئ . اوبیا ورپسې فرمایي چې : هر هغه څوک چې دا کار (د کافرانو سره دوستي ) وکړي نو هغوې په حقیقت کې د نیغې لارې څخه بې لارې شوی دی . همدا راز الله تعالې فرمایلي دي چې : اې مؤمنانو ! تاسو یهود اونصارا خپل دوستان مه نیسئ، ددوې ځیني د ځینو نورو دوستان دي ، خو څوک چې ستاسې څخه هغوې دوستان و نیسي نو په حقیقت کې هغه دهمغوې له ډلې څخه دې .
نو هر هغه څوک چې د کافرانو او ملحدینو سره ګډ حکومت جوړ کړي نو بیا دا ډول وګړی د الله تعالې له ذمې څخه وځي . ابن کثیر په دې هکله په ډیرو آیاتونو استدلال کړې دې . د الله تعالې د آیتونو څخه د احقیقت را څرګندیږي چې کافرانو ته دمسلمانانو د امورو ورسپارل او یا د هغوې سره ګډ حکومت جوړول حرام او ممنوع دي.
اووم دلیل : الله تعالې په دې اړه مسلمانانو ته خبردارې ورکړې دې لکه چې فرمایي : « ولئن اتبعت اهواء هم بعد ما جآءک من العلم انک اذا لمن الظالمین » ( البقرة ۱۴۵)
او که چیرې ته ، په داسې حال کې چې تاته پوهه درکړل شوي ،د هغوې د نفساني غوښتنو پیروی وکړې، نو بې له شکه چې ته به د ظالمانو څخه واوسې . امام احمد رحمة الله دا مبارک آیت دا ډول تفسیر او تشریح کړې دې : ( لا یتخذ المؤ مینن الکافرین اولیآء من دون المؤمنین ) «آل عمران ۲۸» –
فنهې بعد نهې عن مجالستهم و ملاطفتهم عن النظر الې اموالهم و احوالهم فې الدنیا ورې عن النبي صلي الله علیه وسلم انه قال : انا برئ من کل مسلم مع شرک ، فقیل : لما یا رسول الله ! فقال : لا ترې نارها . و ایضاُ قال علیه الصلاة وسلام : انا برئ من کل مسلم اقام بین اظهر المشرکین .
فهذه الایة و الاثار ذالة علې انه ینبعې ان یعامل الکفار بالغلظة و الجفوه دون الملاطفة و المانیة…… نهم مخ دویم ټوک .
مسلمانان دکفارو په غونډو کې دګډون څخه او دهغوې مالونو ته دخوشحالیدو او دهغوې د مالونو او دنیوي ژوند ته د هوسیدو څخه منه کړل شوی دي ، او په دې اړه یي د پیغمبر علیه السلام دا وینا دلیل راوړې چې فرمایلي یي دي : زه دهر هغه مسلمان څخه چې د مشرکینو سره په یوه ځاې اقامت کولو خوشحاله وی بیزاره یم . پوښتنه ورڅخه وشوه چې ولې یا رسول الله ؟ ویي ویل : « لا ترې نارها » ( ابوداود ).
دا ایت او دا حدیث په دې دلالت کوي چې باید مسلمان د کافر سره په درشتۍ سره معامله وکړي اودهغوې سره دې د نرمۍ او سهل انګیرۍ څخه کار نه اخلي .
جساس په تقیه کې دا ټکي داسې ورزیاتوی :
قال اصحابنا في کل امر کان فیه عزاز الدین فالاقدام علیه حتې یقتل افضل من الاخذ باالرخصة . الاترې ان من بذل نفسه لجهاد العدو فقتل کان افضل لمن …… و فې هذه الآیة وتفسیرها دلالة علې ان لا ولایة للکافر علې المسلم في شئ .. احکام القران للجساس دویم ټوک ۸۰م مخ .
علماو په یوه خوله ویلي دی چې : هر کار چې د مسلمانانو دعزت او عظمت سبب وګرځي که څه هم په دې لاره کې ووژل شي بیا هم دهغه کول لازم دی . ایا نه ویني هغه څوک چې په جهاد کې ددښمن په مقابل کې ځان قربان کړی ، دهغه سړې نه چې دجهاد نه تیښته کوي ډیر غوره دې ؟ او مبارک آیت په دې دلالت کوي چې کافران هیڅکله هم په مسلمانانو د ولایت فوقیت نه لري ، نو مسلمان به څنګه د خپلو مادي ګټو په خاطر دکافرانو او ملحدانو سره ګډ حکومت جوړوي . په داسې حال کې چې د کافرو سره د ګډ حکومت جوړښت د الله تعالې د قهر و غضب سبب ګرځي .
اتم دلیل : په نبوی احادیثو کې په دې اړه ډیر بحث شوې لکه چې پیغمبر صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي :
من تشبه بقوم فهو منهم » څوک چې د یوه قوم سره مشابهت غوره کړي نوهغه شخص به دهمغه قوم په ډله کې شمیرل کیږی .
همدا راز فرمایي چې : « من جاء مع مشرک وسکن معه فهو منهم » څوک چې د یوه مشرک سره ملګرتیا وکړي او بیا دهغه سره واوسیږي ، نو دا به دهمغه په ډله کې وی .
ددې نبوی احادیثو څخه په ډیره ښه توګه را څرګندیږي چې هر هغه څوک چې د کافرو سره په معاشره او ټولنه کې په اوسیدو خوښ وي او دهغوې سره همفکره وی نو بیا دا هم دهغوې له ډلې څخه دې .
امام بزازیة چې د مذهب ډیر باوري او مشهور کتاب دې لیکي چې :
« من وافقهم من المسلمین فهو فاسق » بزازیة علې هامش هندیه ، شپږم ټوک ، ۳۱۱ م مخ .
د مسلمانانو هر څوک چې د کفارو سره موافقت څرګند کړی اودهغوې سره ملګرتیا اختیار کړی نو هغه فاسق دې . نو کله چې یو سړې یواځې دکفارو سره دهغوې د کړنو په اړه موافقه هم وکړی فاسق ګرځي ، شهادت یی نه منل کیږي نو دهغه امارت او دمسلمانانو په امورو کې به یي ګډون څه ډول ومنل شي ؟
نهم دلیل : الله تعالې مسلمانانو ته په دې اړه فرمایي چې :
یآ ایهاالذین امنوا ان تطیعوالذین کفروا یردوکم علې اعقابکم فتنقلبوا خاسرین » آل عمران ۱۴۹ .
اې مؤمنانو ! که دهغو کسانو اطاعت وکړئ چې کافران شوي نو په خپلو پوندو به مو بیرته و ګرځوی ،نوزیانمن به وګرځئ .
لسم دلیل : اوس نو دلته یوه پوښتنه را پیدا کیږی چې که دافغانستان زتدیقان دا ادعا وکړي چې مونږ خو مسلمانان یو اودا آیت د کافرانو په اړه نازل شوې دې ، او دهغوې (کافرانو) ګډون یی منه کړې دې خو په واکمنۍ کې زمونږ ګډون روا او غوره دې . په دې خاطر باید اختلافات له منځه یوسو او ټول یو موټي شو …نو په دې اساس دا فتوې زمونږ په اړه سهي نه ده ؟
ځواب : مونږ به دداسې ادعاو په اړه وایو چې مونږ څو څو ځله دا واقعیت را په ډاګه کړې دې چې د افغانستان زندیقیان پرته له شکه مسلمانان نه دی ، دوې به قرانکریم ته دملایانو امصا ویله ، او دالله تعالې له اړخه رالیږل شوې دغه کتاب (قران کریم ) به یي تر پښو لاندې کاوه ، خویندې او نورې نجونې به یی یو څیر ګڼلې ، او د لمونځونو صفونو ته به یي د اوښانو لیکي ویلې ، نو که چیرې واقعیت همداسې وي لکه څنګه چې دوې کول نو بې له شکه چې دوې زندیقان دي . بلکه دي او دهغه نه اخوا اشد کافران هم دي . د زندیق توبه نه منل کیږی ، تر څنګ یی محمدي شریعت دداسې خلکو دژوندی پاته کیدو قایل هم نه دې او د امام ابو حنیفه رحمة الله مذهب په همدې حقیقت ولاړ دې . نو باید وویل شی چې دداسې خلکو سره دګډ حکومت جوړښت او یا د هغوې سره ګډ ژوند کول بلکل مجاز نه دی . که چیرې بالفرض په اوسني حال کې یو څوک دا زندیقان مسلمانان و ګڼي نو بیا به هم د هغوې سره مشارکت حرام او ممنوع وی ، ځکه دوې ظالمان دی او الله تعالې د ظالمانو په اړه فرمایی :
« ولا ترکنوا الې الذین ظلموا فتمسکم النار و مالکم من دون الله من اولیآء ثم لا تنصرون » هود ۱۱۳
او دهغو کسانو په لور،چې ظلم یی کړې دی ، میلان مه کوئ چې ، چې تاسې ته به هم اور در ورسيږي ، او تاسې ته دالله پرته نور دوستان نه شته ، نوله تاسې سره به نصرت و نه کړل شي .
دا د ظالمانو په اړه دالله تعالې وینا او دستور دې ، خو د افغانستان زندیقان (خلقیان او پرچمیان او …) ډیر ظالمان دی ، ځکه چې دوې د افغانستان دمسلمان ولس نژدې یونیم میلیون بې وزله وګړی په شهادت رسولي دي ، کلې او کورونه یي وران کړي دي او ابادئ، باغونه او زراعت یي په خرابو اوتباهیو باندی تبدیل کړي دي . د درې سوه زرو په شاوخوا کې یې د ولس بې وزله وګړی معیوب کړي او تر پنځوسو زرو زیات کوچنیان او ځوانان یی د الحادي علومو د زده کړې له پاره روسیې ته استولي دي .
په دې اساس داسې زندیقان هیڅکله هم مسلمانان نه دی او هر هغه څوک چې دوې ته مسلمانان وایي نو هغوې هم د اسلام ددایرې څخه وځي . او ددین ، ملت او وطن دداډول دښمنانو سره د ګډ حکومت جوړښت قطعاُ جواز نه لري .
یولسم دلیل : روح المعاني هر اقتدار غوښتونکي ته د همدې آیت ( و لا ترکنوا الې الذین ظلموا…)د تفسیر لاندې داسې لیکي چې :« اې لا تمیلوا الیهم ادنې المیل (الذین ظلموا ..) من وجد منه ما یسمې ظلما مطلقا و یشمل النهې حینئذ مداهنتهم و ترک التغیر مع القدرة والتزې بزیهم وتعظیم ذکرهم و مجالستهم من غیر داع شرعی و کذلک القیام لهم و نحو ذلک و مدار النهي علې الظلم .. وفې الحبر عن خیر البشر من دعالظالم بالبقاء فقداحب ان یعصې الله فې ارضه فیه ) روح المعاني دیارلسم ټوک ۱۵۴م مخ .
روح المعانی لیکي چې : « تاسې دظالمانو دوستۍ ته میلان مه کوئ » یعنې د هغوې لورې ته ډیر کم میلان هم مه ښیئ ، په خپل ټول توان دهغوې مانع و ګرځئ او دهغوې په لباس خپل ځانونه مه ملبس کوئ ، او پرته له کوم شرعې موجب څخه دهغوې خبرو ته اعتناء مه کوئ ، دهغوې په غونډو او مجلسونو کې ګډون مه کوئ ، او نه دهغوې په ګټه باندې دکوم کار د کولو له پاره قیام وکړئ . د عالمیانو غوره شخصیت فرمایلي دي : هغه څوک چې د یوه ظالم د بقا او پایښت له پاره دعا وکړی نو هغه دالله تعالې په زمکه دالله سره دښمنۍ ته ملا تړلې ده . همدا راز په یوه بل حدیث کې راغلي دي چې : ( عن اوس بن شرجیل انه سمع رسول الله صلې الله علیه وسلم یقول « من مشې مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام » مشکوة باب الظالم.
یعنې څوک چې د یوه ظالم سره ملګرتیا او د هغه ملاتړ وکړي او په دې ښه پوهیږې چې هغه ظالم دې نو هغه د اسلام څخه وتلې دې .
زه ددې څرګندو دلایلو او د سنتواوفقهې دپریکړې له مخې چې ددې آیت ( لا تجد قوما یؤمنون بالله و الیوم الاخر یوآدون من حآدالله ورسوله و لوکانوا آبآئهم أو ابنآئهم أو اخوانهم أو عشیرتهم اولئک کتب فې قلوبهم الایمان و ایدهم بروح منه ….. المجادله ۲۲» لاندې راغلې دي یوځل بیا را نقلوم او هغه داسې دي چې :
«بالآیة تبین انه لا یصح ان یوجد بین المؤمنین من یصادقون اعدأهم ولو کانوا هؤلآء الاعداء ابآء المؤمنین او ابناءهم او اخوانهم الاقربین ان حکم القرآن فې هؤ لآء الذین یعاونون مع الاستعمار و اعداء العرب و المسلمین و عامتهم و انهم لام یراعواحق الاسلام و لا حق التاریخ و لا حق الجوار و لا حق المظلومین و لا حق هذه المنطقة و لا حق مستقبلها و هؤلآء الخونة بتعریفهم هذا – قد باعوا انفسهم للشیطان و سجلوا علې انفسهم الخزي و العار خزې الدهر و عار الابد…» فقة السنة الموالاة منهې عنها .
دمطلب لنډیز دادې چې : ( که چیرې واکمني د مسلمان په لاسو کې وي نو بیا دې مسلمان واکمن ته دا جايز نه ده چې کوم کافر د مسلمانانو په امور و باندی و ټاکي ، که څه هم دا کس د هیواد اهل ذمه و له ډلې څخه وی . (ذمي هغه چاته ویل کیږي چې دخپل سر و مال دخوندی ساتلو له پاره اسلامی حکومت ته جزیه ورکوی) نو په محمدي شریعت کې دمسلمانانو په امورو د ذمي ټاکنه هم جواز نه لري .
کله چې یو ذمي کافر په یوه اسلامي هیواد کې د مسلمانانو په امور و باندی د ټاکل کیدو مجاز نه دې نو بیا خو کمونست او زندیق په هیڅ صورت دمسلمانانو په امورو کې ګډون نه شي کولې ، اوهغه مسلمان چې مرتد شي نو دهغه ژوندي پریښول هم مجاز نه دی .
هغه وخت چې ابوموسې د رسول الله صلې الله علیه و سلم له اړخه دیمن والي و ټاکل شو اوهغه هم یمن ته ورسید ، نو د یمن حاکم هغه ته یو مرتد شوې وګړې را وړاندې کړ، نو ابوموسې رضې الله عنه دا ډول و ویل :
« لا اجلس حتې یقتل قضاء الله ورسوله ، ثلاث مرات فامر به فقتل » رواه البخاري و مسلم و ابوداؤد و احمد.
زه به تر هغې کښیننم تر څو چې دا و نه وژنم ، دا د الله تعالې او دهغه د رسول علیه السلام حکم دې . دا خبره یی درې ځلې تکرار کړه ، نو دهغه د وژلو حکم یی وکړ او هغه یی هملته وواژه .
نو څرنګه چې یو مرتد په یوه اسلامي هیواد کې ژوندې نه شي پاته کیداې نو څه ډول به دهغوې سره شریک او ائتلافي حکومت جوړ کړل شی ؟ اویا به څه ډول مرتدین د مسلمانانو په امورو باندې و ټاکل شي ؟
بل ډول یي دادې چې یو مسلمان دکافرانو او مرتدینو سره دنده تر سره کوی لکه دافغانستان اوسنې حالت . نو شاه عبدالعزیز دهلوي رحمة الله علیه په خپل کتاب «فتاوې عزیزیه » کې لیکي چې : کله کله د یوه کافر مرسته په اجرت اخستلو سره کیږي چې دې کار ته په عرف کې نوکري وایی . او کله هم د اجرت د اخستو پرته کیږي چې دې ته مدد او کومک وایي . خو ددواړو ډولو له پاره همغه یو حکم دې ، یعنې که کفار د مسلمانانو سره قتل وقتال کوي اویا یې دمسلمانانو په وطن باندی قبضه او ولکه کړی وي نو دهغوې نوکري کول حرامه ده او دهغوې سره هر ډول کومک کول هم حرام او ناروا دي ، بلکه دکبیره ګناهونو په ډله کې دی .
ملحقات ( ۱۱۴ م او ۱۹۵ م مخونو) کې داسې لیکی چې : که چیرې د کافر نوکري کول و اویا د کافرو سره اختلاط لازم شې ، او په دې وضعه کې دهغوې خدمت تر سره شي او د ظلم سره اعانت وکړل شي لکه د کتابت او خدمتګارۍ او یا دهغوې عسکري کول … دا هر څه حرام دي . او که چیرې د مسلمانانو دقتل او یا د اسلامي نظام د له منځه وړلو او یا د کفر د ترویج له پاره نوکری وکړی … نو دا تر ټولو ستر ګناه ده . (ملحقات فتوې عزیزیه ))
خو که ددې ټولونامشروعو امورو سره سره د افغانستان جاه غوښتونکي او ماده پاله ، دپیسو او چوکۍ په مقابل کې دکفارو نوکري کوي نو دا کار د اسلامي شریعت له رویه حرام او ممنوع دې . په دې اړه دکوړه خټک د علماؤ هر اړخیزه فتوې لوستلاې شئ .
لاسلیک :
(مولوې ګل رحمن دیوبندی «رحمة الله تعالې » .)