ورځپاڼو ته کتنه

34 | مې 12th, 2010


په كابل كې خپرويدونكو ورځپاڼو نن هم تر ډيره خپل مطالب امريكا ته د ولسمشر كرزي سفر او له طالبانو سره د پخلاينې په برخه كې پورته شويو انديښنو ته ځانګړي كړي.

ملي ارمان:
دې نا دولتي ورځپاڼې په واشنګټن كې د افغان ولسمشر او د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې ترمنځ شوې ليدنې ته په اشارې ليكلي، چې ښاغلي كرزي له امريكايي چارواكو سره خپلې رسمي خبرې پيل كړې.
ورځپاڼې د همد مطلب په دوام له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه د افغانستان او امريكا دريځ ته كتنه كړې او د ولسمشر كرزي د وياند په حواله يى ليكلي، چې د طالبانو د جذبولو په برخه كې كابل او واشنګټن پخپله كې موافق دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د بشر د حقوقو د سازمان دا غوښتنه راخستې، چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په معامله كې بايد د ښځو حقوق قرباني نشي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان ولسمشر او د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې ترمنځ خبرو ته ځانګړې كړې او ليكلي، چې ښاغلي كرزي او هلري كلنټن په ټولو برخو كې د ستراتيژيكو اړيكو پر پراخولو ټينګار وكړ.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې د شتو ستونزو د هواري لپاره د امريكا او افغانستان په ګډو هڅو او ګډې ژمنتيا ټينګار كړې.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې دا خبردارې وركړې، كه چيرې امريكا د ترهګرۍ اصلي لاملونه له منځه يو نسي نو په كور دننه به له سترو ګواښونو سره مخ شي.
په ورځپاڼه كې د طالبانو د بيا ادغام طرحې ته هم كتنه شوې او د اسوشيټيد پريس خبري اژانس د يو رپورټ په استناد ليكل شوي، چې د ټيټې كچې طالبان ددې پروګرام پيليدو ته سترګې په لار دي.

هشت صبح:
دې نا دولتي ورځپاڼې هم له طالبانو سره په پخلاينه كې د ښځو د حقوقو د خوندي پاتې كيدو په برخه كې پورته شويو انديښنو ته كتنه كړې او دا پوښتنه كړې، چې له طالبانو سره پخلاينه په څه بيه ترلاسه كيږي، طالبان بدل شوي او كه افغان حكومت زن ستيزه شوې؟
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا د سولې په ملي جرګې بحث كړې او پدې جرګه كې د ښځو نه حضور ته په پام سره ليكلي، چې د ښځو په نه موجوديت كې ددې جرګې پريكړې مشروعيت نلري.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې د رسنيو د سرغړونو د څيړنې د كمسيون په ارزونې انتقاد كړې، چې وايي رسنۍ تاوتريخوالي ته لمن وهي او ليكلي، كه د كابل د خلكو مظاهره تاوتريخوالې دې نو د ايران د حكومت سړې وژنې ته څه نوم بايد وركړاى شي؟

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله تر ډيره د واشنګټن د ناستې په اجنډا بحث كړې او ليكلي، چې د ادارې اصلاح او ملكي امنيت ته پاملرنه ددې اجنډا اساسي برخه جوړوي.
خو اصلاح بيا ليكلي، چې افغانان له امريكا څخه د سولې په برخه كې د مرستې تمه لري.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې واشنګټن ته د ولسمشر كرزي سفر خوار هيله بښونكې بللې او ليكلي، چې دا سفر به د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيكو د پياوړې كولو په برخه كې رغنده پايلې له ځانه سره ولري.
دې ورځپاڼې هم د افغان ولسمشر او د امريكا د بهرنيو چارو د وزيرې ترمنځ د شويو خبرو په اړه يو مطلب خپور كړې او ليكلي، چې دواړو لوريو په اوږد مهاله ژمنو ټينګار كړې.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د كوكنارو كښت انځور كړې او پكې دا ښودل شوې، چې دا كار د افغانانو راتلونكې له ګواښ سره مخ كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024