کور / سپورټي / پوټکی : په لاتیني کي (Cutis) په یوناني کي (Derma)

پوټکی : په لاتیني کي (Cutis) په یوناني کي (Derma)


پوټکی پر ټول بدن باندي داسي  غوړېدلی لکه یو پوښ . د پوټکي آغېزمنه دنده  بدن له تودوخي، یخنۍ د بهرنیو فشارونو ځخه ساتل او د اوبو ایستل دي . دلاسود ګوتو دسرکو  پوټکی د حس دغړي کار ورکوي .
پوټکی د بدن د غړي په صفت په ۲۴ ویشتو ساعتونو کي د ۵۰۰ څخه بیا تر ۶۰۰ ملي لیتره اوبه توښه (بخار) وي . د خوُلې پر مهال کېداي سي،
چې تر  ۲ لیترو پوري هم  اوبه و باسي .
د خوُلې په اوبو کي مالګه، بولي توکي، بولي تېزاب هم را وځي .


پوټکی له درو  پوړو  څخه جوړ سوی دی : 


لومړی :- سربېرن پوټکی (Epidermis)
 دوویم : – څرمنیز پوټکی (Corium)


درېم :-  لاندنی پوټکی( Subcutis)
۱)  سربېرن پوټکی (Epidermis)؛  دغه پوټکی له دو پوړو څخه جوړ سوی دی .  چې یو ئې ښکریز پوړ (Startum corheum) اوبل ئې حجروي پوړ دی .       ښکریزپوړ چې له باندنیو پیښو تر آغېزه لاندي راسي مقاومت کوي او تل ځلي له منځه ځي خو د حجروي پوړ له خوا بېرته بشپړ کېږي یاني نوی کېږي .   اوپر دغه باندي وېښتیان ولاړ دي .


  ۲) څرمنیز پوټکی (Corium)،دغه پوټکی له اېلاستکي تړیز نسج څخه جوړ سوی دی، چې د سربېرن پوټکي سره  په ریګي ریګي ډول تړل سوی دی،چې و دواړو ته څرمنیز (Cutis) وايي .  په دغه پوټکي کښې د وینو باریک رګونه او د نريواعصابو باریک تارونه  سته . دغه نري اعصاب بهرني فشارونه، خوږ، یخني، تودوخي چې پر پوټکي باندي راځي و مغزو ته خبر ورکوي . ځرمنیز پوټکی ورو ورو ځي په لاندني پوټکي کښې ورګډیږي یاني ورسره یوځای کېږي  .


 ۳) لاندنی  پوټکی (Subcutis)؛ دغه پوټکی تر ډېره ځایه دنسجي وازکي او دلانده نسج څخه جوړ سوی دی .  دغه پوټکی ډېره وازګه ساتي نو له دې کبله د یخنۍ مخنېوی کوي . په ځینو برخو کي د بدن دغه وازګه کلکه وي، چې د فشار، دمښتلو د خوږ مخنیوی کوي . لکه د لاسو د ورغو زړه او د کونټو سره دغه ځای .هغه شیان چې په پوټکي پوري تړلي او اړه لري . لکه : وېښتیان . نوکان او  په پوټکي کښې وړوکي مرغړي .
الپ) ويښتیان : وېښتیان د بدن پر ټولو ځایو باندي وېشل سوي دي، مګر دلاسو پر خپړو او د پښو پر تلو باندي نسته .  وېښتیا څو ډوله پر بدن باندي شتون لري : وَړین وېښتیان لکه د ( مخ، بدن او اندامو . )  بورسي وېښتیان لکه د ( باڼوګان، ورځي، پزي او د غوږو دننه وېښتیان . ) اوږده وېښتیان لکه د ( سر، بغل، ږره او د شرمځای وېښتیان  . )    وېښته  د تنې اوریښې څخه جوړ سوی دی . د وېښته لاندنې برخه ئې په وړوکي پیازک پوري نښتې ده، چې نازک دوینو رګونه او عصب ورسره  نښتي .


سربېره پر دې یوه وړوکې غړې هم پوري نښتې، چې ځیني مهال وېښتیان جګ ودره وي . د وېښتیانو درېښې سره نږدې په پوري یوه وړوکې وازګین مرغړی سته ، چې وېښتیان او پوټکی غوړه وي .
 ب) نوکان : نوکان کلک پلن توکي دي ، چې دنوکه د پوړیز حجرې له بستر څخه جوړېږي .  نوکان د لاسو او د پښو د ګوتو پر سرو باندي ځای لري، چې د مښتي پر مهال د ګوتو نازک ځایونه له خوږه وجغوري .         


 ج) د خوُلې مرغړي؛ دخولې مرغړي په څرمنیز پوټکي کښې  پر ټول بدن وېشل سوي دي .


په ځانګړې توګه ډېر ئې د لاسو په ورغوو کي د پښو په تلو کي، پر تندي او په بغلونو کي سته . د خولې د مرغړیو لاري د سربېرن پوټکي د سورویو سره  پای ته رسي .دغه مرغړي سربېره پر اوبو، مالګه او بولي توکي راباسي . په دغه ډول دبدن د اوبو سمون هم کوي .
د) وازګین مرغړې؛ وازګین مرغړي  هم پر ټول بدن وېشل سوي دي . دغه مرغړي د هر وېښته د رېښې په بغل کي ورسره مښتي وي . د ښځو د تیو دغه مرغړي ځان ته ځانګړتیا لري، چې دلته د ډېرو مرغړیو لاري سره یو ځای سوي دي، چې د اومیدوارۍ  پر مهال د شېدو سوري لوايږي او ډېريږي او ښځه شېدي پیدا کوي .
اخستونکځي :
ويکي پېدیا (Wikipedia) او د المانۍ دثزخذروغتیايي مجلې څخه