تازه خبر : امریکایی پوځیان افغانی بندیان وژنی

ډاکټر نثار احمد صمد | مې 12th, 2010


د امریکا ( راسټوری ) خبري شبکه په خپل تازه خبر کی لیکی چی امریکایی پوځیان په افغانستان کی د نظامی عملیاتو پر مهال نیول سوي بندیان ځای پر ځای وژنی . دا زړه دردونکی خبر مشهور امریکایی تحقیقاتی خبریال ( سیمور هرش ) رسوا کړ . سیمور هرش چی پخوا د « نیویارک ټایمز » او فعلأ د « نیویارکر » اخبار نوموَر خبریال دی ، وویل چی په افغانستان کی چی په صحنه کی کوم خلک نیول کیږی ، که پر هغوی د طالبانو ګومان وسی نو پوځیانو ته ویل سوي چی ځای پر ځای باید ووژل سی چی دې ته « د جبهې د ډګر اعدامونه » وایی .
ده زیاته کړه چی اول خو زموږ پوځیان هغوی ضربه کوی ، او که هغوی دا کار ونکړی نو خپلو ورسره افغانی پوځیانو ته یې ورسپاری او هغوی یې هم بېله ځنډه ځای پر ځای په مرمیو سوري سوري کوی .
سیمور هرش پخوا هم څو څو ځله ( مثلأ په ویتنام او بیا عراق کی ) دغسی وژني افشأ کړي او دا دﺉ اوس یې په افغانستان کی هم عینأ جنایت رسوا کړ .
مبصرین وایی چی که دا ادعا رښتیا وی ، نو دغسی اعمال د امریکایی پوځیانو « صفت » او د افغانی پوځیانو « ذلالت » ثابتوی .

Copyright Larawbar 2007-2024