ځان وژونكي په روزګان كي درې پوليس وژلي

56 | مې 13th, 2010


د ارزګان ولايت امنيتي چارواكي وايي چي، د پوليسو پر ګزمه په يوه ځان وژونكې حمله كي، درې پوليس وژل سوي دي.

د روزګان د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې مدير سمنوال ګلاب خان وايي چي، ځان وژونكې حمله تير ماښام په دهراود ولسوالۍ كي د پوليسو پر ګزمه سوې.

د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس امان الله هوتكي وايي چي، په دغه حمله كي د وژل سوو پوليسو تر څنګ څلور ولسي خلك هم ټپيان سوي دي.

د حملې مسئوليت تر اوسه كومي ډلي نه دى اخيستى.

Copyright Larawbar 2007-2024