په جلال اباد كي د ايران پر ضد مظاهره وسوه

56 | مې 13th, 2010


د هيواد په ختيځ جلال اباد ښار كي نن په سلګونو خلك واټونو ته راووتل او په ايران كي يې د افغان بنديانو د اعدام د مخنيوي غوښتنه وكړه. مظاهره كوونكو، چي د ايران د كونسل خانې مخي ته راټول سوي وو، د ايران پر ضد نعرې وهلې او له افغان دولت څخه يې غوښتل، چي د افغان بنديانو د اعدام د مخنيوي لپاره جدي هڅي وكړي. تر دې مخكي په كابل ،هرات او ځينو نورو سيمو كي هم ورته مظاهرې سوي وې، چي په ترڅ كي يې د ايراني مشرانو انځورونو ته اور اچول سوى وو. اوس مهال په ايران كي له پنځو زرو زيات افغانان بنديان دي، چي له دې ډلي څخه څه باندې درې زره يې په اعدام محكوم سوي دي. د افغانستان په ولسي جرګه كي د هرات ولايت استازي وايي، چي تر اوسه پوري ايران له دې بنديانو څخه شاوخوا اويا تنه په دار زړولي.

Copyright Larawbar 2007-2024