ننګرهار:امريکايانو په سور رود کي ملکي خلک وژلي

د لراوبر اداره | مې 14th, 2010


تېره شپه ايتلافي او افغان ځواکونو د ننګرهار د سره رود د سيمي پر يوه کور پوځي عمليات کړي چي په ترڅ کي يې يو تن له ځانه سره بېولی او څو نور وژلي او ژوبل کړي دي ، د مرګ ژوبلي دقيقه شمېره لا څرګنده نه ده ، له سيمي په ترلاسه سوي خبر کي ويل سوي چي د سيمي زيات شمېر اوسيدونکو په قهرجنه مظاهره لاس پوري کړی او وايي چي وژل سوي کسان ټول ملکي وګړي دي . ايتلافي ځواکونو ويلي دي چي په سره رود کي يې د وسله والو پر يوه مرکز بريد کړی دی . دولتي چارواکو د پلټنو ژمنه کړې ده .

Copyright Larawbar 2007-2024