کور / z_buitenland_news -- 5 / کراچي: لږ تر لږه 600 ځانمرګي بريد ګر موجود دي

کراچي: لږ تر لږه 600 ځانمرګي بريد ګر موجود دي

ديوه غير ملكي خبري  اژانس په رپورټ كښې  وئيل شويدي  چې  په كراچۍ  كښې پر سرتيرو باندې  دبريد لپاره لږ تر لږه 600 ځانمرګي بريد ګر موجود دي تېره اووني په كراچۍ ښار كښې دپوليسو سره د نښتې په ترڅ كښې نيول شوو د بنسټپاله تنظيم د وو تنو ترهګرو  قاسم طوري  دانش چې  په طلحه شهرت لري  پلټونكو  ته وئيلي  دي چې  په كراچۍ كښې  موجود بريد ګرو كښې  دزياتو تعلق  دسور جومات (لال جومات) سره دى او بشپړه  روزل شويدي دشخصي ټلويزون  د رپورټ  ترمخه  په رپورټ  كښې  زياته شويده چې  قاسم طوري  او دانش دغه خبره منلې ده  چې  دوي ددغه ځانمرګى بريدونو تر سره كولو بوديجه  برابرولو لپاره ګڼ  شمير غير ملكي بانكونه لوټ كړيدي.