کور / سياسي / د کرزي استعفآ د سولي د معادلې جوړښت تضمینوی (روستار تره کی)

د کرزي استعفآ د سولي د معادلې جوړښت تضمینوی (روستار تره کی)

د سولي مشورتي جرګې پيغام :


جګړه مار حکومت :


  د کورنیو چارو د وزیر  په قول هره ورخ لږ تر لږه لس تنه افغانان وژل کیږی . رسمی چارواکي تل حکومتی تلفات ښئی . حقيقت دا دی چه د وژل شوو کسانو شمیر د رسمی ارقامو نه لوړ دی .  


  د جګړه مارو بهرنيو ستراتژیستانو د پلان له مخی ، جګړه باید تر نامعلومی مودی پوری دوام  ولری . د صادر شوې « دیموکراسی » ځناور د خپل بقآ په مقصد لازیاتی وینی ته اړتیآ لری . حکيم الله محسود هم کله په ژوند او کله په مرگ د جګړی د اور سره لوبی کوی . دی په آسانی نه مری . نه شهید کیږی .


  چاړه واقعآ هډوکی ته رسیدلی ده .


  د پیښو د تحلیل په بنسټ، دی نتیجی ته رسیږو چه د جګړی د پای کلید د ښاغلی کرزی او د هغه د بهرنیو جګړه مارو انډیوالانو په لاس کی ده :  کرزی او ناتو دواړه يو بل ته متقابله اړتیا لری . دغه اړتیا د متقابل ملاتړ لامل ګرځیدلی ده .


  کرزی په دی باندی ښه پوهیږی چه ناتو په افغانستان کی د جګړی د استمرار ستراتژی غوره کړی ده او دی   د توپک سالارانو  سره په تړاو د بهرنیو جګړه مارو هیوادونو د جنګی پلان د پلی کولو د پاره یوه وسیله ده .


  د کرزی نه د بهرنیانو ملاتړ نور لاملونه هم لری . د هغی جملی نه :


  ــ د افغانستان قباله بهرنیانوته سپارل او هغوی د ولس په برخلیک باندی واکمن کول . یعنی د خپل مقام د ساتلو په مقصد د هرڅه نه تیریدل .


  ــ  د کرزی نه د بهرنیانو د پاره ایدیال سړی جوړ شوي دي ځکه نوموړي د قوم ، ولس او ملت نه تجرید او د اقتدار د ساتلو په مقصد په یوازنی خواک یعنی بهرنیانو باندی متکی دی.


  هغه متحده جبهه چه کرزی د کورنیو او بهرنیو جګړه مارو ډلو ټپلو او هیوادونو څخه د مقاومت په وړاندی جوړه کړی ده، د جګړی د ستراتژی محصول ده . د جګړی په پای او د سولی په راوستلو کی ، جبهه له منځه ځی او د بهرنیو او کورنیو جګړه مارانو سیاسی بقآ تر سوال لاندی راځی . د همدغه استدلال له مخی هغه هلی ځلی چه د اوسنی نظام له خوآ د سولی په اړه کیږی ، تبلیغاتی بڼه لری او ورته د هیڅ عملی پایلی تمه نشي کیدای.



فاسد نظام :


  د ښاغلی کرزی په اداره باندی د فساد ، اځتلاس او قاچاق د شته والی له کبله نیوکی کیږی . د اوسنی اداری بنسټ د بن په غونډه کی چه په کی جنګی ډلو ټپلو برلاسی درلود ، کیښودل شو .  خو کرزی په هیڅ ډول په اداره کی کوم رادیکال سمون راوستلی نشو  . لامل یی څرګند دی : نوموړی په نظام کی د سمون په راوستلو د افغانستان د ننه   د سیاسی قدرت د یوازنی ملاتړ نه ‎( جګړه ماران  ، مختلسین … ) بی برخی کیږی .  د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه دی کوم سياسي ګوند نلری او د قوم او ولس نه شړل شوی، په اداره کی کوم سمون راوستل ، کرزی ته د سیاسی ځان وژنی معنی لری .


  کرزی د بهرنیانو د ملاتړ په راجلبولو کی ، هغوی ته د اداری سمون په ځای ، په نورو ساحاتو کی  امتیاز ورکوی  .


  ” د خلیفه له کیسی نه بخشش” . د ولس ، ملت ، او هیواد په خرڅون :


    د بهرنیانو د رضائیت د ترلاسه کولو په خاطر د ملی واکمنی د پاتی شوو کمزورو ضوابطو په سر باندی ، معامله ډير ښه سیاسی تجارت دی . کرزی د همدغه مقصد د پاره :


  ــ د انتخاباتو د کمسیون په ترکیب کی د ۲ بهرنیانو په غړیتوب باندی، موافقت وکړ .
  ــ  د انتخاباتو د کمسیون  مشر د یوه  ناپیلی مسلکی کس په ځای ، تنظیمونو سره تړلی سړی وټاکه . دغه ټاکل د بهرنیو ځواکونو چه د جګړه مارانو په وړاندی د ملاتړ ژمنه لری ، د شور او ځواک څخه د ډک هرکلی سره مخ شو . 
ــ  د قانون جوړولو د مراجعو نه د ولسوالانو  د ټاکنی د قانون طرح ولسی جرګی ته د وړاندی کولو غوښتنه وکړه .


په بل پړاو کی په کرزی باندی یو وړوکی فشار د دی لامل ګرځیدلاي شي چه د والیانو د انتخاباتو قانون هم توشیح او نافذ کړی  .


   د ولسوالانو د ټاکنی قانون ، د مرکزی حکومت د لازیاتی کمزورتیا لامل ګرځی او لاره د فدرالی تشکیلاتو د پلی کولو د پاره خلاصوی . دا د بهرنیانو د ستراتژی یوه برخه ده: بهرنیان د مرکزی حسابګر حکومت په ځای، د سازشگرو او انعطاف پذیرو سیمه ایز و چارواکو سره مځ کیږی .  د قانون د لاری په سوله ایزه توګه د افغانستان د ټوټه کیدو زمینه برابریږی او ناتو په سیمه کی د خپل ستراتژیک پلان لمړی پړاو پلی کولو ته پدغسی شرایطو کی رانږدی کیږی چه په افغانستان کی یو ملی واکمنی چه د ملی دریز نه د بهرنیانو سره چلند وکړی ، وجود نلری .


  بنآ کرزی کوم ملی او اسلامی رسالت نلری . نوموړی د نورو په لاس د افغانستان  د تباهی د پاره په هره بیه چه وی ساتل کیږی .


  د لازیاتی بربادی د مخنیوی په خاطر موږ پرته له دی نه چه د کرزی وجدان او  د مسئولیت احساس ته مراجعه وکړو بله چاره نلرو .


  د دغه واقعیت په نظر کی نیولو سره چه د افغانستان د تباهی مخنیوی د کرزی او د هغه د انډیوالانو په لاس کی دی، نوموړی باید د سولی  په مشورتی جرګه کی چه د غبرګولى په ۸ مه نیته په کابل کی جوړیږی خپل او د خپل حکومت استعفآ د سولی په لور د یو ګام په توګه  مطرح کړي .
  پدی کی شک نَشته چه د افغانستان په سیاسی فرهنگ او تعاملاتو کی د سیاسی مشرتابه استعفآ غیر طبعی ښکاری او سابقه نلری . خو هیواد په خپل سیاسی تاریخ د یوه بیساری ناورین سره مخ دی چه د هغه سره باید بیساری چلند وشی .


  د کرزی د استعفآ نه وروسته د ملګرو ملتونو تر سروالی لاندی د افغانانو او بهرنیانو د ترکیب نه جوړه شوی یوه ګډه بیړنی اداره به واک تر لاسه کوی . دغه ګډه اداره د یوي بین الافغانی غونډي چه په هغي کی د وسله وال او سوله ایز مقاومت او د مدنی ټولنی د سولی پلویانو استازی ګډون ولری ، د جوړیدو زمینه برابروی . غونډه به د جګړه مارانو نه پرته یو لنډ مهالي حکومت ټاکی . لنډ مهالي حکومت به د بهرنیانو په وړاندی د سولی ، ملی او اسلامی دریز څخه د حساب او کتاب مرجع وی .


  کرزی د بهرنیانو له خوآ د هغه څه چه تروریزم سره جګړه نومیږی ، په افغانانو باندی تپل شویدی . دی جګړه ایز ماموریت لری او په ۹ کاله کی د جګړی د اور په ساتلو کی بریالی دی . بنآ د سولی ضمانت هغه وخت تآمینیدای شی ، چه د جګړی مخکښ  د صحنی نه لری شی .


  د  وران هیواد او په وینو ککړ ولس په خاطر د چوکی او مقام نه تیریدل د مسئولیت احساس او اخلاقی شهامت غواړی .


  و به وینو چه  ښاغلی کرزی په مشورتی جرګه، کی تاریخ او راتلونکو نسلونو ته کوم مثبت پیغام ځان سره لری که نه ؟ 


                                                                 فرانسه


                                               د می میاشتی پنځه لسم ، ۲۰۱۰ م کال         


                                                  keliwal@hotmail.com