کور / طنز / سلماني

سلماني

ټوکه
یو هلک د سلمانۍ دوکان ته سر دننه کړ او وپوښتلې: څومره وخت وروسته زما نمبر رسېږي چې خپل وېښتان جوړ کړم؟
سلمان ناستو کسانو باندې نظر تېر کړ او ولید چې یو شمېر زیات مشتریان یې ناست دي، نو هلک ته یې وویلې: دوه ساعته وروسته.
څو ورځې وروسته همدغه هلک بیا دغه سلماني خانې ته سر دننه کړ او پوښتنه یې وکړه چې زما نمبر کله رسېږي؟
سلمان بیا اخوا دېخوا ولید ورته یې وویلې: درې ساعته وروسته.
یوه اونۍ وروسته بیا همدغه هلک همدغه دوکان ته سر دنننه کړ او وپوښتلې: استاده! زما نمبر کله رسېږي.
سلمان چې بیا ولید چې کسان ډېر دي نو ورته وویلې: څلور ساعته وروسته
دې سره هلک په خپل مخه لاړ
سلمان په خپل شاګرد غږ کړ: ای جان سنه ته وګوره دا هلک چېرته ځي، ځکه دا څو ځله وشو چې همدا پوښتنه کوي او بیا د وېښتانو د جوړولو لپاره نه راځي.
شاګر یې لاړ او هلک یې تعقیب کړ، شاګر یې بېرته را وګرځېد او زړه نا زړه خپل استاد ته مسکی کېده
استاد یې حیران و او ورڅخه یې وپوښتلې: ولې مسکی یې څه خبر ته دې راوړ؟
وایه کنه هغه سړی چې له دې ځای لاړ نو چېرته لاړ؟
پداسې حال کې چې د جانس سن خوله نه راټولېدله او زړه نا زړه خپل استاد ته وویلې: استاده هغه سړی ستاسو کور ته ځي راځي.