کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان:څلور ځانمرګي پنجاب ته د ننه شوي دي

پاکستان:څلور ځانمرګي پنجاب ته د ننه شوي دي

څلور ځانمرګي پنجاب ته  د ننه شول  دصوبه پنجاب دكورنيو چارو سكرتر خسرو پرويز وئيلي  دي چې  څلور تنه ځانمرګى  بريد پنجاب ته ننوتي دي او غواړي  چې  سياستمداران په نخښه  كړي دشخصي ټلويزون سره د خبرو اترو په ترڅ  كښې خسرو زياته كړيده  چي  دجنګ  په سيمه كښې يوځانمرګى بريد ګر نيول  شويدي چي  ورسره چاوديدونكي  مواد اوپه ځانمرګي  بريد كښې  كاريدونكي  واسكټ  هم نيول شويدي  بريد ګر دپلټنو په محال وئيلي  دي چى څلور ملګري  يې صوبه پنجاب ته  ننوتي  دي چى له جملې څخه  دوه لاهور او دوه په سهيلي  پنجاب كښې  دي او هدف يې  سياستمداران دي بريد كوونكي  دغه خبره  نده په ډاګه كړې  چي  هغه كوم  سياستوال دي چې  دغه بريد كوونكي  يې  وژل غواړي او دغه خبره يې  هم نه څرګنده كړي

 چې  دغه كار چاورته سپارلي دى.