ورځپاڼو ته کتنه

34 | مې 18th, 2010


اراده:
دې خپلواكې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ وروستۍ شخړې ته ځانګړې كړې او پدې ترڅ كې په ځينو كړيو انتقاد كړې، چې ددې شخړې د هواري پرځاى له هغې نه د ځان په ګټه كار اخلي.
ورځپاڼې ددې شخړې په وړاندې د رسنيو چلند هم ناسم بللې او ليكلي، چې دوى د شخړې له يو اړخ نه ملاتړ كوي.
په ورځپاڼه كې په افغانستان كې د ديموكراسۍ په روان بهير هم بحث شوې او پدې ترڅ كې د جرمني د دفاع وزير په حواله ليكل شوي، چې په افغانستان كې د لويديځ په معيارونو د ديموكراسۍ پلي كول له يو خوب پرته بل څه ندي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې تر ډيره د ملي شورا د راتلونكو انتخاباتو په وړاندې شته ستونزې او په تيره بيا امنيتي ستونزې څيړلې او هغه يى د انتخاباتو د شفافيت په وړاندې يو اساسي خنډ بللې دې.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرليك د افغان كابينې د تيرې ورځې غونډې ته ځانګړې كړې، چې پكې امريكا ته د ولسمشر كرزي د سفر د پايلو غوڅ ملاتړ وشو.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې بيا په افغانستان كې د شتو ستونزو لاملونه څيړلي او ليكلي، چې ددې ټولو ستونزو د حل غوره لار د قانون واكمني ده.
خو ورځپاڼې په دوام كې دا سپارښتنه كړې، چې قانون بايد له كوم امتياز او تبعيض پرته په هرځاى كې په هرچا يو ډول پلې شي.
په ورځپاڼه كې د ملي پخلاينې په روان بهير هم بحث شوې او هغه د روانو نا امنيو د پاى ته رسولو لپاره يوازنۍ وسيله بلل شوې.

خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د پامير د هوايي شركت د مسافر وړونكې الوتكې په پرې وتلو بحث كړې او پدې ترڅ كې په هيواد كې فعاله خصوصي هوايي شركتونه پدې ګرم بللي، چې له خپلې وسې زيات فعاليت كوي او د دا ډول پيښو د رامنځ ته كيدو اسباب برابروي.
ورځپاڼې په يو بل څيړنيز مطلب كې د امريكا او افغانستان ترمنځ په اړيكو بحث كړې او ليكلي، كه څه هم ددوى ترمنځ كنګل مات شوې خو اساسي ستونزې لا هم پخپل ځاى دي.
ورځپاڼې په دوام كې ليكلي، چې افغانان له امريكا غواړي، چې په هيواد كې يى د روانې غميزې د پاى ته رسولو لپاره جدي ګامونه پورته كړي.
دې ورځپاڼې هم په افغانستان كې د ديموكراسۍ په روان بهير تبصره كړې او ليكلي، چې لويديځه ديموكراسۍ كار نه وركوي.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په هيواد كې د مخابراتي شبكو په انټنونو باندې د وسلوالو حملو ته كتنه كړې، چې د ورځپاڼې په وينا په ځينو سيمو كې يى خلك له مخابراتي ستونزو سره مخامخ كړي او ليكلي، چې ددى حملو مخه بايد ونيولې شي.
په ورځپاڼه كې د كندهار د عملياتو په اړه هم په يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې دا عمليات بايد په سيمه كې شته ستونزې پاى ته ورسوي.
ورځپاڼې پخپل ننني كارټون كې په افغانستان كې د كوكنارو د كښتونو د له منځه وړلو په وړاندې شتنه ستونزې انځور كړي او هغه د سولې په وړاندې يو اساسي خنډ بلل شوې دې.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس هم پخپله سرمقاله كې د ميدان وردكو په بهسودو سيمه كې د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په وروستۍ شخړې بحث كړې او ليكلي، چې ددې شخړو حل زغم، عقلانيت او سرخندنې ته اړتيا لري.
خو اصلاح بيا هم امريكا ته د ولسمش كرزي په سفر تبصره كړې او ليكلي، چې دې سفر د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيكو او همكاريو په برخه كې يو نوې باب پرانستلو.

سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې په افغانستان كې د نړيوالو ټولنې ماموريت ته كتنه كړې، چې د ورځپاڼې په وينا تر ډيره ناكامه دې او ليكلي، چې بهرنيان پخپله پدې ښه پوهيږي.
دې ورځپاڼې هم د كوچيانو او هزاره ګانو ترمنځ په رامنځ شوې شخړې تبصره كړې او له دې پيښې سره يى د رسنيو په چلند انتقاد كړې دې.
په ورځپاڼه كې په هيواد كې د قومي مشرانو د وژلو د وروستۍ لړۍ په اړه هم يو مطلب خپور شوې او ليكل شوي، چې اوس اوس درې نور قومي مشران هم د وسلوالو لخوا وژل شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024