کور / نثر / د اوښکو اميل او لونګ

د اوښکو اميل او لونګ

هر شعر د شاعر د ژوند د يوې برخې ښکارندوي وي. دا چې په ځانګړې توګه بيا دغه شخص په ټولنه کې څه دريځ لري او په ټولنه کې عمومي پيښو ته له کومې زاوې ګوري او ايا ټول هغه څه چې په ټولنه کې مسلط دي هر څوک يې ليدﻻی شې؟ بيا بيل بحث دی. خو يو شاعر د ټولنې د عمومي حاﻻتو او د ځانګړي موقف په اساس شعر وايي . همدغه وجه ده چې په ټولنه کې مختلف شاعران مختلف نظر ولري او دځانګړو حاﻻتو په اساس کوم چې دي يې ليدﻻی شې شاعري کوي.
دلونګ شاعري هم په پښتني چاپيريال کې ده او په يوه ټاکلي زماني موده کې ددغه چاپرېيال ټولې د ستونځې، غميزې ، جنګ، مهاجرت، محرميتونه ، ښيګيڼې ، او وياړنې دده په شعر کې ليدﻻی شو .دا ديو شاعر په توګه کو شش کوي چې د شعر په ژبه د خپل زړه خبرې خپلو خلکو ته ورسوي، په وران کابل ژاړي، د جنګ نه نفرت لري د پسرليو په تمه دی ، اخترونه ده ته خوښي نه شي راوړلی په عين وخت کې عاشقي هم کوي، د ځوانۍ د غميزو نه نشي وتلای ، کله د پښتني تورې خوبونه تښتوي ، کله يې د چا د زلفو ماران چيچي او کله د مازيګرونو نه ګيله کوي، خو په شعر کې يې تراژيدي برخه زياته ده او داطبيعي هم دهځکه چې نوموړی د هيواد په ډيرو بدو شرايطو او ناخوالو کې را لوي شويدی او د ژوند ډيره برخه يې د هجرت په کړاونو کې تيره کړيده. ده د جنګ ټولي بد بختۍ د سر په سترګو ليدلي دي دا ټولي پيښې او ناکردۍ دده په ژوند کې شاملې دې،دده عشق او مينه هم ددغه بدوحاﻻتو زيږنده ده نو ځکه دده شعرونه تراژيدي بڼه لري.ما د لونګ شعرونه په غور ولوستل ځني يې ډير پاخه او ځني يې بيا د د يو نوي او ځوان شاعر شعرونه دي،کوم شعرونه يې چې ازاد يعني بې قافيي نوي شعرونه دي زما په نظر ډير ښکلي دي . د شاعرۍ په سبک کې د شکل او مظمون له مخې د وطن د ډير ښکلي شاعر (( پير محمد کاروان )) د تاثير ﻻندې دی دهغه د شعرونو څخه يې اقتباس هم کړی دی او څو واره يې ددغه پياوړي شاعر نوم هم په ډير احترام ياد کړی دی لکه!!!
ځان رسوي ګلابه ستا تر سرکو شونډو
لونګ د ستر کاروانه دا اثر راوړی دی
او کله کله د عبدالباري جهاني څخه ځني قافي او رديفونه را اخلي چې دده د شعر ښکلا يې نوره هم ښايسته کړيده لکه
ای زړګيه ژړوم دې خندومه خو دې نه!!!!! ددې شعر رديف د جهاني دی
د يادوني وړ ده چې د جهاني ددغه شعر قافيه او رديف د هيواد ډيرو شاعرانو اقتباس کړيده. دلونګ په شعرونو کې د قران پاک د مطالعي تاثيرات له ورايه ښکاري، د ځينو انبياو نومونه اد د پيښو تصوير پکې په زور ليدل کيږي _ لکه ( په ترنم لکه ايت د قران ) يا ( دغزل ايمان ) او
يا لکه دا شعر
زه به د ميني کليمه ووايم
راشه مذهب مې شه ايمان مې شه

د نوره ډک معجز قران مې شه
د لونګ په شعرونو کې سوچه د پښتو کليوالي نومونه او مفاهم هم ډير ليدل کيږي : ،لکه .( ګودر ، مازيګرونه ، لنګۍ ،جرګه ، غرونه، کاڼي ،لولپه، ځونډی ، سپيلنی ، پيغور،کوڅه ، پيزوان، حجره،او داسي نور
همدارنګه د لونګ صاحب په شعرونو کې ځني داسي دلچسپې نادرې او زړه پورې تشبيهات او استعاري موجودې دي څرنګه چې زه د پښتو ادبياتو سره اړيکي لرم او همدا مې مسلک دی نوې دي يا تر اوسه هيځ شاعر د پښتو ژبې د کلاسيکو شاعرانو په شمول ندې ويلې او يا زما په نظر ندې راغلي زه دا يو ابتکار ګڼم او که په دې ترتيب شاعر دوام ورکړي لونګ حق لري چې بيا ورته مبتکر شاعر هم وويل شي دغه نمونې دادې : جانان جانان وطن
ميوې ميوې وختونه
د غزل غوندې خوږه بوسه
د غزل ايمان
د اوښکو تسبې
دې نوو مفاهيمو ته د لونګ صاحب ځانګړتيا هم ويلی شو په هر صورت لونګ ځوان شاعر دی روښانه راتلونکې مخې ته لرې زما هيله ده چې نوموړی يو وخت د هيواد په ډيرو ښو شاعرانو په ډله کې حساب شي .
زه ورته د اوږد عمر او د ژوند په هر ډګر کې نيکمرغې او برياليتوبونه ارزو کوم .
په درنښت