کور / تازه خبرونه / دحكومت او مسود ترمنځ لنډمهاله اوربند وشو

دحكومت او مسود ترمنځ لنډمهاله اوربند وشو

قبا ئيلي  سيمه سهيلي وزيرستان كښې دحكومت اوبيت الله مسود ترمنځ  دلنډې مودې  او ربند وشو  خو دپوځ  وياند په سيمه كښې داوربند خبره رد كړيده  نامتو قبابيلي مشر سناتور صالح شاه د بى بى سي  سره په خبرو اترو كښې داوربند خبره  تائيد كړه او زياته يې كړه چي په سهيلي  وزيرستان كښې  دحكومت  او بيت الله مسود ترمنځ اوربند وشو خوپدغه  هكله تر اوسه پورې د حكومت له لوري كوم اعلان ندي شوي د راپورونو ترمخه  داوربند اعلانولو وروسته په سيمه كښې جګړه نده شوې  سناتور صالح شاه  وائى  چي  زه دحكومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو پيل كيدو يانه پيل كيدلو باندې خبر نه يم اونه په اوسنيو حالاتو كښې خبرو اترو ته لاره هواره ده په سيمه كښې  د اوربند لپاره له مخكښې  څخه هڅې  روانې وي خو دپوځ  وياند داوربند په هكله دڅه  ويلو څخه ډډه كوي دپوځ  وياند په ډاګه  كړيده چى  كله ناكله پوځ  دخپل لوري  دځان چمتو كولو لپاره اوربند كوي خو ددغه  مقصد داندي  چي دشرخوښو سره د لوظنامي په ترڅ كښې ډزي بندي شويدي.