چارواكي+كابل: حملې 12 تنه وژلي او 47 نور ټپي دي
افغان امنيتي چارواكي وايي، چي په كابل ښار كي د نن سهار ځان وژونكې حملې عامه خلكو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دا حمله نن سهار د كابل ښار په لوېديځ كي د دارلامان پر سړك سوې، چي هدف يې د بهرنيو ځواكونو د موټرو يو كاروان وو.
د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري د ازادۍ راډيو ته ويلي، چي په دې حمله كي، لږ ترلږه دولس ملكي وګړي وژل سوي او اووه څلويښت نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا په وژل سوو او ټپيانو كي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
كه څه هم د كورنيو چارو وزارت بهرنيو ځواكونو ته، د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه څه و نه ويل، خو وسلوالو طالبانو، چې ددې حملې مسؤليت يې منلى وايي، په دې حمله كي يې بهرنيو ځواكونو ته د سر او مال زيات زيان اړولى دى.
نړيوالو ځواكونو تر اوسه خپلو سرتيرو ته د مرګ ژوبلي په اړه څه نه دي ويلي.