په كابل كي ځان وژونكي حملې 6 بهرني سرتيري وژلي

56 | مې 18th, 2010


افغان امنيتي چارواكي وايي، چي په كابل ښار كي د نن سهار ځان وژونكې حملې عامه خلكو او نړيوالو ځواكونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د كورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري ازادۍ راډيو ته ويلي، چي په دې حمله كي، لږ ترلږه دولس ملكي وګړي وژل سوي او اووه څلويښت نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا په وژل سوو او ټپيانو كي ښځي او كوچنيان هم شامل دي.

نړيوالو ځواكونو په يوه اعلاميه كي ويلي چي، په دغه حمله كي د دوى 6 سرتيري وژل سوي او څو نور يې ژوبل سوي دي.

ولسمشركرزي دغه ځان وژونكې حمله په كلكه غندلې.

ددغي ځان وژونكي حملې مسئوليت وسلوالو طالبانو منلى دى.

Copyright Larawbar 2007-2024