کور / خبرتیا او پيغامونه / د افغانستان د کلتور کمېټې احجاجي اعلاميه !

د افغانستان د کلتور کمېټې احجاجي اعلاميه !

اعلاميه


۰۴ـ۰۲ـ ۲۰۰۸
دالمان دبايرن په ايالت كې دافغانســـــتان كولتوري كمېټې نن په شدت سره ديوې څېړنيزي امريكايي ډلي غيرمسؤلانه لاسوهنه وغنـدله ، نن موږ داريانا له تلوېزيون څخه واورېدل چې دغې ډلې له نړيوالې ټولنې څخه غوښتي دي چې دښاغلي حامدكرزي حكومت وهڅوي ترڅودډېورن كرغېړنه اوظالمانه كرښـــــه په رسميت وپېژني،نوځكه موږ وپتېيله چې دالاندې غوښتني نړېواله ټولنه افغــــان دولت،په گران هيواد كې دننه اوبهرټولې كولتوري ټولنې،سياسي اونور ټولنيزسازمانونه دمهرباني له مخې راسره ومني:


ــ هيڅوك حق نه لري چې دنورو هيوادونو دخاورې په تماميت كې لاسوهنه وكړي


ــ دنړيوالې ټولنې په خاص ډول دلوېدځوهيوادونودبيا اعتباراوبريالېتوب لپاره دې دافغانســتان دستونځې لپاره يونړېوال كنفرانس جوړشي ترڅويوه نوې اوپياوړې اداره په هيواد كې مستحكمه شي


ــ د نوموړى كنفرانس ترجوړېدوپورې دې ښاغلى حامـدكرزى په هيواد كې اضطراري حالت اعلان اوپه ډېر شـــدت سره دې دنړېوالې ټولنې په مرسته له باغيانوپه خاص ډول له شمال څخه وسلې راټولې كړي


ــ دامريكا له دموكرات اوجمهوريت غوښتونكوڅخه موداهيله ده چې زموږدخاورې دتماميت په باب زموږ زړونه وساتي،يوقام يوه ژبه هيڅكله نه بېلېږي لوېديځ اوختيځ المان يې ژوندى مثال دى .