ورځپاڼو ته کتنه

34 | مې 23rd, 2010


خدمتګار:
دې نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله كې په كابل ښار كې په امنيتي وضعې او د تروروستي فعاليتونو د مخنيوي لپاره په نيول شويو تدابيرو بحث كړې.
ورځپاڼې د كابل ښار په شمال كې له دوو سوو نه د زياتو توغنديو موندلو ته په اشارې، چې د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره ځاى پرځاى شوي وو ليكلي، چې دا امنيتي تدابير دي او كه په امنيتي مسايلو كې بدلون؟
په ورځپاڼه كې د سولې د ملي مشورتي جرګې لپاره په روانو تياريو هم بحث شوې خو د هغې د بريا لپاره يى ددې جرګې پريكړو ته اجرايي ضمانت ضروري بللې دې.
ورځپاڼې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د حضور په اړه هم يو مطلب خپور كړې خو ليكلي، چې ددوى لخوا د شپې عمليات د خلكو ترمنځ كركه راپاروي.

هيواد:
دې دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله كې د امنيت د ټينګولو لپاره په روانو هڅو بحث كړې او پدې برخه كې شتو نيمګړتياو ته په اشارې امنيتي ادارو ته سپارښتنه كړې، كه د امنيت ټينګول غواړي نو بايد د خلكو همكاري خپله كړي.
په ورځپاڼه كې له ولسمشر كرزي سره د بريتانيى د نوې كابينې د وزيرانو ليدنې خبر هم وركړل شوې او ددوى په حواله ليكل شوي، چې بريتانيه به له افغانستان څخه خپل ځواكونه هله وباسي، چې افغان ځواكونه د امنيت د ټينګولو جوګه شي.
ورځپاڼې د كندهار په ژړيرې ولسوالۍ كې د ممكنه پوځي عملياتو خبره هم كړې او ليكلي، چې امريكايي ځواكونه ځانونه دې عملياتو ته تياروي.

سرنوشت:
دې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو مطلب كې د كابينې د پاتې غړو د نه پيژندلو په اعتراض كې د ولسي جرګې په وروستي احتجاج بحث كړې، چې له مخې يى دوى غونډو ته خو راځي خو خاموشه پاتې كيږي.
ورځپاڼې ليكلي، چې د وكيلانو دا اعتراض هم تبليغاتي بڼه لري او هغه ځكه، چې دوى ځانونه په دويم ځال كانديد كړي او غواړې په داسې كارونو سره د خلكو په منځ كې ځان ته ځاى پيدا كړي.
ورځپاڼې په يو جلا مطلب كې امريكا ته د ډاكټر عبدالله په سفر تبصره كړې او په غټو ټكو سره يى ليكلي، چې له زيات انتظار سره سره تراوسه پورې هيڅ يو امريكايي چارواكي ورسره ندي ليدلي.
په ورځپاڼه كې كابل ته د بريتانيى د نوې كابينې د دريو غړو د سفر په اړه هم يو څيړنيز مطلب خپور شوې دې.

افغانستان ټايمز:
دې انګلسي ژبې خپلواكې ورځپاڼې بيا په يو څيړنيز مطلب كې په هيواد كې د روان تاوتريخوالي زيانونه څيړلي او ليكلي، چې روانو شخړو د بيارغونې هڅې له ګواښ سره مخ كړي دي.
په ورځپاڼه كې د امريكا د ولسمشر بارك اوباما دا څرګندونې هم راخستل شوي، چې امريكا په افغانستان كې د خپلو متحدينو ملګرتيا غواړي.
ورځپاڼې خپل نننې كارټون يو ځلې بيا په كابل كې د هوا ككړتيا ته ځانګړې او پكې دا ښودل شوې، چې دې وضعې، چې تر ډيره د موتړو له لوګيو نه پيدا شوې په كابل كې مرګونې ناروغۍ خورې كړي دي.

اصلاح او انيس:
دې دولتي ورځپاڼو هم په بيلابيلو مطالبو كې د افغانستان او سيمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپاره كړي دي.
انيس پخپله سرمقاله كې افغانستان ته د بريتانيى د نوې كابينې د دريو مهمو وزيرانو په سفر بحث كړې او ليكلي، چې په افغانستان كې د سولې او ثبات ټينګول د نړيوالو د پاملرنې په سر كې ځاى لري.
خو اصلاح بيا په افغانستان كې د ماشومانو په روان حالت هم بحث كړې او ددوى اوسني حالت ته يى په پام سره ليكلي، چې دوى زياتې پاملرنې ته اړتيا لري.

افغان جرګه:
دې نا دولتي ورځپاڼې بيا پخپله سرمقاله كې د سولې په ملي مشورتي جرګې باندې د طالبانو د وروستيو حملو اغيزې څيړلي او ليكلي، چې د سولې دا جرګه، چې پكې له طالبانو سره د خبرو لپاره په يو ميكانيزم كار كيږي له دې حملو بې اغيزې نده پاتې.
دې ورځپاڼې هم امريكا ته د ډاكټر عبدالله په سفر بحث كړې او د نيويارك ټايمز ورځپاڼې د يو رپورټ په استناد يى ليكلي، چې امريكا د ولسمشر كرزي د رقيب له پښو نه سره غالۍ پورته كړې ده.
په ورځپاڼه كې د بګرام د زندانيانو په اړه يو ځلې بيا د بشر د حقوقو د نړيوالو ادارو انديښنې راخستل شوي.

Copyright Larawbar 2007-2024