په ږوب کي دعوامي نېشنل ګوندله خوامظاهره وسوه

رفيع الله مندوخېل | مې 23rd, 2010


په کراچۍ کي دپښتنودوژنوپه ضد دنوروپښتون مېشتوسيموپه څېردلته په ږوب کي هم يوه مظاهره يالاريون وسو . ددغه لاريون بلنه دعوامي نېشنل ګوند له خواورکړل سوې وه .
مظاهره چيانودښارپرواټونومارش وکړ،اودحکومت اومهاجرقامي غورځنګ يااېم کيواېم ګوندپه ضدئې شعارونه ورکړه .
دلاريون مشري دعوامي نېشنل ګوندکنوينررشيدسيال کاکړکوله .
په سلګونه دګوندغړيواونوروخلګوپه لاريون کي برخه واخيسته .
مظاهره چيانوته دويناپرمهال دګوندمشرانوګوندکنوينررشيدسيال کاکړ،محبوب الله ځلاند،جاول خان شېراني،بابراوعبدالستارمردانزي ووئيل چي هرڅوک داحق لري چي په کراچۍ کي ژوندتېرکړي اوکاراوکسب وکړي . په کراچۍ کي مېشت پنڅه ميليونه پښتانه دژوندډېري بدي ورځې تېروي . پښتانه امن خوښوونکي خلګ دي .
خودهندوستان دمهاجروتروريستي شبکه نه غواړي چي له دوي پرته دي کوم بل څوک په کراچۍ کي ژوندتېرکړي . ويناوالوپه کراچۍکي دپښتنووژنه په کلکوتورووغندله اوله  دولت څخه ئې دمجرمانودنيولوغوښتنه وکړه .
ديادولووړده، چي تېره ورځ دپښتونخوا ملتپال ګوندله خواهم دې ته ورته لاريون ترسره سو .
په کراچۍ کي په دې تېروپېښوکي ٣٧تنوخپل ژوندله لاسه ورکړ، چي زياتره پښتانه اودنېشنل عوامي ګوندغړي وو .
له دې جملې دوه تنه عجب خان مندوخېل اوکريم حريفال هم ووچي مړي ئې په ږوب کي خاوروته وسپارل سو .

Copyright Larawbar 2007-2024