کور / رسنۍ / رڼا د تړمو وينو

رڼا د تړمو وينو

دا شعر ټولګه د ډاكټر عبدالصمد اڅګزي ده چي د هغه له مرګ څخه پوره څلور كاله وروسته د هغه ورارۀ نصيب الله اڅګزي راټوله كړي او خپره كړې ده
دا په زړه پوري چي د چاپ لپاره يې په سيمه كي ډېرى خلګ لېواله وو په كوټه، كندهار او چمن كي له ټولو لويو كتاب پلورنځيو څخه تر لاسه كېږي.
په دې ټولګه كي چي د غزنوي خپرونديه ټولنې لخوا تازه له چاپه راوتلې ده په دې ټولګه كې د شاعر غزلي، نظمونه او سپين شعرونه راغلي دي، دا ټولګه چي ۳۱۳ مخونه لري مجلد چاپ دى، پر دې كتاب باندي د سريزي پر ځاى د كتاب چاپوونكي خپلي خبرې كړې دي.
ياده دي وي چي ډاكټر عبدالصمد په يوه پېښه كې په شهادت رسېدلى دى.