کور / سياسي / د موساد مرموزي وژني

د موساد مرموزي وژني


دا په نړۍ کي یوه کوچنۍ لیکن خطرناکه استخباراتي شبکه ده چه په یوه پر نفوسه هوټل کي يې نوی جنایت تر سره کړ محمودالمحبوح په فلسطین کښي د ښه شهرت څښتن وو،او د حماس د مشهوري ډلګۍ القیام یو د بنسټ ایښودونکي څخه شمېرل کېدی.


پنځوس کلن محبوح په ۱۹ جنوري ۲۰۱۰ میلادي کال د غرمې پر درې بجو د دمشق څخه و دوبۍ ته راورسېد چه تر ټولو نژدې هوټل البوستان ته یې ځان ورساوه. محبوح د هوټل د نوکري سره و لوړ پوړ ته د ختلو په حالت کي وو چه په ډېره بیړه دوه تنه نور هم د دوی سره په لیفټ کي داخل سول چه په لاسونو کي یې د ټینیس د لوبي آلې او په ورزشي جامو کښي پټ وو خو بد بختانه په دې دوو تنو کي محبوح ژور فکر ونه کړ چه دا به د ده قاتلان سي ده ګمان وکړ چه دا به عام سیاحین وي خو په هر صورت د ده خپل ټول فکر پر دې متمرکوزه کړی وو چه په څه ډول خپل هیواد د متجاوزینو او انسانیت دښمنو له منګولو څخه وژغوري.


هغه دوه تنه چي نوموړی یې تعقیباوه د موساد د ظالمي استخباراتي شبکې ځانګړي غړي وو چه دا وظیفه ور په غاړه وه چه دی تعقیب، د اوسېدو ځای او د اوطاق شمېره یې معلومه کړي. په حقیقت کي محبوح په ۱۹۸۹ کي دوه تنه اسرایلیان وژلي وه نو له دې امله د اسراییلي حکومت تر څار لاندي وو او اسراییلو په ۱۹۸۹ میلادي کال کي د ده کور بمبار کړ خو دی په هغه وخت کي په شام کي وو د هغه نه وروسته د ده وژنه په موټر بم کي پلان سوې وه چه د هغه څخه هم روغ ووت څه موده وړاندي په ۲۰۰۹ میلادي کي په بېروت کي د موساد جاسوسانو زهر ورکړه چه قابو ۳۰ ساعته د مرګ او ژوند تر منځ پنډوسکی وو خو بیا هم ژوندی پاتي سو.


په اوسنۍ فاجعه کښي اسراییلو د محبوح د قتلولو لپاره جامع پلان جوړ کړی وو ځکه چه په تېرو دوو کلونو کي د اسراییلو په نخښه سوو تنو کي د ده نوم په سر کي وو. د اسراییلو حکومت ته دا خبر رسېدلی وو چه محبوح د ایران د انقلابي ګارد(القدس) د ډلګۍ سره روابط لري او هغوی نوموړي ته څلوېښت میله لیري هدف ویشتونکي توغندي ورکوي چه په دې سره به تل ابیب تر اور لاندي نیول کېږي دې خبر د اسراییلو په حکومت کي ډېره غوغا جوړه کړه او موساد ته دا پلان ورکړل سو چي څومره ژر کېږي باید المحبوح ووژل سي .


په دې پلان کي د موساد یوویشتو نارینه وو او شپږو ښځینه وو ونډه واخسته د جنوري د میاشتي په سهار د ټاکلي پلان له مخي دغه جاسوسان د فاریس،فرانګفورت،روم او ذیوریخ څخه و دوبۍ ته راورسېدل چه ټول و هوایي میدان ته نژدې په یوه هوټل کي میشت سول کله چه دوی ته دا معلومه سوه چه د محبوح د اوطاق شمېره ۲۳۰ ده دوی په ډېره بیړه هغه خالي اوطاق ونیوه چه شمېره یې ۲۳۷ وه تر ماښامه په نوموړي ځای کښي ټوله یهودي جاسوسان ځای پر ځای سوه دوی په خپلو کي د روابطو لپاره د لنډي فاصلې لرونکی وصلوونکو آلاتو څخه استفاده کول او دوی د عملیاتو په جریان کي یو بل ته هیڅ زنګ نه دی وهلی خو بیا هم د دوبۍ پولیسو دا معلومه کړه چه درې جاسوسانو د د اطریش هیواد پر څلور شمېرو شل زنګه وهلي وه او یو شمېر زیات پیغامونه هم استول سوي وه.


نو د دې څخه دا معلومه سوه چه موساد خپلي د عملیاتو د کنترول چاري د اطریش څخه سرته رسولي وې. د ماښام پر اته بجو څلور جاسوسان د المحبوح اوطاق ته ورغله چه هغه هلته نه وو او دوی هلته تر اته بجو او څلیرویشت دقیقو چه هغه خپل اوطاق ته را رسېدۍ انتظار وکړ کله چه پر ذکر سوي وخت هغه راورسېدی د څلورو کمین نیوونکو له خوا کلک ونیول سو او ژر تر ژره(سوکسامیتونیم) ورپېچکاري سوه کله چه هغه د لنډ مهال لپاره فلج سو نو یې پر خوله بالښت ورکېښود تر هغه وخته چه ساه یې ورکړه. په عملیاتوکي ونډه اخیستونکو جاسوسانو ځانونه امریکا،فرانسې،هانګ کانګ او جنوبي افریقا ته ورسول د غرمې پر یوه بجه او دیرش دقیقومحمودالمحبوح مړ وموندل سو په داسي حال کي چه ټوله شیان د معمول په ډول پر خپل ځای پراته وو.


د دوبۍ پولیسو په لومړي ځل د نوموړي مرګ د زړه د بندېدو له امله اعلان کړ او چه کله د هغه پر جسم د تشدد نخښي ولیدل سوې نو دا ورڅخه څرګندېدل چه دا یو قصدي مرګ دی.نو پولیسو د نوي ټکنالوژي(سي سي ټي وي) کامرو او پاسپورتونو په غورچاڼ کولو سره د پولیسو مشر مل پاسوال خلنان تمیم دا په ډاګه اعلان کړه چه؛؛ سلنه په دې کي د موساد لاس دی او په دې جنایت کي دوولس د برطانیې،شپږ د آیرلینډ،څلور د فرانسې او د جرمني پاسپورتونو څخه استفاده سوې ده برطانیې په غبرګون کي هغه دیپلومات چه د اسراییلو په سفارت کي یې وظیفه درلوده د هیواد څخه وشړۍ ځکه چه دی د موساد جاسوس وو او د برطانیې د پاسپورتونو کاپیاني یې د دوبۍ په پېښه کي ورکړي وې په ۱۹۸۹ میلادي کال کي اسراییلو له انګلستان سره دا تړون لاسلیک کړی وو چه د جاسوسۍ لپاره به له برطانوي پاسپورتونو نه کار نه اخلي.


 د دې ثبوتونو پر بنسټ پولیسو د اووه ویشت جنایتکارانو فهرست انټرفول ته ورکړ.


 انټرفول یا (آی سي في او) یعني انټرنېشنل کریمین پولیس ارګنایزېشن.


د انټرفول پولیسو اداره په ۱۹۲۱ میلادي کال کي مینځ ته راغله چه تر اوسه یې ۱۸۴هیوادونه غړیتوب لري چه د هري اونۍ په پای کي د ۱۸۴ هیوادونو د پولیسو د څېړنو معلومات نوي کېږي چه په هر هیواد کي یو مرکز او ۱۳ تنه کار کوونکي لري په انټرپول دا تور دی چه معلومات له( سي آی اې) سره شریکوي د دې څخه د څرګندېږي چه (سي آی اې) د موساد دوهم نوم دی. د محمودالمحبوح مړینه د موساد دیوې برخي (کیدون) په واسطه ترسره سوه تر ۱۸۷۵ میلادي دغه برخي ته (سیریزیا) ویل کېده د دوی وظیفه په عربي نړۍ کي جاسوسي وه په ۱۹۵۳ میلادي کي د اسراییلو لومړی وزیر (بن ګوریان) د موساد سره یو ځای کړ چه تر اوسه د اسراییلو د دښمنانو وژنه او تري تم کول د دې وظیفه ده.


 د (کېدون) سره په یوه وخت کي پنځوس تنه غړیتوب لري چه د دوی شناخت د موساد دمشر او لومړي وزیر څخه پرته بل چا ته نه وي معلوم د موساد او کېدون تر منځ روابط ډېر کم وي چه معلومات یې هم د لوړ پوړو چارواکو له خوا تبادله کېږي چه د دواړو مرکزي دفترونه په تل ابیب کي دي.


 کیدون پر دوو برخو ویشل سوې چه د یوې برخي په غاړه نېګراني او کله کله هم جاسوسي وي او د بلي برخي وظیفه بیا نخښه له منځه وړل وي. د اسراییلو حکومت د خپلو دښمنانو دوه فهرستونه جوړ کړي چه یو یې لنډ مهاله او بل یې اوږد مهاله دي، په لنډمهاله فهرست کي هغه نومونه وي چه څومره ژر کېږي باید له مینځه ولاړ سي او په اوږد مهاله فهرست کي د پنځوسو څخه تر اتیا پوري نومونه درج وي چه د حالاتو سره سم پورته او کښته کېږي چه دا قسم یې بیا په درې ډوله دی :
لومړی:- په دې کي د نازي المان د هغه تنو نومونه وي چه دوی یې پخوا ټکولي دي
دوهم:- په دې کي د اسراییلو مخالف عرب مجاهدین دي لکه شېخ احمد یاسین،عبدالعزیز رینتیسي،خاله مشعل او داسي نور
دریم په دې کي هغه نومونه دي چي کېدای سي په راتلونکي کي اسراییلو ته سر درد پیداکړي لکه مصري اتومي ساینسدان یحیی المشهد چه د عراق په اتومي ایکټرو کي یې وظیفه ترسره کوله د کېدون غړو هغه په ۱۳ جون ۱۹۸۰ مېلادي کي د فرانسې په یوه هوټل کي قتل کړ، چه د هغه نه وروسته اسراییلو د عراق اتومي ایکټر(یمار) کړ د موساد یوه لویه برخه د جاسوسانو څخه جوړه ده چه (کاتسا) نومېږي.

ويښ خوانان ابي ټولنه کوټه